د هرات له زلزلې درې میاشتې وروسته هم ځینې کسان وايي، په 'کنډوالو' کې ژوند کوي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
په هرات ولایت کې له خونړۍ زلزلې څه باندې درې میاشتې وروسته هم یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ له یو لړ ستونزو سرټکوي.
ځینې یې وايي په داسې حال کې چې هوا ډېره سړه شوې لا هم خیمې نه دي ورکړل شوي او هغه چې خیمې ورسېدلي هم شکایت لري چې سړې هوا یې ماشومان ناروغان کړي او ټوله شپه د یخنۍ له امله په وېښه تېروي.
ځینې زلزله ځپلې کورنۍ وايي، یخنۍ اړ کړل چې خپلو کنډواله کورونو ته ستانه شي ځکه چې په وینا یې اوس مهال کورونه یوازې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې کورونه یې په زلزلې کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د هرات زلزله ځپلو ته یو شمېر کورونه او سرپناوې چې د طالبانو د حکومت او خیریه بنسټونو لخوا جوړ شوي وو، وېشل شوي دي.
د طالبانو حکومت په وار، وار ویلي چې د هرات زلزله ځپلو ته یې د خوراکي توکو او خیمو په ګډون بېلا بېلې مرستې رسولې دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو د خپلې پراختیايي ادارې یو این ډي پي رپوټ یو ځل بیا خپور کړی چې په کې ویل شوي هرات ولایت کې له مرګونې زلزلې څه باندې درې میاشتې وروسته هم له ۳۱ زرو ډېرې کورنۍ تر خیمو لاندې اوسېږي.
ملګرو ملتونو پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د پراختیايي پروګرام په همکارۍ د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د خوندي ځایونو په برابرولو کې مرسته کوي. خو د زلزله ځپلو د لاسنیوي د کمېسیون ویاند د یو این ډي پي دا موندنې چې ګواکې له ۳۱ زرو نه ډېرې کورنۍ اوس هم په خیمو کې اوسېږي ردوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي د تېر اکتوبر میاشتې پر اومه نېټه زلزلې ۶۸ زره هغه کورنۍ تر ټولو ډېر اغېزمنې کړې چې سرپرستي یې ښځو کوله. د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په هرات کې د زلزلې زیانونو او د خلکو وضعیت ته په کتو له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتو وجهي صندوق یونېسف هم په یوه رپوټ کې وویل چې هرات کې نژدې سل زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته جدي اړتیا لري.
په رپوټ کې په افغانستان کې د یونېسف د یوې استازې له قوله ویل شوې وو چې زیانمنو شویو کورنیو خپل هرڅه په زلزله کې له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په هرات ولایت کې خونړۍ زلزې ۲۴۰۰ کسان ووژل او له ۱۰ زرو نه ډېر کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل.






















