ایا پاکستان کولای شي د اسرائیلو پر وړاندې د ایران ملاتړ وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هندي څانګه
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
پر خواله رسنیو د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د یوه پخواني قوماندان او د نظام مصلحت تشخیص ټولنې غړي محسن رضايي یو ویډیويي کلیپ ډېر لاس پر لاس شوی.
ښاغلی رضايي په دې ویډیويي کلیپ کې وايي، که اسرائیل اتومي وسلې وکاروي، پاکستان به یې د خپلو اتومي وسلو له لارې ځواب ورکړي.
پاکستان د اسرائیلو برید غندلی، خو تر اوسه یې رسماً له خپلو اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل هېواد پارلمان کې محسن رضايي ویډیويي کلیپ ته غبرګون څرګند کړ.
ښاغلي ډار د پاکستان پارلمان ته وینا کې وویل: ''دا خبره په بشپړه توګه دروغ او غیر مسوولانه ده. خدای پاکستان اتومي هېواد کړ او د نړۍ ډېر هېوادونه له دې کبله اندېښمن دي.''
نوموړي زیاته کړه: ''خو دا قدرت زموږ د خپل امنیت او ثبات لپاره دی. غواړم په څرګنده یې ووایم، چې موږ د اسرائیل پر وړاندې له اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله داسې هېڅ نه ویلي.''
له دې مخکې د جون پر ۱۴مه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان پارلمان په غونډه کې د اسرائیلو پر وړاندې د مسلمانانو یوموټیتوب غږ وکړ.
خواجه اصف ویلي و: ''موږ د ایران تر څنګ ولاړ یو او په ټولو نړیوالو مرکزونو کې به د ایران د ګټو دفاع کوو. اسرائیل پر ایران، یمن او فلسطین بریدونه کړي. که مسلمان هېوادونه یوموټی نه شي، موږ ټول به همداسې بریدونه ګالو. زه له ټولو مسلمانو هېوادونو غواړم، چې له اسرائیل سره اړیکي پرې کړي. د اسلامي همکاریو سازمان باید بېړنۍ غونډه راوبولي او شریکه ستراتیژي چمتو کړي.''
سره له دې چې پاکستان په نړیوالو غونډو کې د ایران ملاتړ اعلان کړی، پر دوشنبه داسې رپوټونه خپاره شول، چې پاکستان له ایران سره خپله پوله تړلې ده.
د پاکستان په بلوچستان کې یوه لوړپوړي چارواکي قادر بخش پیرکاني د فرانسې خبري اژانس ته وویل، ''په چاغي، واشک، پنج ګور او ګوادر پینځو سیمو کې د پاکستان او ایران تر منځ تګ راتګ بند شوی دی.''
خو که پاکستان په نړیوالو غونډو کې د ایران ملاتړ هم کوي، د مرستې پرېکړه به ډېره اسانه چاره نه وي.
پاکستان له سعودي عرب سره تاریخي اړیکي لري، خو په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عرب له غوښتنې سره سره هم پاکستان یمن ته د ځواکونو له استولو ډډه وکړه.
په داسې حال کې چې فکر کېږي، اسرائیل د امریکا تګلارې شریکان دي، پاکستان نه غواړي د امریکا په مقابل کې ودرېږي.
ایران او پاکستان څومره نژدې څومره لېرې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان او ایران ۷۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري. د پاکستان اکثریت خلک سنیان او په ایران کې بیا اکثریت شیعه ګان دي. د دې دواړو هېوادونو اړیکي تل ښه نه وو، بلکې د پولو په اوږدو کې یې څو ځله تاوتریخوالی رامنځته شوی.
پاکستان له تاریخي پلوه له سعودي عرب سره تاوده اړیکي لري او سعودي عرب له اوږدې مودې له ایران سره رقابت لري.
د ستراتیژیکو اړیکو نړیوالې ادارې (ای ای اېس اېس) په یوه رپوټ کې لیکلي: ''په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته له پاکستان سره اړیکي تر مستقیم اغېز لاندې راغلل. له دې انقلاب وروسته د ایران تمایل شیعه ازم ته زیات شو، په بله معانا د شیعه ګانو دود-دستور برالا شو او له دې سره اسلام په یوه فرقه ییزه موضوع بدل شو.''
هماغه کال و، چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ. پاکستان کې سني هویت قوي شو او له سعودي عرب سره یې نژدېتوب زیات شو. د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز د رپوټ له مخې له هغه وروسته سعودي عرب د دیني مدرسو او له نورو لارو پاکستان کې وهابیت زیات کړ.
