انلاین زدکړې "تیاره کې د رڼا وړه کړکۍ"

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, مامون درانی
    • دنده, خبریال

په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰ ورځې کیږي، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د طالبانو له خوا له زدکړو بې برخې شوي دي.

د نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتونو، هڅو او فشارونو او آن د یو شمېر طالب چارواکو د ټینګار او غوښتونو سره سره، نجونې لا هم ښوونځي او پوهنتون ته له تلو بې برخې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتي وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو له تړلو وروسته، د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د بندولو امر هم دغه ډلي وکړئ.

هغه څه ، چې دوی یې ( امرثاني ) یادوي.

د نجونو پر ثانوي او لوړ زده کړو باندې د (امرثاني) په نوم د لګول شوي بندیز دوام او پایته نه رسېدل ځینو بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو د افغان نجونو لپاره د انلاین زده کړو وړیا پروګرامونه پیل کړل.

انلاین زده کړې

په جرمني کې یوې اروپايي موسسې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې نجونو ته د بهرنیو ژبو د روزنې پروګرام پیل کړی، چې د انلاین زد کړو لپاره تر ټولو مهم او لومړنی ګام بلل کېږي.

دغه نجونې وايي، چې اوس په انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو برلاسې دي او خبرې کولای شي.

یو شمېر نجونې بېا توانېدلي، چې د انلاین زده کړو له لارې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، بهشته موسوي یوه له دغو نجونو څخه ده، چې د معالجوي طب په څانګه کې زده کړې کوي.

بهشته، چې اوس د ( زن) په نوم یوه انلاین پوهنتون کې زد کړې کوي وایي، دې ۱۴۰۱ لومړی کال د کانکور په آزموینه کې د پکتیا پوهنتون د معالوجوي طب څانګې ته لاره وموندلې وه.

نوموړې وايي، د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو بندیز پکتیا پوهنتون ته د هغې د تګ لاره وتړله، خو بهشته وایي ناهیلې نه شوه او د خپلو ملګرو او دوستانو سره یې د بدیلې لارې په لټه کې شوله.

ښاغلې موسوي وایي، د ملګرو په مرسته وتوانېدله یوه وړیا انلاین پوهنتون کې په خپله غوره سوې پوهنځي کې زده کړې پیل کړي.

"په داسې شرایطو کې، چې د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوې دي انلاین زدکړې په توره تیاره کې د روښنایي یوزاینۍ کړکۍ ده. "

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د طالبانو لخوا د نجونو پر لوړو زد کړو بندیز ځینو نجونو ته دا لاره هواره کړله، چي یو شمېر بهرنیو پوهنتونونو کې د زده کړو فرصت و مومي.

ذبیده ارمان، چې اوس د هندوستان په یوه پوهنتون کې د مالوماتي ټکنالوژۍ برخه کې له لیري واټن نه زدکړې کوي وایي، په پیل کې اړه وه، چې انګلیسي ژبې باندې کار وکړي او هغه پیاوړې کړي.

ښاغلې ارمان وایي، لومړی یې (Eagle Online Academy) کې د انګریزي ژبه زده کړه پیل کړه او هلته له بریالیتوب وروسته اوس د هند یوه پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی کې زده کړې کوي.

" تاسو پوهیږئ، چي له نجونو د زده کړو او کار کولو حق اخیستل شوی، نو د مالوماتي ټکنالوژۍ برخه کې زد کړه ددې واک راکوي، چې له کور نه دننه د بهرنیو بنسټونو سره کار او سوداګرۍ وکړم."

ذبیده ارمان وايي ناهیلي نه ده په کار او له نورو نجونو نه هم غواړي، چي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګڼ فرصتونه ددوي په مخ کې پراته دي.

د انلاین زد کړو بنسټونه

په ورته وخت کې یو شمېر بنسټونو او ښوونیزو مرکزونو لکه بېګم اکاډمۍ له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره ورته ښوونیز پروګرام پیل کړی دی.

په افغانستان کې د بیګم اکاډمۍ یوه غړې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، یو شمېر افغان مېرمنې په خپله خوښه شاوخوا درې زره زده کوونکو ته له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د لیري واټڼ نه تدریس کوي.

"زموږ ښوونیز نصاب د افغانستان د ښوونځیو هغه پخواني کتابونه دي، چې د ښوونکو له خوا یې درسونه ثبت او بیا زده کوونکو ته په منظمه توګه تدریسیږي."

د بیګم اکاډیمۍ دغه غړې وايي هڅه یې دا ده، چې د دوي له خوا فارغه شوو نجونو ته په یو شمېر نړیوالو پوهنتونونو کې د وړیا زده کړو د ترلاسه کولو فرصت برابر کړي.

خو په اوسنيو شرايطو کې د نجونو لپاره انلاين زدکړې څومره اغېزمنې او ګټورې کېدای شي؟

ایا دا پروسه د تړلو ښوونځیو بدیل کیدای شي؟

د افغانستان د جمهوري ریاست پر مهال د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم شینواری وايي، د ښوونځيو پرانیستل د حل اساسي او اصلي لاره ده.

" آنلاین زده کړه یو ښه بدیل دی، حتی که دا محدود هم وي، دا ګام د تائيد وړ دی. په ځانګړې توګه د هغو نجونو لپاره چې په لیرې پرتو سیمو کې دي، د آنلاین زدکړې چمتو کول خورا ښه مرسته ده. "

ښاغلی شینواری وایي، آنلاین زد کړه د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره غوره بدیل دی، چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري. خو په خبره یې، چې له بده مرغه په افغانستان کې ستونزه دا ده چې په ټولو سیمو کې انټرنیټ او بریښنا نشته.

نوموړی همداراز وایي، کورنۍ بې وزله دي او که دوی کمپیوټر واخلي، دوی ته اړتیا لري، چې څنګه یې وکاروي. له همدې امله، د آنلاین زد کړې فرصت خورا محدود دی، مګر که دا په یوه تیاره کې یو کوچنۍ شمع وي او رڼا کوي دا باید وستایل شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

"اساسي حل د ښوونځیو پرانیستل او ټولو نجونو ته د زدکړو زمینه برابرول دي."

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان نجونو لپاره د انلاین زدکړو پروګرامونه پیل شوي، خو یوازې یو لږ شمېر نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه بې برخې دي آنلاین زده کړې ته لاسرسی لري.

هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي وايي، چې د دغو زده کوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

بله مهمه پوښتنه دا ده، چې آیا د دغو ښوونیزو مرکزونو سندونه چې افغان نجونو ته له لیري واټڼ نه د زدکړو فرصت برابر کړی په کوردننه او نړۍ کې د منلو وړ دي او که نه ؟

د انلاین ښوونیز موسساتو مسوولین وايي، هڅه کوي چې قطر کې د امریکايي پوهنتون په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو کې له پوهنتونونو سره یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، څو له دغو بنسټونو فارغ شوي محصلین د لوړو زد کړو د دوام لپاره فرصت ورته برابر کړي.