محکمې هغه مېړه ولې د قتل په قضیه کې سپين بللی چې خپله سخته ناروغه ښځه یې وژلې؟

ډېوېډ هنټر

د عکس سرچینه، PA Media

په قبرص کې محکمې هغه بریتانوی مېړه د قتل په قضیه کې سپين بللی چې خپله سخته ناروغه ښځه یې وژلې.

۷۶ کلن ډېوېډ هنټر د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د قبرص پاپوس ته نږدې په خپل کور کې د خپلې ۷۴ کلنې ښځې جانيس هنټر مرۍ خپه کړې وه.

د کانونو په برخه کې کار کوونکی دغه تقاعد شوي سړي محکمې ته ویلي چې ښځه یې د وینې پر سرطان اخته وه او ده ته یې زارۍ کړې وه چې له دې کړاوه دې خلاصه کړي.

ډېوېډ ادعا کړې چې خپله ښځه یې وژلې نه ده بلکې له هغې سره یې یواې په ځان‌وژنه کې مرسته کړې ده. که څه هم محکمې د دې قضیې د اورېدنې په پای کې هغه له دې قتل سپين وباله خو د "نا قصدي" وژنې مرتکب یې ګڼلی دی.

ده ته د جزا ورکولو وروستۍ پرېکړه به د روانې جولايي میاشتې پر ۲۷مه نېټه واورول شي.

د ډېوېډ وکیل په محکمه کې ټينګار کاوه چې د جانیس مړینې ته د وژنې نوم نه شي ورکول کېدای ځکه چې په وینا یې، هغې په خپله له مېړه داسې غوښتي وو.‌

په محاکمه کې ښکېلو درو قاضیانو چې کله دا پرېکړه په ډاګه کوله نو ډېوېډ خپل وکیل ته غاړه ورکړه او بي بي سي ته یې وویل چې "ډېر خوشاله دی".

د ډېوېډ وکیل مایکل پولاک ویلي، د دې پرېکړې مانا دا ده چې موکل ته به یې لږه سزا ورکړل شي او خپلې لور ته بریتانیا ته ورګرځېدلی شي.

د دغه وکیل په خبره، موکل یې "د داسې څه کولو اراده یا پلان نه درلود خو چې خپله ښځه یې په سخت تکلیف کې لیدله نو هماغه شېبه دې پرېکړې ته مجبور شوی و"

"هغه مې یوازې ښځه نه بلکې ډېره ښه ملګرې هم وه"

ډېوېډ هنټر او جانیس هنټر

د عکس سرچینه، FAMILY PHOTOGRAPH

د عکس تشریح، ډېوېډ هنټر او جانیس هنټر له تېرو ۵۰ کلونو سره یو ځای وو

د ډېوېډ هنټر وکیل مایکل پولاک ویلي، قاضیانو ومنله چې ډېوېډ او جانیس له ۵۰ کلونو راهیسې ګډ ژوند درلود او تر منځ‌ یې د ډېرې مینې اړیکه وه. خو د هغې ورځې په سهار یې ښځې ډېوېډ ته ویلي وو چې "زما ژوند نور ختم کړه"

وکیل وايي، کله چې قاضیانو د ده موکل له وژنې سپين وباله نو ډېوېډ نه د ډېرې خوشالۍ له کبله خبرې ورکې وې او له ډېرې ستړیا یې خوله خندا ته نه جوړېدله، ځکه چې "هغه له درو څلورو ورځو هېڅ خوب نه و کړی"

په تېره مې میاشت کې ډېوېډ محکمې ته ویلي وو چې ښځې یې له پنځو-شپږو اوونیو راهیسې زارۍ ورته کولې چې له دې کړاوه په خلاصون کې دې مرسته ورسره وکړي.

په محکمه کې د بیان ورکولو پر مهال ډېوېډ په ژړا شو او ویې ویل چې "که ښځې مې نه وای راته ویلي نو په سلګونه زرو کلونو کې به مې هم داسې څه نه وو کړي".

"ما خپله هم د ځان وژنې هڅه وکړه"

جانیس هنټر

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د جانیس هنټر قبر

ډېوېډ هنټر د خپلې ښځې جانیس هنټر د کړاو کیسه کوي چې تر ورځې بلې ته یې ناروغي سختېدله او په وینا یې، "هغه مې یوازې ښځه نه بلکې یوه ډېره ښه ملګرې هم وه"

ډیوېډ وايي، "ما هغې سره ډېره زیاته مینه لرله او فکر مې کاوه چې ښايي هغه به له دې ارادې تېره شي"

دغه مېړه همدا راز وايي چې د خپلې ښځې تر مرګ وروسته یې پخپله هم د ځان وژنې هڅه وکړه.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۲ کال په جون کې د دوی لور لېزلي کوترون بي بي سي ته ویلي وو چې مور یې د ژوند په وروستیو کې "سخته په تکلیف وه".

د دوی دویمه لور بېري کېنټ، چې د محکمو منډو ترړو ته یې د چندې په راټولو کې مرسته کړې وه د محاکمې پر مهال هماغلته وه او د محکمې تر پرېکړې وروسته یې وویل چې ایله یې د "سکون ساه" واخیستله.