زېلېنسکي‌ له امریکا او اروپا وغوښتل چې پر روسیې د اوربند منلو لپاره فشار ډېر کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په پاریس کې له خپلو اروپایي او اوکرایني سیالانو سره د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ.

د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په کوربه توب دا خبرې اترې له فبرورۍ راهیسې د اوکرایین جګړې په تړاو د ټرانس-اتلانتیک تر ټولو د لوړې کچې تعامل او خبرې وې.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې پر روسیې "فشار" راوړي چې اوربند ته غاړه کېږدي، ځکه د نوموړي په وینا "روسیه هره ورځ او هره شپه د وژلو لپاره کاروي".

د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف دا خبرې رد کړې او ادعا یې کړې ده، چې د اروپایي مشرانو هڅې د "جګړې پر دوام" متمرکزې دي.

دا خبرې اترې د مکرون، ویټکاف او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ترمنځ ایلیسي ماڼۍ کې د غرمې پر مهال له لیدنې سره پیل شوې.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکايي پلاوي بیا د زېلېنسکي د دفتر له رئیس اندري یرماک، او همدا راز د جرمني او بریتانیا د ملي امنیت له سلاکارانو سره ولیدل.

د اړوندو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ترمنځ هم جلا جلا غونډې وشوې.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل چې دوی "د بشپړ اوربند، د څو ملیتي ځواکونو [د حضور] او اوکرایین ته د امنیتي تضمینونو د ورکړې په ګډون د عادلانه او تلپاتې سولې پر لارو چارو بحث کړی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا خبرې داسې مهال کېدې چې د روسیې په تازه بریدونو کې د درېیو کسانو د وژل کېدو رپوت ورکړ شوی دی

اروپايي ډیپلوماتانو تر دغو خبرو اترو څخه مخکې ویلي وو، دوی به له امریکا څخه وغواړي پر روسیې فشار راوړي چې غیر مشروط اوربند ته غاړه کېږدي.

په دې لړ کې یوه چارواکي ویلي وو: "موږ غواړو چې امریکا له یو څه نور فشار هم کار واخلي. "

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو مرکز به یې په اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو پر څرنګوالي وي، او دا چې ښاغلی ویټکاف به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تېره اوونۍ د خپلې لیدنې په اړه راپور ورکړي.

بلخوا د مکرون دفتر بیا ویلي وو چې د دغو لیدنو موخه "اوکرایین کې د روسیې د یرغل پای ته رسولو لپاره د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ بیاکتنه ده".

اروپايي چارواکو تر هغې وروسته اوکرایین کې اوربند لپاره پر مسکو د فشار زیاتېدو غوښتنه مطرح کړې چې پر سومي ښار د روسیې د توغندیو برید لږترلږه ۳۵ کسان ووژل او ۱۱۷ نور یې ټپیان کړل.

تر دې یوه اونۍ ورمخکې کریفي ریه ښار کې پر یوه استوګنیزه سیمه د روسیې په بل برید لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي وو.

د چارشنبې پر شپه اوکرایني چارواکو وویل چې دنیپرو ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید درې کسان ووژل، چې یوه ځوانه نجلۍ هم پکې وه.

ویټکاف تېره اونۍ په سینټ پیټرزبورګ کې له پوتین سره تر غونډې وروسته وویل چې د روسیې ولسمشر "دایمي سولې" لپآره چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د بشپړ او غیر مشروط اوربند هغه وړاندیز رد کړی چې تېره میاشت د امریکا او اوکرایین لخوا پرې هوکړه شوې وه.

ډونلډ‌ ټرمپ‌ د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د ټاکنیزو منډو ترړلو پر مهال ویلي وو چې که سپینې ماڼۍ ته وګرځي، نو وبه کړای شي چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه "په ۲۴ ساعتونو کې" ودروي.

د هغه ادارې د روسیې او اوکرایین ترمنځ اوربند لپاره د منځګړیتوب په هڅو کې له مسکو سره د اړیکو رغولو لپاره کارنده ګامونه اخیستي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سټيف ویټکاف (کیڼ) تېره اوونۍ سنټ‌پیټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل

د روسیې جګپوړي اقتصادي مرکچي کیریل دیمیتریف د پنجشنبې پر ورځ ادعا وکړه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي د واشنګټن او مسکو ترمنځ خبرې اترې له خڼډ سره مخامخ کړي.

هغه وویل: "ډېر داسې خلک، جوړښتونه، هېوادونه شته چې هڅه کوي له متحدو ایالتونو سره زموږ خبرې ګډې وډې کړي."

د یادونې ده چې زېلېنسکي مخکې خبرداری ورکړی و چې اوکرایین به د سولې داسې تړون ونه مني، چې په خبرو کې یې ښکېل نه وي.

د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ کړکېچ فبرورۍ میاشت کې سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال له تقابل را وروسته په اوج کې دي.

د امریکا ولسمشر په هغې کتنه کې خپل اوکرایینی سیال له دې کبله پړ بللی و چې ولې یې لا مخکې له روسیې سره د سولې خبرې نه دي‌ پیل کړې.