بدخشان او تخار کې د پستې حاصلات ۹۵٪ کم شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان او تخار کې سیمه ییز چارواکي وايي سږ کال په دغو ولایتونو کې د پستې حاصلات ۹۵ سلنه کم شوي.
درې کاله وړاندې په بدخشان کې د پستې حاصلات زر ټنه وو، خو سږ کال سل ټنو ته راښکته شوي.
همداسې په ۱۳۹۷ کال تخار کې د پستې حاصلات ۱۵۰۰ ټنه محاسبه شوي و، خو سږ کال دغه کچه یو ټن ته راښکته شوې ده.
اقلیمي بدلون او د پستې ځنګلونو کې د نارینه ډوله پسته ونو پرېکول هغه لاملونه یاد شوي، چې دغه شمېر یې کم کړی.
په دغو دوو ولایتونو کې د زرګونو کورنیو اقتصاد او د ژوند لومړني ضرورتونه د پستو حاصلاتو پورې تړل شوي، خو سږ کال دغه کورنۍ ترې محرومې دي.

په بدخشان کې له اولس زره هکټاره ډېره ځنګلي ځمکه د طبیعي پستو په ونو پوښل شوې. پخوا هر کال له دغو سیمو پسته راټولېده او بازار ته وړاندې کېدله.
خو سږ کال د غرونو دغې با ارزښتې مېوې له موسم هغه کسان تش لاس راستنېږي، چې په راټولولو یې د ژوند چارې پرمخ بوولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ یو مسوول کیکاوس تکساري وايي سږ کال د پستې ځنګلونه بې حاصله دي.
د پستې شین کمربند له بدخشان تر لوېدیځ لوري بادغیس ولایت پورې نښتی. په دغه سیمه کې د پستې ډېر باغونه شته، چې ډېر یې په غرنیو سیمو کې دي.
د تخار د کرنې او مالدارۍ د رییس سراج الدین مهربان په خبره، سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حالات هم د بدخشان په څېر دي.
خو ایا د پستې د حاصلاتو دغه کمښت په ټولو سیمو کې دی؟ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي په ځنګلي سیمو کې د پستې حاصلات له کمښت سره مخ شوي.
په بدخشان کې پسته د خلکو له مهمو عایداتو ګڼل کېږي، چې په راټولونه کې یې ښځې، نارینه او کورنۍ یوځای برخه اخلي.
د بدخشان د یفتل ولسوالۍ ګل نساء پسته ټولوونکې ده. نوموړې وايي هر کال یې د پستې ټولونې موسم کې څلوېښت زره افغانۍ لاسته راوړلې؛ خو سږ کال د یوې کيلو په ټولولو هم نه ده بریالۍ شوې.

د عکس سرچینه، WAKIL KOHSAR
په بدخشان او تخار ولایتونو کې د پستې د حاصلاتو د کمښت لاملونو په اړه ډېرې خبرې کېږي.
بزګران د پسرلي په لومړیو کې د یخنۍ او د بارانونو ډېرښت یو له هغو لاملونو یادوي، چې دغه مېوه یې کمه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بدخشان د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمد حسن کشاورز وايي د عضوي موادو کمښت او د نارینه ډوله پستې ونو پرېکول هم کېدلی شي، چې د دغې مېوې پر حاصلاتو اغېز وکړي.
د کرنې مسولان وايي، په بدخشان کې د پستې کمښت په تدریجي ډول کم شوی. په ۱۳۹۵ کال کې د پستې حاصلات زر ټنه و، په ۱۳۹۶ کې درې سوه ټنه او په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې دوه سوه او ۱۰۰ ټنه ته راښکته شوي دي.






















