د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه: جیوپولیټیکه ګټپالنه که لوی سیمه ییز قمار؟

مسکو کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د طالبانو د حکومت بیرغ لګول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د اسلامي امارت بیرغ د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۴مه په مسکو کې د افغانستان پر سفارت ولګول شو. روسیه لومړنی هېواد شو چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني یې په رسمیت وپېژندله.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

روسیې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۳مه، د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع او رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژندله. دې پرېکړې سیمه او نړۍ کې له ځان سره پراخ غبرګونونه درلودل، ځینې یې د افغانستان لپاره د نوو سیاسي او اقتصادي فرصتونو د ور پرانیستل بولي، خو یو شمېر څېړونکي دا د احتمالي ناورین پیل ګڼې.

د ډېرو په باور، دا ګام به د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي او تمه ښیې چې د دواړو لوریو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پیاوړې، پانګونه زیاته او د کاري فرصتونو له زیاتېدو سره به د افغانستان اقتصادي وضعیت یو څه ثبات ومومي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې دا هېواد له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

خو د موضوع بل اړخ هم شته. یو شمېر اندېښنه لري چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به په سیمه کې نورو سختدریځو ډلو ته مشروعیت او جرات ورکړي.

د دوی په باور، دا ګام د لويديځ له سختو غبرګونونو سره مخامخېدلی شي، په تېره بيا د امريکا له خوا، چې پر روسيه نور بنديزونه ولګوي يا له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.

پر دې سربېره، په افغانستان کې د روسيې د نفوذ زياتېدل د سيمه‌ييزو قدرتونو لکه چين، هند او پاکستان سره د سیالۍ خطر هم لري. د بېلګې په توګه، چين هم په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري او د روسيې د نفوذ پراخېدو ته منفي غبرګون ښودلی شي.

همدارنګه، د طالبانو د واکمنۍ د رسميت پېژندلو په اړه د روسيې پرېکړه په سيمه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د زياتېدو لامل کېدلی شي، په تېره بيا که لويديز هېوادونه د طالبانو پر ضد د مخالفانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره، روسیې  لوېدیځ ته د دې سیاسي پیغام استولو هڅه کړې، چې دوی د نړیوال سیاست پر وړاندې خپلواکې پرېکړې کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره، روسیې لوېدیځ ته د دې سیاسي پیغام استولو هڅه کړې، چې دوی د نړیوال سیاست پر وړاندې خپلواکې پرېکړې کولی شي.

په اسلام‌اباد کې د کامسټس پوهنتون استاد پروفېسور سهېل احمد باور لري، چې د روسیې دا ګام به د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفتونه راکم کړي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو له خوا چې په نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو کې له طالبانو سره مخالفت لري.

ښاغلی سهېل وایې افغانان په خورا بد حالت کې دي او د هغوی لپاره تر هر څه مهم د اقتصاد رغونه ده "په کور دننه به خلکو ته کاري فرصتونه پیدا شي او ترڅنګ به یې افغانستان د سوداګریزو لارو په برخه کې مهم رول ولوبوي."

د اقتصادي چارو کارپوه، اذرخش حافظي وايي رسمیت پېژندنه هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې له هر ډول محدودیت پرته خپلې اړېکې پراخې او رسمي قراردادونه لاسلیک کړي.

هغه زیاتوي، که څه هم روسیه خپله د لوېدیځ د بندیزونو له امله له اقتصادي فشار سره مخ ده، خو بیا هم کولی شي له افغانستان سره د دوه اړخیزو قراردادونو له لارې، خپلو ملي پیسو ته ارزښت ورکړي او طالبان له نړیوالو مالي سیسټمونو، بدیلو سیسټمونو ته ورګډ کړي.

"روسیه او چین د امریکا او لوېدیځ له فشارونو د تېښتې لپاره په خپلو ملي کرنسیو (روبل او یوان) راکړه ورکړه کوي. همدارنګه دوی له هند سره په هندۍ کلدارې سوداګري کوي. دا شونې ده، چې له افغانستان سره هم په افغانۍ سوداګري وکړي."

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د نړیوالو مطالعاتو د انستیتیوت د افغانستان څانګې مشر اسلام‌خان غفاروف وایي، د منځني ختیځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، روسیه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخوي.

د هغه په وینا، د دغو اړیکو له مهمو اړخونو یو یې د کډوال کارګر موضوع ده؛ داسې یوه تګلاره چې پخوا یې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره کارولې او اوس افغانستان ته هم غځول شوې ده.

