امینه محمد: پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه "د خدای له ورکړل شویو حقونو انکار دی"
د عکس سرچینه، UNITED NATIONS
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستالې امینه محمد نړۍ کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې بندیزونه او له خپلو حقونو د دوی محرومیت د اندېښنې وړ بللی دی.
آغلې محمد د سعودي عرب په جده ښار کې د (ښځې په اسلام کې) تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي، نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې دي، چې د افغانستان وضعیت پکې د پام وړ ډېر خراب دي.
دا درې ورځنۍ غونډه پرون سه شنبه د نومبر په شپږمه پیل شوې چې سبا به هم دوام وکړي.
د دې غونډې موخه يه اسلامي ټولنه کې د ښځو د ونډې زیاتوالی او د قانوني اصلاحاتو لپاره یوه لاره نقشه جوړول یاد شوي، چې په پای کې به یې یو سند هم لاسلیکېږي.
امینه محمد اسلام کې هم د ښځو د زدکړو حق ته اشاره کړې او په وینا یې: "اسلام په ښکاره ډول د ټولو هغو دوه ګونو قوانینو او دودونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې زدکړو ته د لاسرسي مخه نیسي."
هغې ویلي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو سخت بندیزونه د خدای له ورکړل شویو حقونو انکار او مخ ګرځول دي.
آغلې محمد ویلي، د ښځو د زدکړو پر وړاندې د طالبانو دا دریځ باید د یوې بېړنۍ مسلې په توګه په ګوته شي.
نوموړې وايي، د ښځو او نجونو د زدکړو د حق د خوندي کولو لپاره باید ډېر څه وشي.
هغې پر نړیوالو غږ کړی چې په اسلامي ټولنو کې د ښځو غږ واوري او په ځانګړې توګه "افغانستان کې د ښځو غږ پورته کړي."
هغې همدا راز ویلي چې: "راځئ په ګډه دا ناسم باور او ناپوهي ختمه کړو، چې د نجونو او ښځو د زدکړو له فرصتونو انکار زمونږ د اسلامي عقیدې سره سمون لري."
طالبان تل ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي خو په اسلامي هېوادونو هېڅوک د دوی ځپونکې تګلارې اسلامي نه ګټي.
د عکس سرچینه، Getty Images
هغې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، افغانې ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې پوره ونډه ولري. هېواد یې د ودې او پرمختګ لپاره ښځو او نجونو ته اړتیا لري."
د ملګرو ملتونو د منشي مرستیالي په خپلو خبرو کې ویلي چې، د اسلام له پیله د ښځو ونډه په سیاسي پرېکړو، میراث، سوداګرۍ او نورو مهمو برخو کې جوته وه خو "له څو پېړیو وروسته بیا په ډېرو هېوادونو او د ژوند په ډېرو برخو کې ښځې شاته پاتې شوې دي."
نوموړې زیاته کړې چې "دا یو غمجن حقیقت دی، چې د تاریخ په اوږدو کې کمزوری اقتصاد، د سوله ییز چاپیریال او عدالت نشتون د دې لامل شوی چې ښځې ډېرې سختۍ زغمي.
د هغې په وینا: "نن په ټوله نړۍ کې ښځو ماته خوړلې، زموږ میندو، ښځو او لوڼو."
د نجونو د حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد خبرې داسې مهال دي چې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوس ښځې او نجونې د زدکړو او کار په ګډون له خپلو نورو لومړنیو حقونو محرومې کړل شوې دي.
اوس نژدې څه کم ۸۰۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته دنجونو ښوونځي تړلي دي او روښانه نه ده چې "امرثاني" به یې کله پای ته ورسېږي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته