امریکا ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتې؛ "دواړه هېوادونه په عمان کې مذاکرات پیلوي"

دوه لاسونه لاس‌په‌لاس دي چې د یوه لستوڼی د امریکا او بل د ایران له بیرغه جوړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بي‌بي‌سي فارسي د ایراني رسنیو له قوله ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې، قطر او عمان له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا خبرې کړې دي.

رسنیو که څه هم نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ښاغلي عراقچي له دغو هېوادونو د "تاوتریخوالي په کمولو او په سیمه کې د سولې او امنیت په ساتلو کې د مرستې" له کبله د دوی له هڅو مننه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو درو بهرنیو سیالانو سره دا ټلیفوني خبرې تر هغه وروسته کوي چې د امریکا پوځ وویل، په عرب سمندرګي کې یې یوه ایرانۍ ډرون الوتکه ویشتې ده. وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تایید کړه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ "په راتلونکو څو ورځو کې مذاکرات" کېدونکي دي.

ایرانيو رسنیو د یوې عربي سرچینې له قوله ویلي چې تمه ده، د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو اترو په اړه د راروانې جمعې په ورځ (سلواغه ۱۷/فبروري ۶) په عمان کې غونډه وشي.

د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې وه دا غونډه د ترکیې په استانبول کې ترسره شي خو وروسته عمان ته ولېږدول شوه.

تر دې وړاندې ښاغلي بقایي ایرنا خبري اژانس ته ويلي وو چې عمان، ترکیې او څو نورو هېوادونو د خبرو اترو کوربتوب ته چمتووالی ښودلی خو په وینا یې، "کره ځای" به یې ډېر ژر وټاکل شي.

د امریکا له خوا د ایرانۍ ډرون الوتکې ويشتل

د امریکا پوځ ویلي چې د سې شنبې په ورځ یې د ایران یوه ډرون یا بې پيلوټه الوتکه هغه مهال ويشتلې چې په عرب سمندر کې د دوی ابراهام لېنکن جنګي بېړۍ پر لور ور روانه وه.

د امریکا د مرکزي قوماندې وياند ټېم هاوکېز وویل، له ابراهام لېنکن جنګي بېړۍ پورته شوې يوې اېف ۳۵سي ډوله ډرون الوتکې د دفاع په موخه د ایران بې پيلوټه الوتکه وويشله.

نوموړي وويل، بېړۍ د ایران له ساحله شاوخوا ۸۰۰ کيلومتره لرې وه چې د ایران ډرون الوتکه ورته نژدې شوه. د امریکا تجهيزاتو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د تهران او واشنګټن تر منځ ګړکېچ لوړې کچې ته رسېدلی او امریکا په سیمه کې د خپل پوځي حضور د زیاتولو هڅې کوي.

ابراهام لېنکن بېړۍ

د عکس سرچینه، US Navy via Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ګواښ کړی و چې که له ایران سره د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، پوځي ګام به پورته کړي.

نوموړي وړاندې په ایران کې د حکومت له خوا د لاريونوالو د ځپل کېدو پر مهال هم د پوځي مداخلې ګواښ کړی و.

د ایرانۍ بې پيلوټه الوتکې تر ويشتل کېدو وروسته، د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لیوېټ فاکس نيوز ته وويل، چې ټاکل شوې د امریکا او ایران تر منځ خبرې اترې د دې اوونۍ په وروستيو کې ترسره شي.

نوموړې زياته کړه، ټرمپ "تل د ډېپلوماټيکې لارې د لومړیتوب پلوی دی" خو دا یې هم وويل چې هغه "تل د پوځي ځواک کارولو په ګډون بېلابېل غوراي په مخ کې لري."

د ایران روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای وړاندې خبرداری ورکړی و چې پر هېواد به یې هر ډول بريد "سيمه يیزه جګړه" راوپاروي.

تهران د سې شنبې په ورځ د ويشتل شوې بې پيلوټه الوتکې د پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

همدا ډول د امریکا پوځ ويلي چې په یوه جلا پېښه کې د سې شنبې په ورځ د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو د هرمز تنګي کې د امریکا سوداګريزې بېړۍ ته ستونزې جوړې کړې دي. دا تنګۍ د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو بوخته لار ده.

ټېم هاوکېنز وايي، پوځي ملاتړ وضعيت "ارام کړ" او تېل وړونکې بېړۍ په خوندي ډول روانه شوه.

همدارنګه د سې شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ ویاندې وويل، د امریکا ځانګړی استازی سټيو وېټکاف به د سپينې ماڼۍ په استازيتوب له ایران سره په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

امریکایي رسنيو وړاندې ویلي وو چې، نوموړی به د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره وګوري. د مصر، عمان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزيران هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.

خو وروسته د امریکا خبری وېبپاڼې اېکسيوس د دوو سرچينو له قوله راپور وکړ چې تهران غوښتل د غونډې ځای عمان ته ولېږدول شي او يوازې ايراني او امریکايي چارواکي په کې ګډون وکړي.

له دې وړاندې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، "په دې شرط چې یو مناسب چاپېریال موجود وي"، ایران چمتو دی له امریکا سره خبرې اترې وکړي.

واشنګټن په پرلپسې ډول پر ايران د تېر کال هغو بريدونو يادونه کړې چې د ټرمپ په وینا د اټومي بډاينې تاسيسات یې "په بشپړه توګه له منځه وړي" دي.

ډونلډ ټرمپ ګوتڅنډنه کړې چې نوي بریدونه به "له هغو هوايي بریدونو ډېر بد" وي چې د تېر کال جون کې د اسرائیلو او ایران تر منځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال وشول.

اسرائیلو هم هغه مهال د ایران اټومي تاسيسات، ساينسپوهان او همدارنګه پوځي قومندانان او د توغنديو زېرمې په نښه کړې.

ایران ټينګار کوي چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه سوله ييز دی او د اټومي وسلو جوړول ردوي.