د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د سن‌پېترزبورګ په اقتصادي ناسته کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې چې روسیه کې د افغان کارګرو شمېر زیات شي.

غفاروف وایي، دا به نه یوازې افغانانو ته د کاري فرصتونه برابرول وي‌، بلکې روسیه به د افغانستان د خلکو په ذهن کې د یو اقتصادي ظرفیت لرونکي هېواد په توګه را څرګنده کړي.

روسیه هڅه کوي په افغانستان کې خپل اقتصادي نفوذ پیاوړی کړي، ځکه چې دوه‌ اړخیزه سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېدلې او مسکو افغانستان ته د جنوبي اسیا لویو بازارونو ته د تېرېدونکي دهلیز په سترګه ګوري.

خو ځینې بیا دا بدلون افغانانو ته د نويو بدبختیو پیل بولي او وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندل به په سیمه کې نورو سختدریځو ډلو ته مشروعیت ورکړي.

مخکینۍ دیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وایي، د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې دا وښودل، چې "روسیه د یوې جګړه مارې ډلې ملاتړ کوي‌، نه د افغانستان د خلکو ".

اغلې بارکزۍ وایي، دا رسمیت پېژندنه په افغانستان کې "د ښځو د حقونو، بشري حقونو، مدني ټولنو په عمومي ډول د افغانستان د خلکو او د هغوی پر حقونو د سترګو پټولو مانا لري. افغانان به دا ورځ هېڅکله هم هېره نه کړي. "

نوموړې زیاتوي": نه پوهېږم، چې روسیې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو په ډله کې څه بدلون لیدلی، چې نن مجبوره شوه نه یوازې له خپل ادرسه، بلکې یو بل ګام هم مخکې ولاړه شي او امنیت شورا کې د دې ډلې ننګه وکړي."

له چین سره له سیالۍ، منځنۍ اسیا کې د توندلارو تر مهارولو

امیر خان متقي او د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسيې له طالبانو سره د اړيکو د عادي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د "ترهګرو" له خپل لېسته ليرې کړل.

باور دا دی چې د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه، د روانو سیمه‌ییزو او نړیوالو شرایطو له مخې، یو ستراتیژیک او محاسبه شوی ګام دی.

په منځني ختیځ کې د روسیې د دریځ کمزوري کېدلو، د اوکرایین جګړې له امله اقتصادي بندیزونو او د نفوذ د ساحې پراخولو اړتیا مسکو اړ کړ، چې پر منځنۍ او سویلي اسیا خپل تمرکز زیات کړي.

یو شمېر په دې اند دي‌، چې د طالبانو په رسميت پېژندل کيدای شي یوه هڅه وي، ترڅو په افغانستان کې د نفوذ یوه نوې جبهه پرانیزي او د منځني ختیځ زیانونه جبران کړي.

ځینو ته دا یو ستراتیژیک ګام ښکاري، چې د دوی په باور کولی شي د سیمې په کچه د توندلارو ډلو پر ضد د همکارۍ لپاره طالبان وهڅوي او له دې سره د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي ژمنې هم عملي شي.

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر خورشید احمد وایي، د روسیې له دې پرېکړې باید افغانان زدکړه وکړي، چې په نړیوال سیاست کې تر هر څه وړاندې ملي ګټې ارزښت لري.

"هغه روسیه، چې کلونه له افغان مجاهدینوسره وجنګېده، نن یې د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره هماغه افغانان ومنل."

روسيه د منځنۍ اسيا او قفقاز په سيمو کې هم د سختدريځو ډلو په ځانګړې توګه د اسلامي دولت د خراسان څانګې له فعالیتونو اندېښمنه ده.

دا ډلې نه یوازې د روسیې، بلکې د سیمې هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان لپاره هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

روسي چارواکو په وروستیو کې ویلي و، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ مياشت کې د مسکو پر کاراکاس تالار بريد، چې ISIS-K يې مسووليت په غاړه اخیستی و، یو بریدګر یې په افغانستان کې روزل شوی و .

اسلام‌اباد کې د کامسټس پوهنتون استاد پروفېسر سهېل احمد وایي روسیه هڅه کوي، چې له دغو ډلو سره د مبارزې لپاره د طالبانو ملا وتړي‌.

 د ۲۰۱۹ کال  مې په ۲۸مه په مسکو، روسیه کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسيې له ۲۰۱۵ کال راهيسې، په ځانګړي ډول د اسلامي دولت د خراسان څانګې له راڅرګندېدو وروسته له طالبانو سره اړېکې لري.

