امریکا د ملګرو ملتونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې او پر غزه د اسرائیلي برید پر منتقده بندیزونه ولګول

فرانسیسکا البانیز

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، البانيزي، چې یوه ایټالیایۍ حقوقپوهه او اکاډميکه ده، دغه بندیزونه به ښایي امریکا ته د هغې د سفر مخه ونیسي او که یې هلته کومه شتمني وي، هغه به کنګل شي.
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ټرمپ ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانيزي بندیزونه لګولي دي. نوموړې د غزې په تړاو د اسرائیلو د پوځي برید تنده منتقده بلل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا اقدام د هغې له خوا د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) له ملاتړ سره تړاو ورکړ. یاده محکمه، چې یو شمېر قاضیان یې مخکې د امریکا له خوا بندیزونو سره مخ شوي، غواړي د امریکايي او اسرائیلي اتباعو پر ضد قضیې پرمخ یوسي.

روبیو وویل، البانيزي له نړیوالې جزایي محکمې سره مستقیم تعامل کړی، له همدې امله امریکا پرې بندیزونه لګوي. نوموړي ادعا وکړه چې هغه د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکې په توګه د دندې وړ نه ده.

البانيزي، چې یوه ایټالیایۍ حقوقپوهه او اکاډميکه ده، دغه بندیزونه به ښایي امریکا ته د هغې د سفر مخه ونیسي او که یې هلته کومه شتمني وي، هغه به کنګل شي.

دا تازه ګام د ټرمپ ادارې له خوا د نړیوالې جزایي محکمې پر ضد د پیل شوې مبارزې یو بل پړاو دی. د هغه ادارې په تېره جون میاشت کې د نړیوالې جزایي محکمې پر څلورو قاضیانو ددې لپاره بندیزونه ولګول، چې نړیوالې محکمې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی و او مخکې یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د احتمالي جنګي جنایتونو د پلټنې پرېکړه کړې وه.

امریکا دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې تېر کال یادې محکمې د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د وخت دفاع وزیر یواف ګالانت پر ضد د غزې په تړاو د احتمالي جنګي جنایتونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړل. اسرائیلو دغه تورونه رد کړي.

روبیو البانيزي هم پر دې تورنه کړه چې ګواکې یهود ضد څرګندونې یې کړي، د ترهګرۍ ملاتړ یې کړی او د امریکا، اسرائیلو او لوېدیځ پر وړاندې یې کرکه ښودلې ده.

دغه بندیزونه به د هغو خلکو سخت غبرګونونه وپاروي چې د اسرائیلي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې د حساب ورکولو غوښتونکي دي.

البانيزي له پخوا راهیسې پر لوېدیځو حکومتونو نیوکه کړې چې د اشغال لاندې فلسطیني سیمو کې د فلسطینیانو د حقونو لپاره کافي ملاتړ نه کوي.

د هغې څرګند دریځ هغو خلکو په پراخه کچه ستایلی او ملاتړ یې کړی چې وایي اسرائیلي او امریکايي مشران د یهود ضد تورونه د خپلو پالیسیو له نیوکې د مخنیوي لپاره کاروي.

نیوکګر یې د هغې ځینې پخوانۍ څرګندونې هم یادوي، لکه په ۲۰۱۴ کې یې دا ویلي وو چې "یهودي لابي" د امریکا پر پرېکړو اغېز لري، په ځانګړي ډول د اسرائیلو او فلسطین په قضیه کې.

پر البانیزي د بندیز په اړه غبرګونونه

روبیو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روبیو وویل، البانيزي د امریکا پر ضد سپکاوی کړی، څو امریکايي شرکتونو ته یې "ګواښونکي لیکونه" استولي، بې بنسټه تورونه یې لګولي او نړیوالې جزایي محکمې ته یې وړاندیز کړی چې پر دغو شرکتونو او د هغوی د مشرانو پرضد قضیې پرانیزي.

وروسته راپور ورکړل شوی چې البانيزي دغه څرګندونه بېرته اخیستې او ویلي یې دي چې خواشېنې ده، خو دا یې رد کړې چې دا څرګندونه دې یهود ضد وي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې او د ملګرو ملتونو پخوانۍ ځانګړې راپور ورکوونکې اګنس کالمار د البانيزي پر بندیز خواشیني څرګنده کړې ده.

