د ټرمپ په واکمنۍ کې د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې څوک نیولي دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, برنډ ډیبسمن جونیر بي بي سي نیوز
- دنده, سپینه ماڼۍ
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د انتخاباتي کمپاین پر مهال، ډونلډ ټرمپ ډېر روښانه و: "زه به د خپلې ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې، د مجرمانو د ایستلو تر ټولو لوی پروګرام پیل کړم چې د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري."
نظرپوښتنو ښودلې چې دا ژمنه د امریکایانو لپاره په پراخه کچه محبوبه وه، حتا د هغو قانوني کډوالو لپاره هم، چې دا احساس یې درلود ډېر خلک په "ناسمه لاره" امریکا ته راځي.
له ولسمشر کېدو وروسته، ټرمپ خپل ماموریت پراخ کړ، نه یوازې مجرمین، بلکې کډوال کارکوونکي، ځینې محصل فعالان او ان هغه سیلانیان یې هم هدف وګرځول چې د وېزې ستونزې یې لرلې.
نژدې پنځه میاشتې، دا اقدامات له لږ مخالفت سره مخ شول، خو اوس د لاسانجلس ځینې برخې وروسته له هغه په مظاهرو راپاڅېدلې چې د کډوالو د چارو مامورینو خپلې چاپې پر کارځایونو سختې کړې.
خو په دې چاپو کې نیول شوي کډوال څوک دي؟ او نور څوک د ادارې هدف ګرځېدلي دي؟
دلته د هغو کسانو یو لنډه کتنه ده چې تر اوسه هدف ګرځېدلي دي:
مجرمان او "فرعي" نیونې

د عکس سرچینه، Secretaria de Prensa de la Presidencia/Handout via Reuters
له ولسمشر کېدو راوروسته، ټرمپ د سرحدي تېریو د کموالي او د نیونو د لوړ شمېر ډاګیزه کړ.
د جون په لومړیو کې شاوخوا ۵۱،۰۰۰ بېاسناده کډوال د کډوالو او ګمرکاتو د تطبیق ادارې (ICE) په توقیف کې وو - دا د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.
که څه هم له ۲۰ جنورۍ راهیسې د ټولو کډوالو نیونو دقیق شمېر ډاګیزه شوی نه دی، خو د سپینې ماڼۍ چارواکو هیله لرله چې ICE به د نیونو شمېر تر ۳،۰۰۰ پورې لوړ کړای شي، حال دا چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې دا شمېر شاوخوا ۶۶۰ و.
په پیل کې، امریکایي چارواکو ټینګار کاوه چې عملیات "یوازې" پر مجرمانو او د عامه امنیت پر احتمالي ګواښونو متمرکز دي.
خو د یوه معلوماتي مرکز د شمېرو له مخې، د ټرمپ د ادارې له لوري نیول شوي ډېری بېاسناده کسان پاکه سابقه لري.
د سیراکیوز پوهنتون اړوند د "د راکړې ورکړې ریکارډونو لاسرسي پاکولو خونې" له معلوماتو سره سم، د جون تر ۱ نېټې پورې د ICE په توقیفخونو کې له ۵۱،۳۰۲ کسانو شاوخوا ۴۴٪ هېڅ یو یې جرمي سابقه نه لري، پرته له دې چې بې له اجازې امریکا ته ننوتي دي.
په لاسانجلس کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهاجرت ادارې د نیونو لړۍ تېزه کړه، چې ټولټال ۱۱۸ کسان ونیول شول. د کورني امنیت وزارت وویل چې په دې کسانو کې ۵ تنه د بانډ غړي وو.
دغې ادارې دا نیول شوي کسان د "خورا بدترینو" په نوم یاد کړي. ادارې ځینې کسان معرفي کړي چې د نشهيي توکو د قاچاق، برید، له ماشومانو سره د زور زیاتي، کورني تاوتریخوالي، غلا او د انسان قاچاق مجرمین وو.
خو دا لا روښانه نه ده چې له ټولو نیول شویو څومره یې جرمي سابقه لري.
