اسراییلو ویلي د لبنان حزب الله او د ایران سپاه پاسداران اړوند میلیونونه ډیجيټلي پیسې یې نیولې

د عکس سرچینه، AMIR COHEN

د اسراییلو دولت ویلي، هغه میلیونونه ډالره ډیجیټلي پیسې یې نیولي دي چې د ایران د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله ډلې د مالي ملاتړ او لګښتونو لپاره کارول کېدلې.

د اسراییلو د دفاع وزیر یوا ګالانت ویلي، د دغې شتمنۍ د نیونې او د اسراییلو صندوق ته د سپارل کېدو امر یې کړی و.

هغه وویل د دغو پیسو د نیول کېدو عملیاتي بهیر کې د اسراییلو مرکزي جاسوسې ادارې (موساد) پوځي استخباراتو او پولیس ځواکونو ونډه درلوده.

وړاندې هم اسراییلو ادعا کړې وه چې په غزه کې د مېشتې فلسطینۍ وسله والې ډلې (حماس) اړوند د ډیجیټلي پیسو پانګه ترلاسه کړې.

اسراییلي وزیر دا تر نورو زورور عملیات بللی او ویلي یې دي،" دا پر دې بڼه لومړني عملیات وو. موږ په عملي توګه د ترهګرۍ مالي سرچینې له دغه چینله پرې کړې."

اسراییلو ویلي دا د سوريي پوځ، د لبنان حزب الله ډلې او د ایران سپاه پاسدران مالي سرچینو لپاره د پیسو سپینولو مخنیوي کې تر ټولو پیاوړي عملیات وو.

رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د دغه ادعا په تړاو د لبنان حزب الله ډلې له سرچینو سره اړیکي نیولي خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اسراییل ادعا کوي چې ګواکې ایران او لبنانۍ ډله حزب الله د خپلو پوځي چارو لپاره له ډیجیټلي پیسو په پراخه کچه کار اخلي.

د بیټ کوین په څېر پر ډیجیټلي پېسو راکړې ورکړې معاملات ناقانونه دي، او د کارونې مخنیوی یې اسان هم نه دی.

هغوی چې نه غواړي نوم او درک یې پاتې شي، تر ډېره له دغو پیسو ګټه پورته کوي.

د اسوشیتد پریس خبري اژانس چې په دې تړاو پلټنې کړي، وايي ایران چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دی، د خپلو ډيرو مالي چارو لپاره له ډیجټلي پیسو کار اخلي، او دا ورته یوه ښه او اسانه لاره ده.