د پاکستان پوځ د سعودي عرب په امنیت کې هم رول درلود او په مقابل کې یې له سعودي عرب نه مالي مرستې ترلاسه کړې. پاکستان په اسلامي هېوادونو کې لومړی هغه دی، چې اتومي وسلې لري او د دې اتومي وسلو له ازموینو وروسته چې پر پاکستان بندیزونه ولګېدل، سعودي عرب ورسره مالي مرستې وکړې.
د اتیایمې لسیزې اوږدو کې امریکا او سعودي عرب د پاکستان له لارې له شوروي سره جګړه کې د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه.
د ستراتيژیکو مطالعاتو په رپوټ کې راغلي: ''په ځواب کې ایران له عراق سره د جګړې لپاره افغان شیعه ګان جذب کړل. په افغانستان کې د ایران ستراتیژیکې ګټې په هند پورې غوټه دي او همدا مسئله پر ایران د پاکستان باور کموي.''
د تېر کال په جون کې ایران او پاکستان پر یو بل بریدونه وکړل او دواړو هېوادونو پر یوه بل د ترهګرۍ ملاتړ تورونه پورې کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۰ کال کې متحده عرب امارات، مراکش، بحرین او سودان پرېکړه وکړه، چې له اسرائیل سره دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړي. له دې مخکې مصر په ۱۹۷۹ کال کې او اردن په ۱۹۹۴ کال کې له اسرائیل سره رسمي اړیکي درلودل.
خو پاکستان تر اوسه اسرائیل په رسمیت نه پېژني. پاکستان له عرب هېوادونو سره د اسلامي یوالي ساتنې لپاره دا پرېکړه کړې، خو کله چې عرب هېوادونه خپله اسرائیل ته نژدې کېږي، پاکستان له اسرائیل سره په رسمي اړیکو کې څه ستونزه لري؟
په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان هغه مهال لومړي وزیر عمران خان دې پوښتنې ته ځواب ورکړ. نوموړي وویل: ''نور هېوادونه چې هر څه کوي، زموږ دریځ څرګند دی. محمد علي جناح په ۱۹۴۸ کال کې ویلي و، تر څو چې فلسطینیانو خپل حقونه نه وي ترلاسه کړي، موږ نه شو کولای اسرائیل په رسمیت وپېژنو.''
ډېری په دې اند دي، چې که پاکستان اسرائیل په رسمیت وپېژني له امریکا سره به یې اړیکي ښه شي. خو په پاکستانيانو کې د اسرائیل ضد احساسات د عام محضر په احتجاجونو او لاریونونو کې خورا څرګند ښکاري.
د پاکستان مخکیني ولسمشر پرویز مشرف ویلي و، که اسرائیل او فلسطین د سولې هوکړې ته ورسېږي، له اسرائیل سره دیپلوماتیک اړیکي ستونزه نه لري.
په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر خورشید قصوري په استانبول کې له سیلوان شالوم سره ولیدل. ویل کېدل، چې رجب طیب اردوغان د دې لیدنې انتظام کړی و. د هغې لیدنې له کبله پاکستان کې پراخ بحثونه راپورته شول.
سیلوان شالوم له خورشید قصوري سره له لیدو وروسته وویل: ''زموږ لیدنه ډېره مهمه ده. دا خبرې نه یوازې له پاکستان سره زموږ د اړیکو برخه کې مهمې دي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره اهمیت لري. موږ د ټولو مسلمانو عربي هېوادونو په ګډون له پاکستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت ته تمایل لرو.''
که څه هم اسرائیل ته پاکستان کې د دښمن په نظر کتل کېږي، خو په هند کې بیا دا ډول غوسه نه لیدل کېږي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په ۲۰۱۸ کال کې هند ته سفر وکړ. په هغه سفر کې نوموړي ویلي و: ''اسرائیل د پاکستان دشمن نه دی او پاکستان هم باید زموږ دښمن نه وي.''
له هغه وروسته پاکستان کې له اسرائیل سره د اړیکو بحث بیا راپورته شو، خو د پاکستان پارلمان د هغه مهال مشر رضا رباني اسلامي نړۍ ته خبرداری ورکړ: ''د هند، اسرائیل او امریکا تر منځ پراخېدونکی ائیتلاف د اسلامي نړۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.''






















