د افغانستان د والیبال ښځينه لوبډله: "غواړو د افغان نجونو او هېواد ښه استازولي وکړو د نړۍ پام ور واړوو"

لوبغاړې
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د چین هانګ‌ژو اسیایي سیالیو کې ځينې ګډون کوونکې افغان ښځينه لوبغاړې وايي، هیله لري ښې لاس ته راوړنې ولري چې د افغانانو په تېره بیا له ورزش او زدکړو د منع شویو نجونو او ښځو ښه استازولي وکړي او افغانستان ته د نړۍ پام بېرته ور واړوي.

د افغانستان د ښځينه‌و د والیبال ملي لوبډله هم په دغو سیالیو کې لوبېږي چې غړې يې په ایران کې مېشتې او دې اسیايي سیالیو ته ورغلې دي.

د دوی له ډلې يې روقیقه محمدي بي بي سي ته وویل ، "لوبو کې زموږ ګډون ناڅاپي و. خو بیا هم د خدای شکر دی چې د داسې مثبتو ورځو شاهدې یو. زه ډېره خوشاله یم او دا هماغسې ده چې وايي، تر هرې تیارې وروسته رڼا راځي."

د دې لوبډلې یوه بله غړې نګین محمدي هم وايي چې خوښه ده په داسې شرایطو کې د نړۍ په کچه مهمو لوبو کې د افغانستان استازيتوب کوي چې په کور دننه ښځې له ورزشه منع دي.

دا زیاتوي، "دا چې موږ ته د یوه ځانګړي ټيم په توګه په دغو لوبو کې د ګډون حق راکړل شو، هغه هم په داسې شرایطو کې چې اصلاً ښځې ورزش ته نه پرېښودل کېږي، لویه خبره ده. په دغو سیالیو کې له ګډون سره به موږ نوې تجربې ترلاسه کړو او راتلونکي کې به تر دا ځل ډېرې لاس ته راوړنې ودرلودلی شو"

نجونو او مېرمنو ته د زدکړو، کار او ورزش حق ورکول

لوبې
د عکس تشریح، نګین محمدي او روقیه محمدي

له هغه راهیسې چې پر افغانستان یو ځل بیا طالبان واکمن شوي، د نورو بندیزونو او محدودیتونو تر څنګ یې نجونې او ښځې له لوبو هم منع کړې دي.

روقیه او نګین محمدي دواړه وايي، هیله منې دي چې یوه ورځ به افغان نجونې او مېرمنې بېرته زدکړو، کار او ورزش ته پرېښودل شي.

د یادولو ده چې په چین کې روانو د هانګ‌ژو اسیايي سیالو کې له افغانستانه په ۱۷ بېلابېلو ورزشي رشتو کې شاوخوا ۱۰۵ لوبغاړو ګډون کړی دی. له دوی یې ۱۵ ښځينه دي چې له افغانستانه بهر اوسېږي او د اولمپيک کمېټې لخوا یې په دغو لوبو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده.

د ویډیو تشریح، د والیبال ښځينه ملي لوبډله: غواړو د نړۍ پام بېرته افغانستان ته واړوو

د افغانستان د والیبال ښځينه ملي لوبډله وايي چې که څه هم په دغو سیالیو کې د ګډون کوونکو هېوادونو لوبغاړي او لوبډلې د دوی پرتله خورا پياوړې دي خو زیاتوي چې هڅه کوي، ښې لاس ته راوړنې ولري.

روقیه محمدي زیاتوي، "موږ ته مهمه دا ده چې په داسې حال کې دغو لوبو ته راغلو چې هېڅ تمه او هیله مو نه وه. نو د یوې لومړنۍ تجربې په توګه به له موږ نجونو ځينې منصفانه هیلې او توقعات وي او موږ به هم خپله وروستۍ هڅه کوو چې د افغانستان د ښځو او نجونو ښه استازولي وکړو او ښې لاس ته راوړنې ولرو. هیله منه یم چې ښې وځلېږو چې د نړۍ پام بېرته افغانستان ته را واړوو."

په دغو سیالیو کې د ډېرو مډالونو د ګټلو له پلوه چین په لومړي سر کې دی. چې تر اوسه یې د سرو، سپينو او ژېړو ۱۶۷ مډالونه ګټلي دي. ورپسې کوریا او جاپان دي.

افغانستان تر اوسه درې د بروزنو یا ژېړو مډالونه ګټلي.

تر دې مخکې هم افغانستان په دغو سیالیو کې اووه ځله ګډون کړی.

روقیه او نګین محمدي دواړه وايي چې که په افغانستان کې د نارينه‌و تر څنګ مېرمنو ته هم د ورزش زمینه برابره شي نو پر داسې نړیوالو دريځونو ښې ځلېدلی شي.