بشري حقونو څار سازمان: د افغانستان د وضعیت ارزونې رپوټ کې دې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشر حقونو څار سازمان وايي، د ملګرو ملتونو له خوا په خپلواکه ازرونه کې باید افغانستان کې بشري حقونو او په ځانګړې ډول د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
دغه سازمان نن چارشنبه د جولای پر ۲۶مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، افغانستان کې بشري وضعیت ناورینوونکی یاد کړی او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی، چې د افغانستان وضعیت په اړه ارزونه کې باید د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو برخې مشرې حیدر بار ویلي: "افغانستان کې اوس ښځې د نړۍ په کچه د بشر حقونو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه خپلواکه ارزونه به د دې ناوړه وضعیت پر وړاندې یوه اغېزمن نړیوال غبرګون ته لار هواره کړې. خو د دې کار د ترسره کولو لپاره باید افغانستان کې هغو ښځو او نجوتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې له خپلو بشري حقونو بې برخې شوي دي."
د روان کال مارچ میاشت کې د امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یوه "خپلواکه ازرونه" وکړي او تر بشپړېدو وروسته دې امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اپرېل میاشت کې د ترکیې یو پخوانی لوړ پوړی چارواکی فریدون سینیرلي اوغلو د دغه ارزونې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه.
هغه مهال پرېکړه وشوه، چې دغه ارزونه کې به د افغان مېرمنو په ګډون اړوندو اړخونو سره خبرې کېږي.
آغلې بار افغانستان کې د بشر حقونو برخه کې د نړیوالې ټولنې پر چلن هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد کې یې بشري حقونو ته بشپړ پام نه دی کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغې په ټکو :"افغانستان کې بشري ناورین خورا پراخ دی او د طالبانو ناوړه چلن دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې زیاتوي. تر دې دمه افغانستان کې د بشر حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې کار اغېزمن نه دی او بشپړ ډول یې دې برخه کې تمرکز نه دی کړی."
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته د ښځو پر کار او زدکړو سربېره پر هغوی د سفر، ورزشي ځایونو او پارکونو ته د نه تګ، او نور ګڼ ځپونکي بندیزونه لګولي.
وروستیو کې پر سینګارتونونو بندیز د نړیوالو سختې نیوکې راپارولي او د طالبانو حکومت یې د ښځو ضد حکومت بللې او د ښځو پر وړاندې یې پر دوه ګوني چلند تورن کړی دی.
طالبانو ملګرو ملتونو کې د کار بندیز سربېره افغانې ښځې ګڼو نورو نړیوالو او نا دولتي بنسټونو کې هم له کار کولو راګرځولي، دا بندیز د دې لامل شوی چې افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۸ میلیونه اړمن کسان له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.
د بشر حقونو څار سازمان وايي، افغانستان کې بشر حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

د عکس سرچینه، HRW
دغه سازمان وايي، هغه بنسټونه چې ښځې یې مشري کوي د خپلو کارونو د دوام لپاره کافي بودیجه نه لري، دغو بنسټونو کې ډېرې هغه ښځې کار کوي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.
یاد سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته هم اشاره شوې چې طالبانو له خوا ځپل شوي او د بشر حقونو او د نجونو د زدکړو ملاتړي په زندانونو کې شکنجه کېږي.
د بشر حقونو څار سازمان ویلي، د دغه ارزونې ځانګړی همغږی کوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې په ډله کې یې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو متخصصین شامل دي.
دوی همدا راز د دغې ارزونې پر روڼتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هغه کسان او د کورنۍ غړي باید پکې وغږول شي چې وژل شوي، زنداني شوي، شکنجه او ربړول شوي دي.
د بشر حقونو څار سازمان په خبرپانه کې همدا راز ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ارزونې جوړه شوې دغه ډله باید په فعاله توګه د ښځو حقونو مدافعینو په ګډون ګڼو نورو هغو ښځو سره سلا مشورې وکړي چې د طالبانو پر ضد احتجاجونو کې یې برخه اخیستې.
آغلې بار زیاته کړې: "افغانې نجونې او ښځې چې د طالبانو له خوا شکنجه کېږي او ربړول کېږي داسې احساسوي چې نړۍ هېرې کړي دي. دا خپلواکه ارزونه باید د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو پام را اړولو کې مرسته وکړي او طالبانو او نورو سرغړوونکو ډلو ته د حساب ورکولو لپاره د یوې قوي وسیلې وړاندیز وکړي."


























