د هګیو ګټې؛ ورځ کې د څو دانې هګیو خوړل مو روغتیا نه زیانمنوي؟

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

ژمي کې به مو بس تمځای ، د اورګاډي سټېشن او له بازارونو د تېرېدو پر مهال یو غږ اورېدلی وي چې له لیري به هم ستاسې ساړه وهلی بدن راګرموي. چې نارې وهي "ګرمې هګۍ".

یا به په ژمي کې ټولنیزو رسنیو کې د هګیو له انځور سره چېرته دا پوښتنه خامخا شوې وي چې نن سبا د دې قیمتي خزانې نرخ څومره دی؟

هګۍ په سهارنۍ ناشته کې د ډېرو دسترخوانونو د خوړو مهمه برخه ده، خو راځئ چې دلته یې د ځینو روغتیايي ګټو په اړه تاسې ته مالومات درکړو.

هګۍ څه شی دي؟

له هغه وخت راهیسي چې خلکو په خپلو کورونو کې د چرګانو ساتل پیل کړي، له هګیو یې هم ګټه اخلي او پرې تغذیه کېږي.

د هګۍ سپین او زیړ دواړه د خوړو بډایه سرچینه ده. سره له دې چې ډېر ویټامینونه د هګیو په سپین کې دي خو زېړ یې هم ویڼامین ای ډي اي او شهمي اسیدونه لري.

هګۍ زمونږ د خوړو مهمه برخه ده او د ډېرو خوړو په پخولو کې کارول کېږي.

د ډېرو مرغانو هګۍ خوړل کېږي خو د چرخ هګیو خوړل ډېر عام دي.

۱ د هګیو غذايي مواد

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

په منځنۍ اندازه یوه هګۍ ۵۳ ګرامه(اووه ګرامه بشپړ) پروتین لري. بشپړ پروتین په دې مانا چې هګۍ کې ټول هغه ۹ ډوله امینو اسیدونه شته چې زمونږ بدن ورته اړتیا لري.

ډېر نباتي خواړه لکه لوبیا او نور حبوبات نیمګړي پروتین لرونکي خواړه دي،‌ ځکه چې یو یا ډېر داسې امینو اسیدونه پکې نشته چې زمونږ بدن ورته اړتیا لري.

د چرګو هګۍ د ویټامین بي۱۲، وسپنې او اومېګا۳ اړینو شهمي اسیدونو سرچینه ده.

۲ د پروټین بشپړه سرچینه

د یوې بشپړې پروتیني سرچینې په توګه هګۍ ټول هغه امینو اسیدونه لري چې د ودې لپاره زمونږ بدن اړتیا ورته لري.

دا امینو اسیدونه ډېر اړین دي،‌ زمونږ بدن یې نه شي جوړولی نو اړتیا ده چې د خوړو رژیم په مرسته یې ترلاسه کړو.

له دې سربېره هګۍ د خوړو د هضم لپاره هم اړینې دي.

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

۳ میندواره او شیدې ورکوونکو میندو لپاره یې خوراک اړین دی

هګۍ د کولین غوره شرچینه ده، دا د خوړو هغه اړین توکي دي چې ډېر لږ یې په اړه خبرې کېږي.

دا مواد د حافظې په ګډون د حجرو د غشا د ترمیم او د حافظې په ګډون د مغزو نورو فعالیتونو برخه کې اړین دي.

دا توکي په ځانګړي ډول مېندواره او شیدې ورکوونکو میندو لپاره هغه مهال ‌ډېر اړین وي چې د مغزو طبیعي ودې لپاره د کولین سرچینې ته اړتیا وي.

۴ د زړه په روغ ساتلو کې مرسته کوي

هګۍ د یو شمېر مغزي موادو بډایه سرچینه ده چې د زړه روغتیا برخه کې مرسته کوي.

چین کې پر ۵۰۰ کسانو ترسره شوې څېړنې ښودلې چې ورځ کې د یوې هګۍ خوړل د زړه د ناورغیو او فلج مخنیوی کولی شي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې، هګۍ باید د سالمې ژوند بڼې برخه وي چې ګتوره تمامه شي‌.

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

۵ د سترګو دید ته ښه ده

طبیعي چاره ده چې د عمر په تېرېدو مو د سترګو دید کمېږي، خو د ښه خوړو رژیم او ګټور خواړه زمونږ د سترګو دید ښه کېدو کې مرسته کولی شي.

د هګۍ ژېړ ډېره اندازه کېروټین زیګزانتین لري چې د سترګو دید ښه کوي او همدا راز هګۍ د وټامین ای سرچینه هم ده چې د سترګو لپاره مهم دي.

۶ د وزن په کنټرول کې مرسته کوي

هګۍ د پروټین بډایه سرچینه او د غوړو او کاربوهایدریت پرتله ډېره مړوونکې ده. څېړنې ښیي، که په سهار ناشته کې هګۍ وخورئ د ورځې به د ولږې احساس نه کوئ او د هغې کالوئ په کمولو کې هم مرسته کولی شي چې بدن مو د ورځې په اوږدو کې اړتیا ورته لري.

په دې سره مو وزن کمېدای شي.

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

۷ د بدن په جوړښت کې مرسته کوي

هګۍ د بدن غوړ کموي، ښايي هغه کسان ډېره تجربه ولري چې د بدن جوړولو لپاره ورزش کوي او به د خوړو په رژیم کې یې د هګیو خوراک شامل دی.

لکه څنګه چې لیوسین په نامه امینو اسید د بدن جوړولو لپاره یوه مهمه ماده ده، هګۍ د دې امینو اسید یوه له بډایه سرچینو ده چې ۵۰۰ ملي ګرامه لیوسین امینو اسید لري.

هګۍ همدا راز د بدن معافیتي سیستم په ښه کولو کې هم مرسته کوي.

ورځ کې د څو دانې هګیو خوړل زیان نه لري؟

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې برخه کې ګڼو څېړنو ښودلې چې د هګیو خوراک کې باید انډول په پام کې ونیول شي.

په ورځ کې د یوې هګۍ خوړل د صحي رژیم برخه ده.

په هر عمر کې هګۍ خوړل زیان نه لري؟

پخوا د سالمونیلا په نامه د مسومیت وېره وه چې د خامو یا نیمه پخو هګیو له خوړلو له امله رامنځته کېږي.

خو وروستیو کې د خوړو د معیار ادارې په دې اړه خپلې لارښوودنې بدلې کړې.

اوسنۍ سپارښتنې مني چې، تی رودونکي، ماشومان او عمر خوړلي کسان، میندواره ښځې او د هر عمر کسان خامې یا نیمه پخې هګۍ خوړلی شي.

د هګیو په اړه بله اندېښنه دا ده چې ویل کېږي الرجي رامنځته کوي په ځانګړې ډول کوچني ماشومان.

که څه هم ډېر ماشومان ښوونځیو ته د تللو په عمر کې له دې الرجۍ خلاصېږي خو، په ځینو مواردو کې دا الرجي آن بلوغیت ته تر رسېدو دوام کوي.