هغې ویلي: "نړیوال حکومتونه او ټول هغه اړخونه چې د قانون پر بنسټ د نظم او نړیوال قانون ملاتړ کوي، باید تر خپله وسه هڅه وکړي چې د فرانچیسکا البانيزي پر ضد د بندیزونو اغېز کم او مخه یې ونیسي."

روبیو وویل، البانيزي د امریکا پر ضد سپکاوی کړی، څو امریکايي شرکتونو ته یې "ګواښونکي لیکونه" استولي، بې بنسټه تورونه یې لګولي او نړیوالې جزایي محکمې ته یې وړاندیز کړی چې پر دغو شرکتونو او د هغوی د مشرانو پرضد قضیې پرانیزي.

هغه وویل: "موږ دا ډول سیاسي او اقتصادي جګړه نه زغمو، ځکه دا زموږ ملي ګټو او حاکمیت ته ګواښ دی."

همدې میاشت کې، البانيزي له لسګونو نړیوالو شرکتونو وغوښتل چې له اسرائیلو سره کاروبار ودروي، ویې ویل چې دا شرکتونه د غزې او لوېدیځه غاړه کې د جنګي جنایتونو شریک ګڼل کېدای شي.

هغې وویل، دا شرکتونه "د اسرائیلي اشغال، اپارتاید او اوس د نسل‌وژنې له اقتصادي سیستم نه ګټه پورته کوي." اسرائیلو د هغې راپور بې‌اساسه وباله او ویې ویل دا به د تاریخ خځلنۍ ته ولاړ شي.

البانيزي د ډونلډ ټرمپ د فبرورۍ پلان هم غندلی، چې غوښتل یې غزه تر کنټرول لاندې راولي او اوسېدونکي یې نورو ځایونو ته وکوچوي.

هغې هغه مهال وویل: "دا غیرقانوني، غیراخلاقي او ... بشپړ غیرمسؤلانه کار دی، ځکه دا به د سیمې کړکېچ لا زیات کړي."

دا بندیزونه په داسې وخت کې اعلانېږي چې نتنیاهو دا مهال واشنګټن ته تللی او په پنټاګون کې یې د ځانګړي هرکلي مراسم تر سره شوي.

د غزې ډېری اوسېدونکي څو څو ځله بې‌ځایه شوي. ویل کېږي چې د غزې له ۹۰ سلنه زیات کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي، روغتیا، اوبه، صفايي او د حفظ الصحې سیستمونه ختم  شوي او خوراکي او سونتوکي، درمل او سرپناوې کمې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د غزې ډېری اوسېدونکي څو څو ځله بې‌ځایه شوي. ویل کېږي چې د غزې له ۹۰ سلنه زیات کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي، روغتیا، اوبه، صفايي او د حفظ الصحې سیستمونه ختم شوي او خوراکي او سونتوکي، درمل او سرپناوې کمې دي.

البانيزي له دې ډول تورونو پخوا هم انکار کړی او له بي بي سي سره یې په اکتوبر کې ویلي: "زه دا ډول خبرې او د هغوی بدناموونکې بڼه سپکه نه ګڼم، خو زه پوهېږم چې دا موضوع یوازې زما په اړه نه ده، لکه څنګه چې زما سلف هم پوهېدل چې دا موضوع یوازې د هغوی په اړه نه وه."

هغې زیاته کړې: "زه هم پوهېږم دا هغه غړي هېوادونه دي چې د نړیوال قانون مراعتولو لپاره یې هېڅ نه دي کړي."

د هغې له دفتر سره د تبصرې لپاره تماس نیول شوی دی.

د یادونې ده، چې د اسرائیلي پوځ پوځي عملیات د حماس په مشرۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د جنوبي اسرائیلو پر ضد له برید وروسته پیل شول، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د غزې د حماس‌ تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، له هماغې ورځې راپدېخوا اسرائیلو لږ تر لږه ۵۷٬۵۷۵ کسان وژلي دي.

د غزې ډېری اوسېدونکي څو څو ځله بې‌ځایه شوي. ویل کېږي چې د غزې له ۹۰ سلنه زیات کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي، روغتیا، اوبه، صفايي او د حفظ الصحې سیستمونه ختم شوي او خوراکي او سونتوکي، درمل او سرپناوې کمې دي.