د بخښنې نړیوال سازمان: د څادرۍ اجباري کول روغتیايي اسانیو ته د مېرمنو لاس رسی محدودي

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بې‌پولې ډاکتران وايي هرات کې هغه ښځې له روغتونونو ګرځول کېږي چې څادري یې نه وي اغوستې
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

تازه د بخښنې نړیوال سازمان ویلي افغانستان کې پر ښځو د څادرۍ اجباري کول روغتیايي اسانیو ته د هغوی لاس رسی محدودوي.

"طالبانو د افغان ښځو او نجونو ژوند له زغمه وتلي حالت ته دننه کړی. دوی ښځې د ژوند له نژدې ټولو برخو حذف کړې او په سیستماتیک ډول یې خپل حقونه او درناوی ترې اخیستي دي". دغه ادارې ویلي "دا به په حیاتي ډول روغتیایي پاملرنې ته د ښځو لاسرسی سخت محدود کړي."

د بې‌پولو ډاکترانو ټولنه (اېم‌اېس‌اېف) وايي، د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې طالب چارواکو ښځینه ناروغانو، پایوازانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته امر کړی و، چې څادرۍ واغوندي.

اېم اېس‌اېف ویلي، دا امر د نومبر له پنځمې راهیسې نافذ شوی چې ورسره جوخت د هرات عامه روغتون ته د ورتلونکو کچه هم ټېټه شوې وه، خو وروسته بېرته پکې "ثبات" راغلی دی.

افغانستان کې د اېم‌اېس‌اېف د پروګرامونو مدېرې سارا چاټو بي‌بي‌سي ته ویلي، "[دا ثبات] ښايي تر یوه ځایه له دې کبله وي چې ځینې مېرمنې د څادرۍ له موندلو وروسته روغتون ته راستنې شوې دي ... خو موږ اندېښمن یو چې [دا بندیز] روغتیايي پاملرنې ته د ښځو لاسرسی نور هم محدودولی شي. "

د طالبانو حکومت یوه ویاند د اېم‌اېس‌اېف دا خبرې رد کړې.

اغلې چاټو وویل، دوی په ځانګړي ډول هغو مېرمنو ته اندېښمن دي چې نه شي کړای د ښار روغتون ته د ورتګ پرمهال څادري واغوندي.

هغې مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي، ان هغه مېرمنې هم اغېزمنې شوې دي چې "بېړنۍ روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري."

اېم‌اېس‌اېف د هرات په سیمه‌ییز روغتون کې د ماشومانو څانګې په خدماتو کې مرسته او ملاتړ کوي.

دا اداره وايي، د دغه نوي امر د پلي کېدو په څو لومړیو ورځو شپو کې یې د هغو ناروغانو په داخلېدو کې ۲۸ سلنه کمښت کتلی، چې وضعیت یې بېړنی و.

اغلې چاټو وویل، د طالبانو غړي د روغتیایي مرکزونو په دروازو کې ولاړ او د هغه ښځې له ورننوتلو راګرځوي چې څادرۍ نه لري.

هغه زیاتوي "د حجاب فرمان که څه هم مخکې اعلان شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې موږ په هرات کې د څادرۍ [په سرولو امر] پلي کېدل وینو. له تېرو څو ورځو راهیسې ډېرېدونکی شمېر ښځې په څادریو کې روغتون ته راځي."

رپوټونه وايي، تېره اونۍ له هغه وخته چې لومړی ځل د دغه بندیز خبر خپور شو، محدودیتونه په جزوي ډول نرم شوي دي.

یوه ځايي خبریال چې نوم یې نه دی یاد شوی، چارشنبه بي‌بي‌سي ته وویل: "زه د روغتون څو څانګو ته ولاړم، ښځې مې په څادریو، پړوني او حجاب کې ولیدلې... ما پر هغو ښځو هېڅ محدودیت نه دی لیدلی چې روغتون ته ننوتلې - ښځې د څادریو په ګډون له پخوانیو عامو حجابونو سره روغتون ته راتللې، په دروازه کې او دننه [دواړه ځایه] وې. وضعیت عادي دی. "

هممهاله د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر هغه رپوټونه رد کړل چې ښځې د څادرۍ اغوستلو ته اړ ایستل کېږي.

هغه وویل "دا بیخي ناسمه ده. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دریځ عموما د حجاب رعایتولو په اړه دی."

حجاب عمومآ د ځان پوښلو معنا لري، خو هغو پړونو او څادرونو ته هم ویل کېږي چې مسلمانې ښځې یې پر سروي.

د طالبانو حکومت دغه چارواکي دا هم رد کړل چې ګوندې ښځې د څادرۍ نه اغوستلو له کبله له روغتیايي مرکزونو منع شوې دي.

هغه هممهاله وویل: "د هېواد بېلابېلو برخو کې حجاب په جلا جلا ډول تعبیرېږي، چې ډېر یې له شریعت [قانون] سره په ټکر کې دي. "

ځینو فعالانو هم دا ادعا کړې چې د طالب ساتونکي له تېرې اونۍ راهیسې ښځې مهمو ځایونو ته ننوتلو پر مهال د څاردۍ پر سرولو/اغوستلو ته اړباسي.‌

له هراته یوې ښځینه فعالې بي‌بي‌سي ته وویل چې د لباس د څرنګوالي قانون پر هغو کسانو پلی کېږي چې غواړي روغتونونو، ښوونځیو او دولتي دفترونو ته ننوځي.

د طالبانو حکومت هرات کې د څادریو د جبري کېدو پر پرېکړې چې رپوټونه یې خپاره شوي، خواله رسنیو کې هم توندې نیوکې شوې دي.

یوه افغان فعال پر ایکس (پخواني ټویټر) یوه ویډیو خپره کړه چې ځینې ښځې پکې ښکاري چې د طالبانو د امر اعتراض کې دې جامې ته اور اچوي. بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه دا ویډیو نه ده تایید کړې.

طالبانو ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپل لومړي ځل واکمنۍ پر مهال د بورقو یا څادریو اغوستل حتمي کړي‌ وو.‌

دوی د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له راګرځېدو راهیسې، له اسلامي شرعي قانونه له خپل تفسیر سره سم، په ځانګړې توګه پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه وضع کړي دي.

کابل

طالبانو ۲۰۲۲ کال کې یو فرمان صادر کړ چې ښځو ته پکې په عام محضر کې د داسې اسلامي حجاب د اغوستلو امر شوی چې مخ او ټول وجود یې په کې پټ وي. د دوی چارواکو وروسته د مخ پټولو فرمان "نصحیت" وباله.

طالبانو واک ته له راستنېدو راهیسې نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونو او ښځې له ډېرو کاري ځایونو منع کړې دي.

ملګرو ملتونو دا "جنسیتي توپیر" بللی او د رپوټونو له مخې له طالبانو یې غوښتي چې په سملاسي توګه یې پای ته ورسوي.

ملګرو ملتونو تېره اونۍ وویل، د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې پر یوه مهمه سرحدي لاره یې ځکه مرستندویه چارې درولی، چې دغلته یې پر افغان ښځینه کارکوونکې محدودیتونه لګیدلي دي.

د هرات اسلام کلا بندر له تېر کال راهیسې سلګونه زره افغانانو لپاره چې له ایرانه وتلو ته اړیستل شوي، خپل هېواد ته د اوښتلو مهمه لار ده.