د ترکیې یوه نایټ کلب کې د اور لګېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي
د عکس سرچینه، EPA
د ترکیې په یوه نائټ کلب (شپني کلب) کې د اور لګېدو له کبله کې ۲۹ کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.
د استانبول یوې لوړ پوړې ودانۍ په ځمکتل کې د ماسکویرادي په نامه دا کلب مخکې تړلی و او د ورځې په کې د بیا رغاونې چارې روانې وې.
د استانبول ښاروال داوت ګل وايي، له نیمايي ورځې وروسته په دې کلب کې اور لګېدلی، چې د نوموړي په وینا لامل یې معلوم نه دی. ښاغلی ګل وايي، فکر کېږي چې هغه کسان چې وژل شوي د کلب بیا رغاونې په چارو کې ښکېل کسان وو.
د پېښې په تړاو پوښتنې، ګروېږنې پیل شوې دي او د چارواکو په خبره د کلب مدیر او د بیارغاونې چارو د مسوول نیولو لپاره امر ترلاسه شوی دی.
په دې لړ کې د دریو کسانو نیول کېدو پخلی شوی او د نورو نیولو لپاره امر شوی دی. د استانبول ښار ګایریتیپي سیمې د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په دوو پوړونو کې د دې چمتو شوي کلب تنګې دروازې پر وړاندې چې لوګیو نیولې، د اور وژنې کسانو او نورو مرستندویانو نیولې ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
د ورځې په اوږدو کې د وژل شویو کسانو شمېر پرلپسې زیات شو او د ښاروالۍ دفتر پرلپسې د پېښې په هکله وروستي جزیات خپرول. د استانبول نوي ټاکل شوي ښاروال اکرام امام ګل وايي، کلب د بیا رغاونې په تړاو د ښاروالۍ ټول اصول نه و مراعت کړي.
نوموړي دغه راز پر خواله رسنیو د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ته د پېښې په تړاو معلومات ورکړل شوي دي او د کورنیو چارو له وزیر علي یرلیکایا سره په دې هکله د ټیلیفون له لارې غږېدلی دی.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته