د طالبانو حکومت د والیانو او ولسوالانو ناسته کې بحثونه پر څه وو؟

د عکس سرچینه، باختر

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د والیانو او ولسوالانو په یوه کمسارې درې ورځنۍ ناسته کې لارښوونه کړې چې زیرک ټیلیفونونه دې "ډېر نه کاروي."

په دغه ډول ناستو کې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي خو بي‌بي‌سي د دې غونډې له ځینو کډونوالو سره خبرې کړې دي.‌ دغې ناستې ته د طالبانو حکومت ټول والیان او څه باند ۴۰۰ ولسوالانو ور بلل شوي‌ وو.

دې ناستې ته د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي، عدلیې وزیر عبدلحکیم شرعي او د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په ګډون ځینې نور لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي وو.

زیرک ټیلیفون او انټرنېټ

د هغو کډنوالو په وینا چې درې ورځې دغې ناستې ته ورغلی وو او نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي‌،‌ بي‌بي‌سي‌ وویل د مولوي هبت الله اخوندزاده په وینا کې د زیرک ټیلیفونونو په کمې کارونې ټینګار وشو، خو د انټرنېټ د بندېدو په اړه "هېڅ ونه ویل شول."

دغو کډنوالو چې د ښاغلي اخوندزاده وینا یې اورېدلې وه، وویل، "هغه ټینګار کاوه چې په دغو شیانو [زیرک ټیلیفونونو] ځانونه مه بوختوئ، دا مو وخت ضایع کوي، ځوانان تشویق کړئ چې غټ ټیلیفونونه ډېر ونه کاروي."

د کندهار د ناستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې د انټرنېټ او زیرک ټیلیفونونو خبره نه ده یاده شوې، خو په یو ځای کې د ښاغلي اخوندزاده له خولې لیکل شوي "په غیر مقصودي کارونو کې له مقصودي کارونو څخه ځان مه مصروفوئ."

دا لارښوونې داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ په لوړو زدکړو وزارت کې له څلورم بست ټیټ پوړو مامورینو ته ویل شوي چې د کار پرمهال زیرک ټیلیفونه ونه کاروي. په کندهار کې له دغې جلسې داسې اټکل کېږي چې ښايي‌ پر زیرکو ټیلیفونونو بندیز نورو حکومتي ادارو ته وغځېږي.‌

په افغانستان کې تېره اونۍ نژدې ۴۸ ساعته انټرنېټ او مخابراتي اړیکي پرې وو.‌ بي‌بي‌سي‌ ته ویل شوي چې د انټرنېټ د بندېدو پرېکړه په شفاهي ډول په کندهار کې مولوي هبت الله اخوندزاده د زونونو له والیانو سره په غونډه کې کړې وه.

که څه هم تر اوسه په رسمي ډول طالب چارواکو وضاحت نه دی ورکړی چې ولې انټرنېټ بند شوی و خو دغې پرېکړې د طالبانو حکومت او ولسي خلکو ته پراخ مالي زیانونه واړول.

پر اطاعت ټینګار

د یوه ګډنوال په وینا، "یوه مهمه سپارښتنه دا وه چې د هغه د فرمانونو اطاعت وشي او عملي شي. بل ټینګا تر ډېره دا کېده چې د شریعت او شریعت په چوکاټ کې له ولس سره چلند وشي او هغوی ترې خبر کړي."

له هغې راهېسې چې د طالبانو حکومت بیا پر افغانستان واکمن شوی، مولوي هبت الله اخوندزاده ګڼ فرمانونو صادر کړي او د دې فرمانونو د پلې کېدو لپاره یې په هر ولایت یوه اداره هم جوړه کړې چې د عملي کېدو بهیر یې وڅاري.

د نوموړي په ګڼو فرمانونو او لارښوونو کې پر افغان ښځو هم کمساري محدودیتونه لګول شوي. که څه هم په ولایتونو کې دغه بندیزونه تر ډېره پلي کېږي خو په پلازمېنه کابل کې د کندهار پرتله لږ عملي‌ کېږي.‌

پر زدکړو ټینګار

په دغه ناسته کې د مولوي هبت الله تر څنګ د طالبانو پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم ګډونوالو ته وینا کړې. نوموړي له خپلو چارواکو غوښتنه کړې وه چې ځوانان ښوونځیو او مدرسو کې زدکړو ته وهڅوي. خو د غونډې کډونوالو په وینا چې له بي‌بي‌سي سره یې خبرې کړې دي، په دغه ناست کې د نجونو زدکړو په اړه "هېڅ خبرې نه دي شوې."

اوس نژدې ۱۵۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتوني نجونې هم له درېیو کلونو راهیسې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي. طالب چارواکي که څه هم وايي چې دغه بندیز یې "لنډمهالی دی" خو د بېرته پرانېستو لپاره یې هېڅ پرمختګ نه لېدل کېږي.