د ۷۰۰۰ کلن ایزیدي دین ترټولو سپیڅلي ځای ته سفر

د عکس سرچینه، SIMON URWIN
د ایزیدي دین تر ټولو سپیڅلی ځای لالش دی، چې د عراق په شمال کې کردستان کې اباد شوی دی.
کره پته یې داسې ده، چې د کردستان د خپلواکې سیمې د پلازمینې اربیل شمال ختیځ خوا ته په ۱۲۵کیلومترۍ کې پروت دی.
په ټوله نړۍ کې د دې دین شاوخوا اووه میلیونه پیروان شته.
دې سیمې ته د راتلونکو سیلانیانو د چارو مسول لقمان محمود وايي: "لالش د یزیدیانو لپاره سپیڅلی دی لکه مکه او بیت المقدس چې د اسلام، عیسویت او یهودیت پیروانو لپاره سپیڅلي دي."
هر څوک کولی شي له دې څلور زره کلن ځای څخه لیدنه وکړي.
د ګڼو عبادت ځایونو تر څنګ د ایزیدیت بنسټ ایښودونکي شیخ عدي بن مسافر قبر هم هالته شته.
دا چې یزیدیت له کومه ځایه را منځته شوی، یوه اختلافي موضوع ده. په هرحال، داسې انګېرل کېږي، چې دا دین اووه زره کاله پخوانی دین دی.
د وخت په تېریدو سره په دې دین کې د زردشتی، صوفیت یا تصوف، مسیحیت او د یهودیت بېلابېل عناصر ورګډ شوي دي.
د دې دین بنسټیزه عقیده دا ده، چې خدای یو دی او انسانان یې خلق کړي دي.
ایزیدیان په دې باور دي، چې له انسانانو پرته پاتې نور ژوندي مخلوقات اوو پرېښتو پیدا کړي چې مشري یې طاووس پرېښته 'ملک طاؤس' په غاړه لري.
ښاغلی محمود وايي، د یزیدیت عقیده دا ده، چې موږ له طبیعي نړۍ سره تړلي یوو، دا هغه څه دي چې پخوانیو دینونو کې یې هم موندلی شئ.
"د معبد په دروازه کې تور مار د طبیعت لپاره د درناوي سمبول دی. موږ هيڅکله مار نه وژنو، که څه هم هغه زهرجن وي."

د عکس سرچینه، SIMON URWIN
مار د ایزیدیانو لپاره یو مهم سمبول دی.
دوی په دې باور دي، چې کله د نوح کښتۍ د ارارات په غره کېناسته، یوه مار د هغې کښتۍ سوری د خپل بدن په ذریعه بند کړ او د کښتۍ ټول مخلوقات یې له ډوبیدو وژغورل.
لکه څنګه چې مسلمانان مکې ته ورځي، ایزیدیان هڅه کوي لږ تر لږه په خپل ژوند کې یو ځل د لالش زیارت وکړي.
هغه کسان چې په عراق یا کردستان کې ژوند کوي، لږترلږه په کال کې یو ځل هلته ورځي.
د دې دین پیروان او نور کسان چې کله هلته ورشي، باید ساده جامې په تن کړي او لوڅې پښې سپیڅلي ځای ته ورشي.
د ایزیدي دود له مخې، د ودانیو په ستنو او ونو باندې د ورېښمو ټوکرغوټه کېږي او بېلا بېل رنګونه یې د اوو پرېښتو استازیتوب کوي.
ایزیدیان په دې باور دي چې د مخکېنو عبادت کوونکو غوټې خلاصول په دې معنی ده، چې د هغه ټولې هیلې پوره کېږي.
لالش کې ۲۵ کسان تل اوسېږي. په دوی کې پادریان، راهبان غلامان او د پاکولو، رغولو، بڼ ساتلو بېلابېلا مسول کسان شامل دي.
دوی د چارمغزو او زیتونو ونې ساتي او د عبادت کوونکو لپاره خاوره ټولوي.
داسې ویل کېږي، هر یزیدي سره باید د لالش یو مټی خاوره وي چې د نیکمرغۍ سمبول په توګه یې له ځان سره ساتي.
دا خاوره د ایزیدیانو د جنازې د مراسمو یوه برخه هم ده.
دا خاورې او پاکې اوبه سره ګډېږي او خټه یې بیا د مړي پر خولې، غوږونو او سترګو باندې کېښودل کېږي.

د عکس سرچینه، SIMON URWIN
ایزیدیان مړي ته په تابوت کې سکې هم ږدي، باور یې دا دی چې جنت کې به یې ولګوي او دا باور د بابل په زمانه کې هم و.
د کور غلام د ناروغانو د روغتیا، د مړیو د مغفرت او د ژوند د نیکمرغۍ لپاره سپین تارونه لوږی کوي.
د لالش د ځنګلونو له زیتون څخه غوړي ایستل کېږي او په خټینو لوښو کې د عبادت ځای په غارونو کې ساتل کېږي او دا د سپیڅلو غوړیو په توګه ګڼل کېږي.
ایزیدیان په ورځ کې لږترلږه دوه ځلې لمر ته مخامخ عبادت کوي، سهار او ماښام کې.
د لمر لویدو پر مهال د زیتون د غوړیو ۳۶۵ څراغونه روښانوي، هر څراغ د کال د یوې ورځې استازیتوب کوي.
دا څراغونه د لمر او خدای نور منعکس کوي.

د عکس سرچینه، SIMON URWIN
رڼا هم په دې دین کې مهم رول لوبوي، ان تر مرګ وروسته هم ورته مهم وي. ایزیدیان د خپلو مړو مخ د لمر په لور ور اړوي او خښوي یې.
د ایزیدیانو د ځورولو اوږد تاریخ هم شته.
محمود وايي، دا د عثماني امپراتورۍ بنسټ ایښودونکي د عثمان د واکمنۍ پرمهال پیل شوي.
دی زیاتوي، له هغه راهیسې د نسل وژنې له ۷۰ څخه زیات پړاونه مو تېرې کړې دي.
صدام حسین او د اسلامي دولت نومې ډله یې دا وروستی پړاو دی.
محمود څرګنده کړه، هغه پګړۍ چې یزیدیان یې پر سر کوي، سپین رنګه لري خو دا سپینې او سرې د نسل وژنې په معنی دي.
دی وايي، د دودیزو جامو په مټ موږ د هغو کسانو درناوی کوو چې له لاسه مو ورکړي دي او دا زموږ د دودونو د ساتلو یوه لاره هم ده.
جمعه د ایزیدیانو لپاره سپیڅلې ورځ ده.
په دې ورځ په لالش کې خلک په لویه کچه د عبادت او ټولنیزو فعالیتونو لپاره ورټولیږي.
د لقمان مېرمن عدي محمود وايي، په يزدي کولتور کې د دین بدلول يا د نورو عقیدو کسانو سره د واده اجازه نشته.
"په دې توګه موږ کولی شو دا دین او د خپل ژوند لاره پاکه وساتو."
نوموړې وویل: "دا زموږ روح اراموي او موږ ته له حالتو سره د مقابلې توان راکوي. که چیرې د ونې رېښې ژورې نه وي، ونه لوېږي د یزیدیت دین هم همداسې درواخله. "

