د مکسیکو د زاپوټیک اصلي قبیلې د یوه ۲۳ کلن بېاسناده کډوال مور او پلار واشنګټن پوسټ ته ویلي چې زوی یې، چې هېڅ جرمي سابقه نه لري، د جامو د پلورنځي مخې ته نیول شوی. بي بي سي د دې قضیې جزئیات په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د پولو استازی ټام هومن دا نیونې د "فرعي تاوان" په نوم توجیه کړې، ویلې یې چې د قانون له مخې، ICE نشي کولای بېاسناده کسان وویني او بیا یې ونیسي.
سیلانیان او استوګن
یوه لړۍ پېښو کې سیلانیان هم نیول شوي او توقیفخونو ته لېږدول شوي، چې پکې بریتانوي، اروپایي او کاناډایي اتباع شامل دي.
د بېلګې په توګه، په اپرېل کې یوه ۲۸ کلنه وېلشي سیلاني د کاناډا د وېزې د "تېروتنې" له امله امریکا ته له ننوتو وروسته د ۱۹ ورځو لپاره د واشنګټن ایالت د ICE مرکز کې توقیف شوه.
په یوه بله پېښه کې، د نړۍ تر ټولو مشهور ټیکټاک ستوری ۲۵ کلن ایټالوي "خبي لامي"، چې ۱۶۲ میلیونه مینهوال لري، د جون په میاشت کې د لاسوېګاس په هوایي ډګر کې د کډوالۍ سرغړونو له امله ونیول شو.
ICE ادعا کړې چې د لامي د وېزې موده تېره کړې، حال دا چې هغه د اپرېل په ۳۰ امریکا ته ننوتلی و. چارواکو وروسته وویل هغه ته د "داوطلبانه وتلو" اجازه ورکړل شوه او له هېواده ووت.
همداراز، په مارچ کې، د کاناډا فلمي لوبغاړې جېسمن موني نژدې دوه اونۍ توقیف شوه، وروسته له هغې چې هڅه یې کوله د سن یسیدرو سرحدي تېرېدونکې نقطه کې خپله وېزه نوي کړي.
هغې وروسته وویل د توقیف شرایط غیرانساني وو او ویل یې چې د کانکریټ خونه کې پرته له کمپلې او محدودو تشنابونو ساتل شوې وه. وروسته پرته له کوم تور خوشې شوه.
د بریټېش کولمبیا ایالت وزیراعظم ډېوېډ ایبي وویل دا پېښه امریکا ته د کاناډایانو د سفر په اړه اندېښنې زیاتوي.
هغه وویل: "زموږ اړیکې اوس دومره خرابې دي چې دا پېښې موږ ټول دې سوچ ته اړ کوي: زموږ هغه خپلوان چې په امریکا کې کار کوي، څه به ورسره کېږي؟"
نور کسان، لکه د جرمني ۳۴ کلن تبعه فابین شمیت هم په هوایي ډګرونو کې نیول شوي.
شمیت، چې له ۲۰۰۷ راهیسې په امریکا کې اوسېده، له لوګزمبورګ نه د امریکا پر لور په سفر کې ونیول شو.
هغه له "WGBH"سره مرکه کې وویل ترې د مخدره موادو کوچني تور (چې وروسته رد شوی و) او یوه د DUI یا (د نشې په حالت کې د موټر چلولو) پوښتنه وشوه، چې پایله یې جریمه او مشروطه سزا وه.
د کورني امنیت وزارت عموماً د دا ډول انفرادي قضیو په اړه تبصره نه کوي، خو بیا بیا یې ټینګار کړی چې دوی قانوني عمل کوي.
"دوښمن بهرنيان"

د عکس سرچینه، Reuters
د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پالیسۍ ځینې خورا حیرانوونکې صحنې له زرګونو کیلومتره لرې، د مرکزي امریکا له ال سلواډور هېواده راغلي، چېرې چې د Tren de Aragua بانډ غړو په نوم له ۲۵۰ زیات کسان یوه لوی زندان ته لېږدول شوي.
