د ټیکري لېرې کولو غوښتنې پر سر شخړه؛ فرانسه کې یوه زدکوونکې نجلۍ محاکمه کېږي

 د موریس راویل لیسې سرښوونکي د ملاتړ له کبله د خپلو همکارانو مننه کړې. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، KENZO TRIBOUILLARD/AFP

د عکس تشریح، د موریس راویل لیسې سرښوونکي د ملاتړ له کبله د خپلو همکارانو مننه کړې. ارشیف تصویر

د فرانسې لومړی وزیر وايي، دولت د یوې ځوانې زدکوونکې نجلۍ پر ضد محکمې ته عریضه کوي چې له سره یې د ټیکري لېرې کولو په یوه شخړه کې یې د لیسې پر سرښوونکي جعلي تورونه لګولي.

سر ښوونکې له دې زدکوونکې غوښتي و، چې د فرانسې له قانون سره سم باید له سره ټیکری لېرې کړي. یاد سرښوونکي له هغه وروسته استعفا وکړه، چې پر خواله رسنیو د سخت دریځو اسلامپالو له لوري د وژنې ګواښونه ورته وشول.

د یادونې ده، چې د دوو ښوونکو له وژل کېدو وروسته د فرانسې په ښوونځیو کې دغه ډول ګواښونه خورا زیات جدي اخیستل کېږي.

د پلازمېنې پاریس د یوې لیسې سرښوونکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، د جمعې پر ورځ په یوه برېښنالیک کې خپله استعفا اعلان کړه.

هغه په خپل برېښنالیک کې لیکلي، چې ''د ځان او ادارې د خوندیتوب په موخه'' یې استعفا کړې.

پېښه د فبرورۍ پر ۲۸مه هغه مهال رامنځته شوې، چې سر ښوونکي له دریو نجونو په ښوونځي کې دننه د ټیکري لېرې کولو غوښتنه کړې.

دوو نجونو د سرښوونکي غوښتنه منلې، خو درېیمې یې غوښتنه نه ده منلې او له هغه وروسته یوه لفظي شخړه رامنځته شوې. له دې پېښې وروسته پر خواله رسنیو د ښوونځي سرښوونکي ته د وژنې ګواښونه شوي او د ښوونځي ادارې په دې هکله د فرانسې کورنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي دي.

چارواکو ویلي، په دې تړاو یې دوه کسان توقیف کړي دي، چې هویت یې نه دی څرګند شوی، خو د پوهنې وزارت مسوولین وايي، نیول شوي کسان له لیسې سره تړاو نه لري.

د پوهنې وزیرې نیکول بیلوبیت سرښوونکي ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د عکس سرچینه، REUTERS/STEPHANIE LECOCQ

د عکس تشریح، د پوهنې وزیرې نیکول بیلوبیت سرښوونکي ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.

پولیس د ښوونځي شاوخوا کې د ګزمې لپاره استول شوي وو او دغه راز د پوهنې وزیره نیکول بیلوبیت هم دې ښوونځي ته ورغلې وه.

پولیسو داسې کوم ثبوت نه دی موندلی، چې سرښوونکي له دې نجلۍ سره فزیکي برخورد کړی او اوس لومړي وزیر ګابریل اتال وايي، د جعلي تورونو لګولو له کبله به دا نجلۍ محکمې ته وغوښتل شي.

بل لور پر چهارشنبه د پاریس یو شمېر ښوونځي په ظاهره د سخت دریځو اسلامپالو له لوري د بمي چاودنو له ګواښونو وروسته تړلي وو.

تېره اونۍ هم د پاریس ۳۰ ښوونځي د ورته ګواښونو او د سر پرېکولو یوې ویډیو له ترلاسه کولو وروسته تړلي وو. په داسې حال کې چې چارواکي وايي، دوی دغه ډول ګواښونه جدي بولي او پلټنې یې کوي، خو بل لور د ناسمو معلوماتو خپرولو په تړاو د روسیې د یوه کمپاین په توګه یې هم نه ردوي.

د روانې میاشتې لومړیو کې لومړي وزیر اتال خبرداری ورکړی و، چې د اوکرایین لپاره د فرانسې پریمانه ملاتړ له منځه وړلو په موخه کریملین ''د بې ثباتۍ رامنځته کولو یوه پراخه لړۍ پیل کړې ده.''