د بیو لوړوالي مخنیوي لپاره هند حکومت د وریجو پر صادراتو بندیز لګولی
د عکس سرچینه، Getty Images
هندي چارواکو په هېواد کې دننه د بیو ګرانېدو کنټرول په موخه د غیر باسمتي سپینو وریجو پر صادرولو بندیز لګولی. د ګڼو بارانونو له کبله په هند کې د شولو کروندو ته زیان رسېدلی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وریجو بیې ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.
د مشتریانو چارو وزارت چې نوی بندیز یې اعلان کړی وايي، سپینې غیر باسمتي وریجې د هند وریجو ټولټال صادراتو یوه ربع جوړوي. ماهرین وايي، له دې بندیز سره په نړۍ کې د خوراکي توکو بیو کې لوړوالی راتلای شي.
د یادونې ده، چې روانه اونۍ روسیه له اوکرایین سره د غلې خوندي لېږد، رالېږد له یوې هوکړې په شا شوه، چې له کبله یې د خوړو بیو زیاتېدو اندېښنې وارله مخه زیاتې شوې دي.
بل لور د هند په هکله ویل کېږي چې په نړۍ کې د وریجو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی او په دې برخه کې یې ونډه ۴۰ سلنې ته رسېږي. غیر باسمتي سپینې وریجې معمولاً له هنده اسیايي او افریقايي هېوادونو ته صادرېږي.
له دې مخکې پروسږ کال هندي چارواکو له هېواده بهر د دې ډول وریجو صادرولو مخنیوي لپاره پرې ۲۰ سلنه صادراتي مالیه لګولې وه.
هند دغه راز د غنمو او بورې پر صادرولو هم بندیزونه لګولي وو. خو هندي کروندګرو ته په هېواد کې دننه د خپلو محصولاتو پلور پر ځای په بهر کې د دې پلور زیاته ګټه کوي. حکومت وايي، له نوي بندیز وروسته هم کروندګر کولای شي د اوږدو دانو لرونکو باسمتي وریجو په ګډون نور ډولونه بهر ته واستوي او ''له نړیوال بازاره ګټه کوونکې بیې ترلاسه کړي.''
د هند حکومت بهرنۍ سوداګرۍ مدیریت څانګې مشر وايي، حکومت به دغه راز هغو هېوادونو ته د صادراتو پر غوښتنلیکونو هم غور کوي، چې خوراکي توکو ته اړتیا لري. د هند په شمال کې د سختو موسمونو له کبله د رومیانو او پیازو په ګډون یو شمېر محصولاتو کروندو ته زیان اوښتی، چې له کبله یې په بیو کې پاموړ زیاتوالی راغلی.
په دې هېواد کې د مې او جون میاشتو تر منځ یوازې د سابو بیو کې ۱۲ سلنه ډېروالی لیدل شوی، چې له کبله یې د تمې خلاف د انفلاسیون کچه هم څلور اعشاریه اته سلنه پورته شوې.
له دې سره پر هند حکومت د راتلونکي کال له ټولټاکنو مخکې د خوراکي توکو بیو لوړوالي له کبله سیاسي فشار هم ډېر شوی. په راتلونکو میاشتو کې د هند په ځینو ایالتونو کې هم ټاکنې ترسره کېږي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته