د سږو سرطان نړیواله ورځ: 'په افغانستان کې په سرطاني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی'

سرطان درملنه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اګست لومړۍ نېټه په نړۍ کې د سږو د سرطان د ورځې په توګه لمانځل کېږي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لارو چارو ته د خلکو او حکومتونو پام راوګرځول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د سرطان ناروغۍ په ټولو ډولونو کې، د سږو سرطان ډېر کسان وژني. په افغانستان کې هم د سږو سرطان یوه لویه ستونزه ده چې د یو شمېر خلکو د مړینې سبب کېږي.

په افغانستان کې د سږو په سرطان د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په بېلو سرطاني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د تېر یو کال په موده کې یوازې پلازمېنه کابل کې د بیلو سرطاني ناروغیو نږدې شپږ زره پېښې ثبتې شوې وې.

په دې لړ کې تر ټولو مهمه ستونزه د دغې ناروغۍ پر وخت نه تشخیص یادېږي او له بلې خوا د درملنې د کافي مهارتونو د نشتوالي له امله د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

د طالبانو حکومت عامې روغتیا چارواکي وايي، هوډ لري چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص لپاره خپل خدمات پراخ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت عامې روغتیا چارواکي وايي، هوډ لري چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص لپاره خپل خدمات پراخ کړي. ارشیف تصویر

د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي دوی هوډ لري چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص لپاره خپل خدمات پراخ کړي.

که څه هم د طالبانو د روغتیا وزارت دا نه دي ویلي چې په ټول کې په افغانستان کې څومره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته دي، خو شمېر یې لسګونه زره ښودل کېږي. په دې کې د سږو ترڅنګ د سینې، خولې، او مرۍ سرطانونه ډېر عام ګڼل کېږي.

ډاکټران د سږو د سرطان اصلي لاملونه په بېلا بېلو بڼو د تنباکو کارول، د هوا ککړتیا او یا هم په داسې ځای کې اوسېدل ښيي چې نور خلک په کې سګریټ څکوي. په افغانستان کې د نورو نشه يي توکو ترڅنګ ډېر خلک سګریټ څکوي.

په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د ډېریدو یو لامل په هېواد کې دننه د درملنې د امکاناتو کمښت او نشتوالی په ګوته کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې په سرطاني ناروغیو اخته کېدونکي تر نیمايي ډېر کسان خپل ژوند بایلي.