سنډې ټایمز: افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه طالبان سره وېشلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا "سنډې ټایمز" ورځپاڼې د نړیوالو خبریالانو د مشرې کرسټینا لام یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی "د ښځو حقونو طالبان سره وېشلي دي".
لیکواله وايي، راتلونکې میاشت چې افغانستان کې له ژمنیو رخصتیو وروسته ښوونځي پرانیستل کېږي، ډېره هیله نه شته چې د ښوونځیو تر ۵۵۰ ورځو تړل کېدو وروسته به د نجونو په ټولګیو کې د کېناستو ارمان پوره شي.
تېر کال یوځل د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان وشو، خو وروسته بېرته امر وشو چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې دې تر دویم امر پورې ښوونځیو ته نه ځي، همدا وو چې نجونې په ژړا خپلو کورونو ته ستنې شوې او اجباري په کور کېنول شوې.
لیکواله وايي، اوس افغانستان په نړۍ کې پر ښځو د محدودیتونو لګولو د نوملړ په سر کې راځي.
دا وايي، هلته نه یوازې د ثانوي دورې نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی، بلکې د پوهنتون پر ښځینه محصلانو هم د زدکړو بندیز لګولی شوی دی، ښځې لوبو کې ګډون نه شي کولی، پارکونو ته نه شي تللی او له محرم پرته سفر نه شي کولی.
لیکواله پر دې اند ده چې افغانستان کې پر ښځو تر ټولو خطرناک محدودیت په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دی، چې د ملګرو ملتونو په وینا په دې هېواد کې تر ټولو ناوړه بشري ناورین دی او ډېر زیانګالې پوړۍ یې ښځې دي.
د لیکوالو په خبره، پر ښځو د محدودیتونو لګولو اوامر او فرمانونه کابل کې د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه خپرېږي، بلکې د طالبانو د نا لیدلي مشر ملا هبت الله اخونزاده له ټاټوبي کندهار ولایته عملي کېږي.
لیکواله زیاتوي، ډېری د ښاغلي اخونزاده پر موجودیت شکمن دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې لیکوالې پخپله مقاله کې دا هم ویلي چې د نړۍ په دې ګوښه کونج کې د طالبانو د مشر په اړه ډېر مالومات نه شته او باور دا دی چې هغه یو ۶۰ کلن سړی دی، یوازې دیني او مذهبي مشر دی او د جګړې ډګر کې د مشرتابه تجربه نه لري. د هغه زوی هلمند کې ځان چوولی دی.
لیکواله وايي، افغانستان ته تللو دیپلوماتانو او چارواکو ته – چې غوښتل یې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د دریځ د نرمولو په اړه له هغه سره خبرې وکړې - هېڅ اجازه نه ده ورکړل شوې چې د طالبانو له مشر سره وګوري.
دا وايي، تېره میاشت د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ته هم اجازه ورنه کړل شوه چې له هغه سره وګوري.
د لیکواله په خبره، ۱۸ میاشتې وړاندې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، ملا هبت الله اخونزاده د طالبانو مطلق مشر پاتې شوی دی او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.
پاکستانی خبریال ارشد یوسفزی چې له کلونو راهیسې د طالبانو کړنې له نژدې څاري، وايي "هبت الله سیاسي معرفت نه لري او باوري دی که نړیوالې مرستې ودرېږي، ده ته مهمه نه ده".
لیکواله وايي، ګرانه ده چې د طالبانو یوازې یو وزیر دې هم پیدا شي چې په پټه د ښځو پر تعلیم د بندیز دفاع کوي.
دا وايي، ځینو (طالب وزیرانو) خپلې لوڼې پاکستان او خلیج کې ښوونځیو ته د تللو لپاره استولې دي.

























