شمالي کوریا وايي‌ 'تر اوبو لاندې د اټومي وسلو سیستم' یې ازمویلی دی

کوریا

د عکس سرچینه، RODONG SHINMUN

شمالي کوریا ادعا کړې چې د امریکا، سویلي کوریا او جاپان پوځي مانورو ته په غبرګون کې یې "تر اوبو لاندې د اټومي وسلو سیستم" ازمویلی دی.

د دغه هېواد دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې ظاهرآ پر اټومي وسلو د سمبالو اوبتل ډرونونو دا ازموینه د دغه هېواد په ختیځو سواحلو کې ترسره شوې.

شمالي کوریا مخکې هم د اټومي اوبتل ډرونونو د ازموینې ادعا کړې، خو په خپلواک ډول لا نه ده تایید شوې.

سویلي کوریا او متحدانو یې تر اوسه د پیونګ یانګ دې تازه ازموینې ته غبرګون نه دی ښودلی.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې پوځي فعالیتونه ډېر کړي‌ دي‌.‌

دغه هېواد همدا تېره یکشنبه وویل چې د جامدو سونګ توکو د منځني واټن یو بالېستیک توغندی یې ازمویلی دی.

تر هغې ور وړاندې یې د جنورۍ لومړیو کې سویلي کوریا سره سمندري پولې ته څېرمه د اصلي مرمیو د ډزو تمرین ترسره کړی و.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د شمالي کوریا د مشر "کېم جونګ اون" سیاسي دریځ نیونه او لهجه هم پام وړ تونده شوې او تېرو میاشتو کې له خپل سویلي ګاونډي سره د سوله ساتنې له څو هوکړو وتلی دی.

د پيونګ یانګ دولتي خبري اژانس د جمعې سهار وویل،‌ چې د امریکا،‌ جاپان او سویلي‌کوریا ګډو پوځي مانورو اړویست چې تر اوبو لاندې د اټومي وسلو سیستم وازمایي.

شمالي‌کوریا سیمه کې د تامریکا او متحدانو پوځي تمرینونه خپل امنیت ته ګواښ او د بې ثباتۍ د ډېرېدو لامل بولي.

کوریا

د عکس سرچینه، SOUTH KOREA MINISTRY OF DEFENCE

د عکس تشریح، د سویلي کوریا ځواکونه د پوځي تمرین پر مهال

امریکا،‌ سویلي کوریا او جاپان وايي، تېر کال یې پوځي تمرینونه او مانورې ځکه ډېرې کړې چې د پیونګ یانګ پارونې، پوځي فعالیتونه او د بالېستیک توغندیو ازموینې زیاتې وې.

خو بلخوا ښاغلي کېم بیا په وار وار ویلي چې کوریا ټاپو وزمه کې احتمالي جګړې ته د چمتووالي لپاره چې هره ګړۍ ممکن پېښه شي، د خپلو وسلو زېرمتونونو د پراخولو په لټه کې دی.

هغه روانه اوونۍ اعلان وکړ چې نور له سویلي کوریا سره د بېرته یو ځای کېدو هدف نه تعقیبوي او دا چې خپل دغه ګاونډي ته د "اصلي دښمن" په سترګه ګوري.

شمالي کوریا تېر سپتمبر کې د داسې اوبتل د جوړولو ادعا وکړه،‌ چې پر اټومي وسلو سمبال دی.

تر هغې ورمخکې په مارچ کې یې د 'هایل' په نوم سیستم تر اوبو لاندې اټومي ډرونونو د جوړولو ادعا کړې وه.‌

هایل په کوریايي ژبه کې څونامي‌ ته ویل کېږي.

د دې وسلې په اړه مالومات کم دي، خو د شمالي کوریا رسنۍ وايي دا سیستم په پټه د دښمن اوبو ته د لار موندلو او هلته د سترو چاودنو وړتیا لري.