د هند لومړي وزیر د نړول شوي بابري جومات په ځای کې د هندوانو مندر پرانیست

د عکس سرچینه، ANI
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په ایودیا ښار کې د هندوانو مشهور بګوان رام لپاره لوی مندر پرانیست.
دغه معبد د شپاړسمې پېړۍ بابري جومات پر ځای جوړ شوی چې په ۱۹۹۲ کال کې د هندوانو له خوا ویجاړ شوی و. د جومات ړنګېدو په پایله کې په ټول هند کې لاریونونه وشول، چې شاوخوا دوه زره کسان پکې ووژل شول.
په دې مراسمو کې د فلمي ستورو، صنعتکارانو او د کرکټ لوبغاړو په ګډون زرګونو ورغلو مېلمنو ګډون کړی وو.
خو ځینو هندوانو او د حکومت اکثرو اپوزیسیون پرېکون ورسره کړی او ویلي یې دي، ښاغلی مودي دا چاره د سیاسي ګټو لپاره کوي.
په هند کې په راتلونکو څو میاشتو کې ټولټاکنې کېږي او د ښاغلي مودي سیاسي سیالان وايي، واکمن بهارتیا جنتا ګوند (بي جي پي) په هغه هېواد کې د مندر په نوم رایې غواړي، چېرې چې اتیا سلنه وګړي یې هندوان دي.
دا مراسم چې په ژوندۍ بڼه پر تلویزیون ښودل کېدل، ښاغلي مودي د پادریانو او د راشټریا سویم سیوک سنګ (ار اېس اېس) مشر موهن بهاګاوت سره د مندر په انګړ کې دننه مذهبي مراسم ترسره کولو پر مهال ښودل شوي، چې د هندو ملتپالو عقیدې سرچینه ده. یوازې د معبد لومړی پوړ پرانیستل شوی، تمه کېږي پاتې چارې یې د کال تر پایه بشپړې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بابري جومات په ۱۶ پېړۍ کې د هند د لومړي مغل پاچا سلطان محمد بابر په امر جوړ شوی و. افراطي هندوان ادعا کوي، بابري جومات د رام د زېږېدو ځای کې د یوه معبد له ړنګولو وروسته جوړ شوی و.
د جومات له ړنګېدو وروسته د ځمکې د ملکیت په اړه یوه اوږده حقوقي لانجه پیل شوه. بالاخره په ۲۰۱۹ کال کې دا قضیه حل شوه او سترې محکمې هندوانو ته دا لانجمنه ځمکه ورکړه. مسلمانانو ته د جومات جوړولو لپاره له ښاره بهر ځمکه ورکړل شوه.
په ایودیا کې یو شمېر مسلمانانو له پېښې مخکې بي بي سي ته ویلي وو، دغې ورځې د دوی لپاره د وېرې او درد یادونه راپارولې دي. ځینو ویلي، دوی به خپل ماشومان له ښاره بهر واستوي، وېرېږي کله چې سړکونه د هېواد له شاوخوا هندوانو څخه ډک شي، ښايي تاوتریخوالی رامنځته شي.
نیوکه کوونکو هم پر حکومت تور پورې کړی چې په یوه هېواد کې چې د اساسي قانون له مخې غیر مذهبي ( سیکولر) دی، په اصل کې مذهبي جشن لمانځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۱۷ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی، نوی درې پوړیز معبد، له ګلابي شګو او ډبرو څخه جوړ شوی او تور ګرانایټ پکې لګېدلي او شاوخوا اویا جریبه ځمکه یې نیولې.
په ایودیا کې د دوشنبې له سهار راهیسې، ټول سړکونه نوي معبد ته لارې باسي. زرګونه پولیس د امنیت خوندیتوب او د ترافیکو سمبالښت لپاره ګمارل شوي دي. د بي جي پي ګوند زعفران رنګه بیرغونه او هغه کسان چې د هندوانو د خدایانو عکسونه له ځان سره لېږدوي، پر لویو سړکونو لیدل کېږي.
د بالیووډ ستوري امیتاب بچن او کرېکټر سچن ټنډولکر په ګډون د هند ځینې لویو او مشهورو څېرو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.
حکومت د ایودیا د بدلون لپاره درې اعشاره ۸۵ ميلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
چارواکي وايي دوی "د نړۍ په کچه ښار" یو جوړوي چې خلک پکې د زیارتونو لیدلو او سیلانۍ لپاره ورشي. خو ډېری ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، د سړکونو د پراخولو لپاره د دوی کورونه، دوکانونه او "مذهبي جوړښتونه" په بشپړه یا یې ځینې برخې ړنګ شوي دي.

























