ایران د واګنر تر بغاوت وروسته له پوتین بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د عکس سرچینه، RUSSIA GOVERNMENT ACCOUNT
د کرملین ماڼۍ اعلان کړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د ایران د بشپړ ملاتړ خبر ورکړی دی.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو پر بنسټ، ښاغلي رئیسي "د جون ۲۴ مې نېټې د پېښو په تړاو د روسیې فدراسیون له مشرتابه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی".
د جمعې په ورځ، د یوګیني پریګوژین په مشرۍ د واګنر ملېشې غړو د روسیې او ولادمیر پوتین لپاره لوی بحران رامنځته کړ او د مسکو په لور یې حرکت پیل کړ. په پایله کې، د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب او له کرملین سره تر یوې موافقې وروسته، هغه او د هغه ځواکونه ناڅاپه په ختیځ اوکرایین کې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته ورستانه شول.
اوس، د کرملین په اعلامیه کې لیکل شوي چې دواړو ولسمشرانو د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د شته تړونونو په عملي کولو ټینګار کړی او د دوه اړخیزو اغېزمنو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د ایران د پولیسو مشر کم ساری بهرنی سفر
د تهران او مسکو تر منځ د همکارۍ د پراختیا په برخه کې، ایراني رسنیو اوس خبر ورکړی چې د ایران د پوځ عمومي قومندان جنرال احمدرضا رادان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه روسیې ته سفر کوي.
ایسنا خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، دغه سفر "د سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روسیې د پولیسو د وړتیاوو د لیدلو لپاره د روسیې رسمي بلنې پر بنسټ شوی دی" چې په ترڅ کې به یې له روسیې سره د پولیسو د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
د ایران د پولیسو قومندان ډېر لږ بهر ته سفر کوي.
د جنرال رادان سفر د ايران او روسيې د نژدې اړيکو وروستۍ نښه ده.
ښاغلی رادان تېره میاشت د علي خامنه ای په امر د پولیسو نوی مشر وټاکل شو.
د ۲۰۰۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر ضد د اعتراضونو پر مهال جنرال رادان د پولیسو د قومندان مرستیال او د مظاهره چیانو د خونړیو ځپلو یو له مهمو څېرو و.
اروپايي ټولنې، امريکا او بريتانيا خپلې خاورې ته پر ښاغلي رادان د بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله بنديزونه لګولي دي.
بلخوا اوکرایین او لوېدیځ ملګرو یې پر ایران تور لګولی چې د اوکرایین په جګړه کې یې له روسیې سره د وسلو مرسته کوي.
