خو د دغو کسانو کورنۍ وایي چې دوی بانډ ته تړاو نه لري او ځینو ویلي چې یوازې د بېګناه ټاټوې له امله نیول شوي.
دوی ته د "دوښمن بهرنیان" لقب ورکړل شوی، چې د ۱۷۹۸ کال د یو قانون له مخې ایستل شوي – دا قانون چارواکو ته پراخ صلاحیت ورکوي چې د یوه "دوښمن هېواد" اتباع ونیسي یا له هېواده وشړي.
ادالیس فېرو، چې د وینزویلايي-امریکایي ډلې مشر دی، بي بي سي ته وویل: "دا پرېکړې ریښتیا هم زړه ماتوونکي، ظالمانه او غیرقانوني دي."
تر ټولو مشهوره قضیه د ۲۹ کلن ال سلواډوري او د مریلینډ ایالت اوسېدونکي، کیلمار آبریګو ګارسیا ده، چې د مارچ په میاشت کې له امریکا وشړل شو.
بیلابیلو قاضیانو - حتا د امریکا سترې محکمې - پرېکړه کړې چې ښاغلی ابریګو ګارسیا په تېروتنه ایستل شوی او حکومت ته یې ویلي باید د هغه بېرته ستنېدو ته زمینه برابره کړي.
د جون پر شپږمه، هغه بېرته امریکا ته راوستل شو چې له فدرالي جرمي تورونو سره مخ شي، ځکه پر هغه تور دی لا تر ایستلو مخکې یې بېاسناده کسان انتقال کړي.
محصلین مظاهرهچیان

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه بهرني محصلین چې په سیاسي مظاهرو کې برخه اخلي هم د ادارې هدف ګرځېدلي، سره له دې چې ځینې دایمي استوګنځای یا د زدهکړې قانوني وېزې لري.
انتوني انریکېز، چې د RFK Human Rights ادارې د مدافع کارونو مشري کوي، بي بي سي ته ویلي له هغه راهیسې چې ټرمپ بېرته واک ته راغلی، "لا ډېر" ګرین کارډ لرونکي نیول شوي.
هغه وویل: "د مهاجرت چارواکي اوس ځان ته اجازه ورکوي چې داسې نیونې وکړي چې له قانوني پلوه یې حق نه لري."
د دلایلو توپیر سره سره، د Nafsa سازمان له مخې، تر ۱۶۰۰ ډېرو نړیوالو محصلینو خپلې وېزې له لاسه ورکړې دي.
ډېری دا نیونې د سپینې ماڼۍ له هغه بهیر وروسته شوي چې د امریکا په پوهنتونونو کې یې د یهود ضد پر چلن پیل کړی، د بېلګې په توګه د کولمبیا پوهنتون د تیرکال د غزې جګړې مظاهرو یو مخکښ محمود خلیل نیول شوی.
دغه ۳۰ کلن ګرین کارډ لرونکی دا مهال هڅه کوي چې په محکمه کې خپل شړل رد کړي.
د تافټس پوهنتون محصله روميسه اوزتورک هم له نیولو وروسته شپږ اونۍ په توقیف کې تېري کړې، بیا خوشې شوه.
پوهنتون وروسته وویل معلومات ورکړل شوي وو چې اغلې اوزتورک - چې د دوکتورا زدهکوونکې ده او د فلسطینپلوه مظاهرو برخه وه - وېزه یې لغوه شوې. دا مهال هم د خپل شړلو پر ضد قانوني مبارزه کوي.
که څه هم دا قضیې سختې نیوکې راپارولي، خو ICE ځینې نیونې دا ډول توجیه کړې چې دا زدکوونکي له حماس سره "تړاو لرونکو" فعالیتونو کې ښکېل وو.
د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مکلافلین، پر اېسک لیکلي: "وېزه یو امتیاز دی، نه حق."

























