د طالبانو ستره محکمه: خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، په هرات کې نیول شوې خدیجه احمدزاده له ۱۳ ورځو بند وروسته خوشې شوې ده.
د سترې محکمې د بهرنیو عامه اړیکو او مطبوعاتو مشر مولوي عبدالرحیم راشد بيبيسي ته وویل، "د خدیجې په نوم نجلۍ چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له قانون څخه د سرغړونې په جرم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د محتسبینو له خوا نیول شوې او دوسیه یې د هرات ښاري ابتدائیه محکمې ته سپارل شوې وه".
ښاغلی راشد وايي، یاده دوسیه محکمې په غور او دقت وڅېړله او یاده نجلۍ د دغې محکمې له لوري د "اسلامي امارت" له قوانینو د سرغړونې په "جرم" په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه، چې یاده موده حبس نن (پنجشنبه) پوره شو او نجلۍ خوشې شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې دغه دا هم ویلي چې "د نوموړې نجلۍ د سنګسار او نورو مواردو په اړه د یوشمېر مغرضو رسنیو او نورو تش په نوم نړیوالو ارګانونو له خوا خپاره شوي خبرونه یوازې شایعات او هېڅ حقیقت نه لري".
خدیجه احمدزاده څنګه ونیول شوه؟
وړاندې،د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تایید کړې وه خدیجه احمدزاده، چې په هرات ښار کې د تیکواندو ښځینه روزونکې ده، نیول شوې او محکمې ته معرفي شوې ده.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې "نوموړې نجونو ته په تلخونه کې د تیکواندو روزنه ورکوله، هغه کار چې د طالبانو له نظره غیرقانوني بلل کېږي".
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر په یوه پیغام کې بيبيسي ته ویلي، خدیجه ځکه نیول شوې ده چې د ښځو په یوه ورزشي کلب کې یې د "امر بالمعروف او نهي عنالمنکر" د شرعي قانون له مقرراتو سرغړونه کړې وه.
د هغه په وینا، په یاد کلب کې د ښځو او سړیو ګډ حضور، بې حجابي او د موسیقۍ غږول موجود وو.
هغه زیاته کړې چې پر خدیجې سربېره نور کسان هم نیول شوي دي او د هغوی په اړه به وروستۍ پرېکړه شرعي محکمه کوي.
د خدیجې احمدزاده او د هغې د ملګرو نیول کېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ډېرو دا اقدام په ټولنه کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د محدودیتونو د لا زیاتېدو نښه بللې ده.
په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو حکومت له بیا رسېدو وروسته، دوی په افغانستان کې پر ښځو د بندیز او محدودیت ګڼ فرمانونه صادر کړي.
- پر ښځو ۱۷ میاشتو کې تر شلو ډېر بندیزونه
- ملګري ملتونه: پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي ډېر خلک له مرستو محروموي
- طالبانو د ښځو چارو وزارت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اداره بدل کړ
- د پوهنتونونو ښځينه استادانې: "پخوا به مو د ترفېع لپاره هڅې کولې، اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوو"
د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې د دې سازمان امنیت شورا ته په یوه لیک کې ویلي وو چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره له مشورې پرته فرمانونه صادرېږي او په دوحه کې له امریکا سره پخوانۍ هوکړې له پامه غورځول کېږي، لکه د نجونو پر زدکړو بندیز، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او د قابلهګۍ د زدکړو پای ته رسولو موضوع.
په دې لیک کې د ښځو پر زدکړو او کار بندیز لا هم د دواړو ډلو ترمنځ له "اصلي لانجمنو ټکو" یو بلل شوی.
د تېر کال سلواغې (دلوې) میاشت کې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په ډاګه خبرداری ورکړ چې مشرتابه د ښځو او نجونو د زدکړو په منع کولو سره پر "۲۰ میلیونه کسانو ظلم" او بې عدالتي کوي.

























