ولې بریتانیا کې له ۴۲ کلونو اوسېدو وروسته سړي ته ویل شوي چې 'انګریز نه یې'

- Author, ډانييل سنډفورډ
- دنده, د بریتانیايي چارو خبریال، بيبيسي نیوز
یوه ګانا الاصله ۷۴ کلن متقاعد سړي ویلي، که څه هم ده په بریتانیا کې نژدې۵۰ کاله ژوند کړی، خو د بریتانیا د کورنیو چارو له وزارته د دایمي استوګنې د حق ترلاسه کولو وړاندې دی باید ۱۰ کاله نور انتظار وباسي.
نېلسن شارډي پر دې باور و چې ګنې په اتومات ډول د بریتانیا وګړی شوی دی، ځکه چې دی په دې هېواد کې له کومې ستونزې پرته د اوږدې مودې لپاره اوسېدلی.
خو په ۲۰۱۹ کې پر دې پوه شو، چې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره باید ډېرې پیسې ورکړي ځکه د استوګنې اجرات یې لا نه دي بشپړ شوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي دا چې د هغه پر قضیه کار روان دی، پر دې موضوع نه غږېږي.
شاردي په ۱۹۷۷ کال د محاسبې برخه کې د زدکړې لپاره بریتانیا ته راغلی، له ده سره د زدکړې ځانګړې وېزه وه او د کار اجازه یې هم لرله.
په ګانا کې له پوځي کودتا وروسته، ده ته یې کورنۍ پیسې نه شوای استولی، همدا وو چې کار یې وکړ او خپل ځان یې پرې چلاوه او بېلابېلو هټیو کې یې کار کاوه، هېچا هم د کار د اجازې یا بریتانیا کې د اوسېدو د وېزې غوښتنه ترې ونه کړه.
وروسته یې له یوې بریتانوۍ سره واده وکړ او خپل خصوصي کاروبار یې پرانیست، خو موده وروسته سره جلا شول او له یوې بلې ښځې سره یې واده وکړ چې د جېکوب او ارون په نامه دوه اولاده یې وشول.
دی وايي: "خپله پوره هڅه مې وکړه چې غوره زدکړې پرې وکړم، ان هېڅ یوه یې هم د ټولنیزو خدماتو پر مرستو تکیه نه کوله."
د ده یو زوی له ښې زدکړې وروسته لوړپوړې دنده مونده او له پوهنتون له فارغېدو وروسته په علمي ډګر کې یو څېړونکی شو، بل زوی یې اجرائیوي مدیر شو.

د عکس سرچینه، NELSON SHARDEY
شارډي وايي، بریتانیا ته چې لومړی ځل راغلی، تر اوسه بل ځای نه دی تللی، ځکه اړتیا یې نه وه: "هېچا ونه پوښتلم، ان د کور په ګډون مې هر څه چې غوښتل د بانک په پور مې واخیستل، هېچا د هېڅ شي په اړه ونه پوښتلم."
شارډي په ځینو محکمو کې د لوړه کوونکي په توګه هم څرګند شوی او په ۲۰۰۷ کال وروسته له هغه پولیسو د زړورتیا مډال ورکړ چې د بېسبال پر یوه کارکوونکي د یوه لوټمار د لوټمارۍ مخه یې ونیوله.
خو په ۲۰۱۹ کې، کله چې شارډي د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره وړاندیز وکړ، د کورنیو چارو وزارت ورته وویل چې دی په اصل کې د بریتانیا وګړی نه دی او په بریتانیا کې د اوسېدو حق نه لري.
"پیسې نه لرم"

د عکس سرچینه، NELSON SHARDEY
چارواکو له هغه وغوښتل چې د تابعیت ترلاسه کولو د لومړني ګام په توګه د ۱۰ نورو کلونو د اوسېدو غوښتنلیک وړاندې کړي، خو دا کار ورته په څه باندې ۱۷ زره پونډه تمامېږي، باید د روغتیايي خدماتو پیسې ورکړي.
شارډي وايي: "د دې کار لپاره کافي پیسې نه لرم، دې کار ته چې اړایستل کېږم په اصل کې دا زما لپاره سزا ده نه عدالت."
دی زیاتوي: "نه پوهېږم دې هېواد ته مې خپل ټول ژوند وقف کړی، خو داسې چم راسره کېږي."
شارډي دوه کاله وړاندې د خپل اقامت د نوي کولو لپاره د روغتیايي فورمو ډکولو کې ناهیلی شو، همدا وو چې لس کاله نور باید واوسېږي چې تابعیت ترلاسه کړای شي، په دې معنا چې تر ۸۴ کلنۍ پورې به د دایمي استوګنې اجازه ورنه کړل شي.
د ده زوی جېکوب وايي: "پیل کې مې فکر کاوه چې دا به ټوکې وي، ولې دی اړ شي چې ۱۰ کاله نور واوسېږي، دی له ۱۹۷۷ کال راهیسې دلته ژوند کوي."
نوموړی زیاتوي: "دی دلته د هغو کسانو پرتله اوږده موده اوسېدلی چې په کورنیو چارو وزارت کې کار کوي او له ده سره دغه ډول تعامل کوي."

























