له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام: افغانستان د ایرلنډ‌ په ماتولو سره نیمه‌پایلوبو ته ووت

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان له نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د ۲۰۲۶ کال یو ورځینو سیالیو د نړیوال جام د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ په ماتولو سره نیمه‌پایلوبو ته لار ومونده.‌

افغان زلمیو په دې مهمه او برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپلو ایرلنډي همزولو‌ ته په ۱۹۱ منډو لویه ماته ورکړه.‌

دا درېیم ځل دی چې افغان تنکي ځوانان د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته وځي او که راتلونکې سیالي وګټي، نو په لومړي ځل به پایلوبې ته لار ومومي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي نن په توپوهنه او توپ اچوونه دواړه کې ښه وځلېدل.

دغه سیالي د زمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې کېده.

افغان لوبډلې د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره ۳۱۵ منډې وکړې.‌

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ټاس افغان لوبدلمشر محبوب خان وګاټه او لومړی یې توپ‌وهنه انتخاب کړه

د افغانستان له اړخه توپوهنه کې تکړه ښي‌ لاسي توپوهونکي فیصل خان شینوزاده په ۱۴۲ توپونو له څه باندې ۱۱۴ سټرایک رېټ سره ۱۶۳ منډې وکړې.

هغه ۱۸ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.

لوبډلمشر محبوب خان هم د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۸۹ چټکې منډې وکړې او وروستي اوور کې وسوځېد.

د یادونې ده چې محبوب خان او فیصل شینوزاده د افغانستان له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلې لپاره توپوهنه کې د اوږدې ملګرتیا نوی ریکارډ هم جوړ کړ.

دوی دواړو په ۱۵۷ توپونو د ۱۸۸ منډو ملګرتیا وکړه.

تر دې مخکې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د توپوهنې اوږده ملګرتیا (پارټنرشیپ) ۱۵۲ منډې وه.

هغه پارټنرشیپ هم د فیصل شینوزاده او خالد احمدزي ترمنځ په روان نړیوال جام کې د سویلي افریقا خلاف سیالۍ کې شوی و.‌

crick

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، فیصل خان شینوزاده ۱۶۳ او محبوب خان ۸۹ منډې وکړې

د ۳۱۶ منډو نسبتآ لوړ هدف ترلاسه کولو لپاره د ایرلنډ‌ د توپوهنې لاین‌اپ‌ له پيله ټکنۍ برېښېده.

د دغه هېواد د سر پینځه لوبغاړي په داسې حال کې سوځېدلي‌ وو،‌ چې ټولټال یې یوازې ۵۳ منډې کړې وې.

د ایرلنډي‌ زلمیو له ډلې تر ټولو ډېرې منډې ۳۶ وې چې مارکو بېتس وکړې.

د افغانستان له اړخه په توپ اچوونه کې عبدالعزیز او عاقل خان درې – درې وېکټې واخیستې.

افغانستان لپاره نن د محبوب خان په مشرۍ لوبډله کې فیصل شینوزاده، عثمان خان سادات، خالد احمدزي، عزیر خان،‌ عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، روح‌‌الله عرب،‌ عاقل خان او نصرت نورستاني لوبه کوله.

د افغانستان نیمه‌پایلوبه کله ده؟

Cricekt

د عکس سرچینه، ACB

دا د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې د ایرلنډ او افغانستان دواړو دویمه او وروستۍ لوبه وه.

افغان تنکیو ځوانانو چې د روان نړیوال جام په لومړي یا ګروپي سټېج کې یې خپلې درېواړه لوبې ګټلې وې، په سوپر شپږ پړاو کې لومړۍ لوبه شري‌لنکا ته بایللې وه.

د ایرلنډ لوبډلې بیا روان نړیوال جام کې یوازې له جاپانه یوه لوبه ګټلې او د شپږ غوره لوبډلو په لومړي ګروپ کې تر ټولو وروستی ځای کې وه.‌

په دغه ګروپ کې له افغانستان او ایرلنډ سره د استرالیا،‌ سویلي افریقا،‌ وېسټ اینډیز او شري‌لنکا لوبډلې ملې وې.

له دغه ګروپه پر افغانستان سربېره استرالیا نیمه‌پایلوبو ته لار موندلې ده.

نیمه‌پایلوبو کې به د افغان زلمیو سیالي د نومبر ۴مه د دویم ګروپ د سر لوبډلې سره وي.‌

په دویم ګروپ کې هند، انګلنډ، پاکستان، بنګله‌دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې په خپلو کې نیمه‌پایلوبو ته د رسېدو لپاره سیالي‌ کو‌ي.

له دې ډلې نن انګلنډ د نیوزیلنډ په ماتولو سره نیمه‌پیلو ته لار ومونده.

پاکستان بیا د یکشنبې پر روځ له هند سره، چې پواینټونه او رن‌رېټ دواړه یې ترې لوړ دي، سیالي کوي.

که هند هغه اوبه ګټي، نو دا احتمال ډېر دی چې نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره مخامخ شي.