له دوو کلونو حقوقي دعوې وروسته افغانې قاضۍ ته بریتانیا ته د راتګ اجازه ورکړل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
یوې بریتانوۍ ورځپاڼې لیکلي چې یوه ۵۳ کلنه افغانه قاضۍ له دوو کالو حقوقي دعوې وروسته وتوانېده چې خپل زوی سره یو ځای بریتانیا ته راشي.
دا قاضۍ دوه کاله مخکې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته پاکستان ته کډواله شوې وه.
یادې قاضۍ وروسته له هغې په محکمه کې دعوه پرانسته چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا یې پنا غوښتنه رد شوه.
د بریتانیايي رسنیو د رپوټونو له مخې، هغې سره یې له اتلسو کلونو پورته عمر یو زوی هم و چې اوس ورسره یو ځای بریتانیا ته راغلی دی او دلته خپلو خپلوانو سره یو ځای شوي دي.
د "ګارډین" بریتانوۍ ورځپاڼې د امنیتي دلایلو له امله د دغه قاضۍ هویت نه دی څرګند کړی، خو لیکلي یې دي چې هغه نه یوازې دا چې په دوو لسیزو کې افغانستان کې قاضۍ پاتې شوې بلکې د جنايي محکمې په ګډون یې افغانستان کې نورو معتبرو ځایونو کې دندې ترسره کړې دي.
نوموړې د خپلې دندې پر مهال د طالبانو اړوند ځینو قضیو او جرمونو سربېره د وژنو، تښتونې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، جنسي تېري، ترهګریزو جرمونو او د افغان حکومت ضد دسیسې او پېښې څېړلې دي.
دا قضیه به هغو ګڼ شمېر افغانانو ته هم بریتانیا ته د راتګ لار هواره کړي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستانه وتلي او لا هم پاکستان کې مېشت دي او بریتانیا ته د راتلو اجازه نه لري.
د بریتانیا د قوانینو له مخې د کورنۍ هغه غړي مور او پلار سره د راتلو اجازه نه لري چې عمر یې له اتلسو کلونو پورته وي.
یاد هېواد کې دغو کسانو سره د خپلواک کس په توګه چلن کېږي.
هغه افغانان چې د دندو او یا نورو بېلابېلو دلایلو له امله یې تر اتلسو کلونو پورته عمر اولادونه تر ګواښ لاندي دي اوس د دې قضیې پر استناد کولی شي چې بریتانیا ته د خپلو اولادونو راوستو لپاره حل لارې ولټوي.
۲۰۲۱ کال اګسټ کې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته بریتانیا هم د نورو اروپايي هېوادونو او امریکا په څېر ګڼ هغه افغانان چې ژوند یې تر ګواښ لاندې و بریتانیا ته راوستل.
بریتانیا حکومت وايي، ۲۰۲۲ کال کې ۲۴ زره افغانان بریتانیا ته را اوښتي چې له دې ډلې ۲۱ زرو ته یې بریتانیا کې د بیا مېشتېدنې پلان له مخې پنا ورکړل شوې ده.
وروستيو کې په دغه هېواد کې پر شرایطو برابرو افغانانو د بیا مېشتېدنې پروګرام ورو شوی چې له دې امله پرې سختې نیوکې کېږي.
په زرګونه افغانان لا هم دغه هېواد کې هوټلونو کې ایسار پاتې دي او حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې مناسب استوګن ځایونه ورته برابر کړي.
























