پاکستان کې یوه ښځه چې په جامو یې عربي توري لیکل شوي و، د خلکو له قهرېدلي ټولي ژغورل شوې

Pk

د عکس سرچینه، SHALIK RIYADH/INSTAGRAM

د عکس تشریح، د هغې پر جامو د "الحیاة حلوة" په نامه توري لیکلی شوي و، چې په عربي کې د " ژوند ښکلی دی" مانا لري.

په پاکستان کې د عامو خلکو ډلې یوه ښځه ځکه اسلام ته په سپکاوي تورنه کړې وه، چې پر جامو یې د عربي ژبې توري لیکل شوي و.

پولیسو هغه ژغورلې او د سلګونه راټولو شویو کسانو له منځه یې خوندي ځای ته بیولې ده. دغې ښځې بیا وروسته د پولیسو مرکز کې له خلکو بښنه وغوښته.

د هغې پر جامو د "الحیاة حلوة" په نامه توري لیکلی شوي و، چې په عربي کې د " ژوند ښکلی دی" مانا لري. پاکستان کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي سزا اعدام دی.

خو ځینې کسان ان مخکې له دې چې دوسیې یې محکمې ته لاړ شي وژل شوي دي.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، په ځایي وخت شاوخوا یوه بجې اړیکه ورسره نیول شوې چې د لاهور ښار په یوه رستورانت کې پر یوې ښځې لسګونه کسان ورټول شوي دي.

لاهور کې د پولیسو مرستیالې سعیده شهربانو بي بي سي ته ویلي،‌ له رستورانت بهر له ۳۰۰ ډېر کسان راټول شوي وو او ښځې ته یې د مرګ ګواښونه کول. د دې صحنې ویډیو هم پر خواله رسنیو خپره شوې.

ویډیو کې لیدل کېږي، یوه ښځه چې ډېره وېرېدلې د رستورانت په یوه ګوښې ځای کې ولاړه ده او مخ په لاسونو پټوي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي، چې دا ښځه د پولیسو له خوا خوندي شوې او ترې راټول خلک د "کمیس دې وباسه" نارې وهي.

په ځینو نورو خپرو شویو ویډیو ګانو کې دا هم اورېدل کېږي، چې خلک نارې وهي: "څوک چې سپکاوی کوي باید سر یې پرې شي."

په یوه بله ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې لیدل کېږي، چې آغلې شهربانو د رستورانت دروازې مخې ته ولاړه ده او هڅه کوي راټول شوي خلک منظم کړي.

هغې ویلي: "هېڅ څوک نپوهېدل چې پر کمیس څه شی لیکل شوي دي. ما هڅه کوله ښځه له هغه ځایه راوباسم او خوندي یې کړم."

د ویډیو تشریح، پاکستان کې یوه ښځه چې په جامو یې عربي توري لیکل شوي و، د خلکو له قهرېدلي ټولي ژغورل شوې

آغلې شهربانو زیاتوي، باید راټولو شویو خلکو سره یې خبرې کړې وای چې ارام شي. د نوموړې په خبره: "مونږ دې خلکو ته ویل چې دا ښځه ځان سره بیایو، که څه جرم یې کړی وي د دې هېواد د قانون او اصولو سره سم به حساب ورسره وشي او د جرم مسوله به وګڼل شي."

مېرمن شهربانو ویلي، په دغه کسانو کې د "تحریک لبیک پاکستان" توندلاري ګوند پلویان هم وو.

دا ښځه د پولیسو یوه نږدې مرکز ته بیول شوې‌ او هلته دینې عالمانو تایید کړې چې د هغې پر جامو لیکل شوي توري د قرآن ایتونه نه، بلکې د عربي ژبې توري دي.

پولیسو له علماوو وغوښتل، چې یوه ویډیو ثبت کړي او خپلې موندنې او د ښځې بې ګناهي پکې بیان کړي.

دې ښځې ویلي: "ما داسې څه نه غوښتل، تېروتنه رانه وشوه. زه د هر هغه څه په اړه بښنه غواړم چې پېښ شوي او ډاډ درکوم چې بیا به هېڅکله تکرار نه شي."

هغې زیاته کړې چې پخپله یوه با تقوا او مسلمانه ښځه ده او دا چې هیڅکله به اسلام ته سپکاوی و نه کړي.

آغلې شهربانو ویلي:" که ما خلکو ته قناعت نه وای ورکړی چې په دې اړه به پلټنه وکړو، ډېره بده پېښه به شوې وه.... د خدای شکر دی."

د نوموړې دا مېړانه چې هغه ښځه یې د معترضو کسانو له منګولو ژغورلې په پراخه کچه ستایل شوې ده.

د پنجاب د پولیسو مشر هغې ته د زړورتیا د جایزې ورکولو غوښتنه کړې ده.