د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ نوي ریکارډونه او په دې لوبه کې د ښځو پياوړتیا

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ښځو فوټبال نړيوال جام نهم پړاو د اسپانیې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. دا سیالۍ چې په اسټرالیا او نيوزيلنډ کې ترسره شوې، د فوټبال مينه والو له لوري يې تود هرکلی وشو. خو ځینې ریکارډونه پکې جوړ شول.

دا لومړی ځل و چې د فوټبال دغو نړيوالو سیالیو ته تر دوه ميلیون ډېر نندارچیان ورټول شول او دا یو نوی ریکارډ شو.

له یادو شمېرو یوازې د نيوزيلنډ په څلورو لوبغالو کې ۷۰۰ نندارچیان دغو سیالیو ته ورټول شوي وو. سږ کال لومړۍ ځل و چې په دغو سیالیو کې ۲۴ لوبډلې ګډون کوي او په هره سیالۍ کې تر بلې د نندارچیانو شمېر ډېرېده.

خبریال سینا حاتمي دغه لوبې څارلې او ارزونه يې کړې. دی وايي، کله چې د اسټرالیا د ښځو فوټبال ملي لوبډله (ماتيلدا) نیمه پایلوبې ته ووتله نو د اسټرالیايانو شمېر او د دې لوبډلې د کميسونو یا یخنقاقونو خرڅلاو هم ورسره ډېر شو.

نږدې هر نندارچي هڅه کوله چې د دې لوبډلې له ځانګړي کمیس یا خولۍ سره سټيډيوم ته ننوځي. هغه ځانګړې خولۍ خو بیا وروسته د خرڅلاو لپاره هېڅ نه موندل کېدله چې د اسټرالیا د دې لوبډلې نوم (ماتيلدا) پرې لیکل شوی و.

د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړيوال جام ټېکټ او د مینه والو لپاره د لوبډلو ځانګړي لباس او د لوبو د خپرولو قانوني حق اخیستلو له پلوه دغو سیالیو دومره مالي ګټه وکړه چې د دغه نړيوال جام د تېر تاریخ ریکارډ يې مات کړ.

د فیفا مشر جاني اینفنټينو تېره جمعه په سيډني کې وویل چې دغو سیالیو ۵۷۰ ميلیون ډالر ګټلي دي. ده زیاته کړې، "آن د نارينه‌و په سیالیو کې هم داسې لوبې نه وې چې تر نيم میلیارد ډالر ډېر عاید دې ترې ترلاسه شوی وي. له دې ښکارې چې زموږ تګلاره بده نه وه خو باید تر دې هم ښه شو"

د یادولو ده چې پر دغو لوبو د فیفا لګښت دومره شوی چې چندان ګټه یې نه ده کړې خو تاوان يې هم نه دی کړی.

په فوټبال لوبه کې د ښځو پرمختګ

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښځينه‌و فوټبال نړيوال جام د ګټې کچه له نارينه‌و هغو سره د پام وړ توپير لری.

په قطر کې فیفا د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالیو نه ۵.۷ میلیارد ډالر ګټه ترلاسه کړې. د ښځينه‌و له نړيوال جام سره د ګټې د دغه لوی توپير دوه اصلي لاملونه شته. یو د دې لوبو سپانسر یا مالي ملاتړ او بل یې پر تلويزوني شبکو د خپرولو له اړخه ګټه ده چې د ښځينه‌و لوبو ته لا هم نه رسنۍ او نه هم سپانسر زړه ښه کوي چې د نارينه‌و هغو غوندې ډېرې پيسې پرې ولګوي.

خو د اقتصادي چارو پوهان وايي، د ښځو فوټبال د پياوړتیا په څېر به دغه د ګټې وټې دا چلند هم بدل شي.

د ښځينه‌و د فوټبال سږني نړيوال جام د تاوده هرکلي اصلي لامل دا هم و چې د پخوا پرتله ښځې په فني لحاظ په دې لوبه کې پياوړې شوې او لوبډلې یوې بلې ته ډېرې نږدې شوې دي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي چې اوس په نړۍ کې د ښځو لپاره تمرينونه او د هغوی د لا مسلکي لوبېدو لپاره ځایونه په معیاري ډول برابر شوي دي. له همدې کبله د لوبډلو تر منځ سیالۍ هم سختې وې.

د یادولو ده چې پخوا د ښځينه‌و فوټبال د شمالي اروپا، امریکا، اسټرالیا، جاپان او برازیل په ګډون په څو محدودو هېوادونو کې کېده خو اوس یې د اروپا او امریکا په جنوب، اسیا او افریقا کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

اسپانیا او المان هغه دوه هېوادونه دي چې هم د نارینه‌و او هم د ښځينه‌و فوټبال اتلولۍ يې ګټلې دي.

خو د دې یادونه هم په کار ده چې په ګڼو هېوادونو کې لا د ښځينه‌و فوټبال لپاره شرايط نه دي برابر.

-------------------------------------------------------------------------------------------

د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله

نورګل شفق/بي بي سي

افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې له کلتوري او دوديزو محدودیتونو سره سره د ښځمنو فوټبال پکې په وروستیو کلونو کې د غوړېدو په حال کې و.

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

خو یو خوا په ۲۰۱۸ کې د فدراسيون د هغه مهال پر مشر د جنسي ځورونې تورونو قضيې د دوی فعالیت ټکنی کړ او ورپسې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو په ټوله کې د افغان ښځو ورزش له نامالوم برخلیک سره مخ کړ.

هماغه و چې د اګست تر پنځلسمې وروسته د افغانستان د ښځينه‌و فوټبال ملي لوبډله له دغه هېواده ووتله، ځینې يې بريتانیا، اسټرالیا او نورې يې بیا پرتګال ته کډوالې شوې.

شاوخوا اته میاشتې مخکې چې د ښځينه‌و فوټبال نړيوال جام ته چمتووالی روان و، د دې لوبډلې مخکېنۍ مشرې خالدې پوپل د نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ سره په ګډه هڅه وکړه چې دا لوبډله د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري په رسميت وپېژندل شي او له هېواده وتلې لوبډله هم د افغانستان په استازيتوب په دې سیالیو کې ګډون وکړي. خو تر اوسه د فیفا له لوري په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د یادولو ده چې فیفا یا د فوټبال نړيوال فدراسیون غواړي، د ښځو پر فوټبال پانګونه ډېره کړي او دا هدف يې ټاکلی چې په غونډه نړۍ کې تر ۲۰۲۶ کاله ۶۰ میلیون ښځې او نجونې فوټبال وکړي