د خوړو نړیواله اداره افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو خلکو سره خوراکي مرستې بندوي

افغانستان

د عکس سرچینه، Wfp

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د خوړو نړیوال سازمان وايي، د بودیجې د سخت کمښت له امله به روانه میاشت په افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو کسانو سره خوراکي مرستې بندې کړي.

له دې سره د هغو اړمنو کسانو شمېر چې دغه نړیوال خیریه بنسټ پرې خوراکي مرستې بندې کړي، لس میلیونو کسانو ته ورسېد.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځل واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد کې د بې وزلې کچه لوړه شوې چې له امله یې ډېرو اړمنو نړیوالو بشري مرستو پورې د ژوند هیلې غوټه کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی بابا کریم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د خوړو نړیوال سازمان یې د خوراکي توکو په برخه کې لاسنیوی ونه کړي، کورنۍ یې به یې له کړاو سره مخامخ شي:

"هغوی یوازې دوه ځلي له ما سره مرسته کړې ده. هر ځل یې ۳۵۰۰ افغانۍ نغدې راکړې دي. پیسې ډېرې نه وې، خو په کافي اندازه منصفانه وې. له دویم ځل پیسو اخیستلو وروسته یې را ته وویل چې مرسته نوره بنده شوه.

زه ډېر اندېښمن چې څه به کوو؟ له کومه وخته چې د خوړو نړیوال سازمان مرستې بندې شوي، ټوله شپه ويښ یم او د خپلو بچیانو راتلونکي ته اندېښمن یم."

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، دا اداره په افغانستان کې خپلې مرستې کموي.

د خوړو نړیوال سازمان چارواکو بي بي سي ته ویلي، دغه سازمان د خپلو خیریه چارو د پر مخ وړلو لپاره یو میلیارد ډالر بودیجوي کسر سره مخامخ دی.

د یاد سازمان د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې دغه سازمان روانه زېږدیزه میاشت کې په افغانستان کې دوه میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته بنده کړي.

تېرو میاشتو کې هم دغه سازمان میلیونونه افغانان د خپلو بشري مرستو له نوملړه ایستلي چې له دې سره ټول لس میلیونه اړمن کسان د دغه سازمان له بشري مرستو بې برخې شول.

د چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او پر نړیوالو مرسته د تکیې لویه لامل د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل دي.

د افغانستان د ملي محور ګوند د مشرتابه غړي محمود حنیف الکوزي بي بي سي ته وویل، د روان بشري کړکېچ په رامنځ ته کېدو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه دواړه پړه دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Wfp

په تېره جون میاشت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې خبرداری ورکړی و چې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.

د خوړو نړيوال سازمان وايي، افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو څخه ده، دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.

له بل لوري په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.

خو د راپورونو پر بنسټ، د عامو خلکو پر دسترخان یې مثبت اغېز جوت نه دی.