زرګونه ایرانیانو 'سپاه د ترهګر' سازمان په توګه د پېژندلو غوښتنه وکړه

لندن

د عکس سرچینه، UGC

څو زره د ایراني حکومت مخالفو ایرانیانو یوه غونډه کې د لندن مرکز کې له بریتانیا او اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د ایران اسلامي انقلاب (سپاه) په "ترهګرو" ډلو کې راولي.

د لندن دغه پروګرام کې د اوکرایینۍ الوتکې د عملې وژل شویو ځینې خپلوان او په اعتراضونو کې د وژل شویو د کورنیو غړي هم وو.

پاریس، ویانا، میلان، مالامو او ځینو نورو ښارونو کې هم د (ښځه، ژوند، ازادي) شعارونه ورکړل شوي او د بندیانو او ایران کې د وژل شویو کسانو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي.

د لندن لویه جلسه کې ښځو هم حضور درلود.

د حامد اسماعیلیان په نامه یوه کس غونډې ته وویل: "د ایران خلک سپاه د یوه ترهګر سازمان او د هېواد د ویجاړوونکي په توګه پېژني. نور بس ده".

ده د لندن غونډه کې د ایران د حکومت پر مخالفانو غږ وکړ چې د اختلافاتو پرځای پر خپل مشترک هدف تمرکز وکړي.

څو میاشتې وړاندې بریتانیا اعلان وکړ چې ښايي سپاه په ترهګرو ډلو کې راوستل شي.

دوې میاشتې مخکې ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې وویل، چې امریکا د بریتانیا له هغې غوښتنې سره موافقه نه ده چې سپاه دې په ترهګرو ډلو کې راوستل شي.

د اروپايي ټولنې چارواکو هم په وروستیو میاشتو کې ویلي وو، چې د سپاه د ترهګرې ډلې ګڼلو لپاره کافي حقوقي دلایل نه لري.