افغانستان کې طبیعي پېښې؛ ګڼو ولایتونو کې ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې د سختو ورښتونو پایله کې راوتلو سیلابونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د وروستیو ورښتونو له کبله "۴ کوچنيان شهيدان او او ۲۵ تنه ټپيان" شوي دي.

له دغه ولایته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پر دغو ماشومانو د کور چت را نړېدلی.

د طالب چارواکو په وینا، دغو وروښتو او سیلابونو کې ۳۰۰ کورونه "ویجاړ" شوي دي.

دوی زیاتوي چې په کامې، لعلپورې، ګوشتې، کوز کونړ ولسوالیو او نورو سيمو کې پر زرګونه جريبه ځمکې ولاړ فصلونه هم لمنځه تللي.

په ورته وخت له سره رود او بهسودو ولسوالیو هم د پراخو مالي زیانونو راپورونه وکړ شوي.

ننګرهار

د عکس سرچینه، Taliban

حوادثو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی چې پر ننګرهار سربېره خوست، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې هم ګڼ باران، ګلۍ او سیلابونو زیانونه اړولي.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، د وروستیو ورښتونو، سیلابونو او توپانونو له کبله په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۵۰ څاروي، باغونه او له ۴ زره جریبه پر ډېره ځمکه کرل شوي فصلونه لمنځه تللي دي.

له ننګرهاره رپوټونه وايي، چې دغلته هم د تېرې شپې سیلابونه د چرګانو درې فارمونه وړي چې زرګونه چرګوړي پکې لمنځه تللي دي.

ننګرهار کې ډېر زیانونه د کامې ولسوالۍ په بازيدخېلو، ماماخېلو، ميرزاخېلو، ګوچ، شېرګړ، صفدري، د سره رود په شمشپور، بالا باغ او کشکک، د بهسودو اړوند په ګردي کڅ، خوشکنبد او ثمرخیلو کليو کې اوښتي دي.

ننګرهار

د عکس سرچینه، Taliban

د دغه ولایت چارواکو له مرستندویه ادارو غوښتي، چې زيانمنو شويو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسوي.

حوادثو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي چې د روانې غوايي (ثور) میاشتې له پیل راهیسې چې نن یې ۱۶مه ده، په میدان وردګ، غور، غزني، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د بېلابېلو طبیعې پیښو کې ۱۷ ته وژل شوي او ۶۱ تنه ټپیان شوي دي.

هغه د دغو پېښو له کبله خلکو د ګڼو مالي زیانونو د اوښتلو خبره هم کوي.

د ښاغلي رحیمي په وینا دوی په دې موده کې د مرستندویه ادارو په همکارۍ له ۳ زره زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته کړې ده.