روسيې له طالبانو سره د اړيکو د عادي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د "ترهګرو" له خپل لېست څخه ليرې کړل.

خو د تاشکند د نړیوالو مطالعاتو د مرکز غړی اسلام‌خان غفاروف باور لري چې روسیه غواړي له طالبانو سره د خپلو اړیکو نژدې کولو سره په افغانستان کې د چین مخ پر زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې ودریږي.

د هغه په وینا، چین په افغانستان کې د طبیعي زېرمو او د "یو کمربند، یوه لاره" په څېر بنسټیزو پروژو کې پراخ حضور لري او همدې چارې مسکو اړ کړی چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ګام پورته کړي.

د ده په ټکو روسیه هڅه کوي، چې د اقتصادي همکاریو پراخولو، د انرژۍ پروژو، ډیجیټلي بنسټونو، پټلۍ (اورګادې) او د افغان کډوال کارګرو د پروګرامونو له لارې په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی او له چین سره سیالي وکړي.

د طالبانو رسميت پېژندنه او روسیې لپاره یې سیمه‌ ییزې پایلې

د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره، روسیې لوېدیځ ته د دې سیاسي پیغام استولو هڅه کړې، چې دوی د نړیوال سیاست پر وړاندې خپلواکې پرېکړې کولی شي.

امریکا او لوېدیز هېوادونه بیا وایي، که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي‌، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي. لکه نجونو او ښځو ته د زدکړو او کار حق ورکول، ټولګډونه ځواب ویونکی حکومت جوړول او د افغانستان له خاورې د هر ډول ګواښ مخه نیول.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم وړاندې ويلي و، چې د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره به دوی هغه مهال ګام واخلې، چې دا ډله د يوه ټولګډونه حکومت د جوړولو ژمنه عملي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او طالبانو د نوي باب د پرانیستنې هرکلی کړی او ویلي یې دي: "افغان لنډ مهالی حکومت هڅوو چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي."

اذرخش حافظي په دې باور دی، چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل به د سیمې پر هېوادونو اغیز ولري‌ " ډېر احتمال شته چې ازبکستان، قزاقستان او د پخواني شوروي اتحاد نور جمهوریتونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.‌ "

شکریه بارکزۍ هم ورته نظر لري‌ او وایي، د روسیې دا ګام ښایې د سیمې ځینې نور هېوادونه لکه ایران او چین دې ته وهڅوي، چې د مسکو لاره تعقیب کړي‌.

باور دا دي،  چې د روسیې پرېکړه  د سیمي‌ پر هېوادونو اغیز لري ‌ او دا شونې ده، چې ازبکستان، قزاقستان او د  پخواني شوروي اتحاد نور  جمهوریتونو په ګډون ایران او چین به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باور دا دي، چې د روسیې پرېکړه د سیمي‌ پر هېوادونو اغیز لري ‌ او دا شونې ده، چې ازبکستان، قزاقستان او د پخواني شوروي اتحاد نور جمهوریتونو په ګډون ایران او چین به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.‌

باور دا دی، چې چین هم د روسیې په څېر د ځینو وسلوالو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښمن دی او هڅه کوي‌ چې د طالبانو په مرسته په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) فعالیتونه محدود کړي.

چین ادعا کوي چې دا ډله د سینکیانګ د بېلتون غوښتنې لپاره مبارزه کوي.

طالبانو پر نړیوالو درېځونو او همدا ډول د دوحې د سولې تړون کې ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نړۍ او ګاونډیانو پر وړاندې نه کارول کیږي‌.

په اسلام‌اباد کې د کامسټس پوهنتون استاد پروفېسر سهېل احمد وايي، چینايي چارواکي هڅه کوي چې د دغو ټولو کړنو په بدل کې افغانستان د "سي پېک" یا د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه کې شامل کړي، چې د "یو کمربند، یوه لاره" سترې پروژې مهمه برخه ده.

نوموړی وایي، پاکستان هم ښايي اوس ځینې زړور ګامونه پورته کړي او نړۍ ته ووايي: "که روس د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، نو ولې دوی نه؟ پاکستان به له طالبانو سره د محدودو سفارتي اړیکو نه را بهر شي، چې د نړۍ د فشارونو له کبله یې ځان ګوښه ساتلی دی."

د پېښور پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد بیا وایې ایران هم په سیمه کې د امریکا له حضور خوښ نه و، ځکه به یې وروستیو بدلونونو او وضعیت ته په کتلو سره زدکړه کړې وي‌.