د امریکا او هند مشران: طالبان دې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سفر پرمهال، د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د ځینو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
دا وروسته له ډېره وخته لومړی ځل دی چې ولسمشر بایډن پر افغانستان خبرې کوي او په اړه یې خبر پاڼه خپروي. ښاغلی بایډن د افغانستان په اړه ځینې وخت داسې څرګندونې کوي، چې ځینې خلک یې "کاواکه" بولي.
ښاغلي مودي د پنجشنبه په ورځ سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره لیدلي او د ښه راغلاست غونډه یې ورته جوړه کړې وه.
د سپینې ماڼۍ له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دواړو مشرانو د افغانستان په تړاو هم خبرې او بحث کړی دی.
په اعلامیې کې ویل شوي، ولسمشر بایډن او لومړي وزیر نرېندرا مودي "د یوه سوله ییز، امن او باثباته افغانستان لپاره پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی."
دواړو مشرانو دغه راز د اوسني بشري وضعیت په اړه هم خبرې کړي او افغانانو ته یې د بېړنیو بشري مرستو د دوام پر اړتیا موافقه کړې ده.
دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته غاړه کېږدي چې له مخې یې "د افغانستان خاوره هېڅکله د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې، یا د ترهګریزو بریدونو د پلان او تمویل لپاره نه کارول کېږي."
"ټول شموله سیاسي جوړښت"

د عکس سرچینه، Getty Images
دواړو مشرانو په افغانستان کې د یوه "ټول شموله سیاسي جوړښت" د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی. دا داسې غوښتنه ده چې د نړۍ نژدې هر مشر یې له طالبانو کوي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه مثبت ګامونه نه دي اخیستي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي، ولسمشر بایډن او لومړي وزیر مودي پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي. طالبانو په خپله بیا واکمنۍ کې پر ښځو کمساري بندیزونه لګولي دي چې د بشري حقونو د بنسټونو په وینا "په لوی لاس له ټولنیز ژونده لېرې کړل شوي دي."
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د سې شنبې پر ورځ امریکا ته د درې ورځني رسمي سفر لپاره تللی و. دا سفر د هند او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره خورا مهم بلل کېږي.
واشنګټن ته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي له عالي دولتي سفر وروسته، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له هند سره د خپل هېواد ملګرتیا په "نړۍ کې ترټولو مهمې" بللې ده.
ښاغلي بایډن سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي مودي د دولتي سفر پای ته رسېدو کې ویلي له هند سره د امریکا اړیکې "په تاریخ کې تر بل هر وخت پیاوړې او نژدې دي."
بل لور د امریکا د متحده ایالاتو شاوخوا ۷۰ پارلمان غړو خپل ولسمشر جو بایډن ته لیکلي و، چې له ښاغلي مودي سره د بشري حقونو پر موضوع وغږېږي.
دوی وايي، هند کې د نورو مذهبونو پر وړاندې او د بیان ازادۍ پر وړاندې زغم په کمېدو دی او همدارنګه د مدني ټولنو په نښه کول د اندېښنې وړدي.
له ښاغلي مودي د خبري ناستې پر مهال هم هند کې د بشري حقونو او د مسلمانانو په ګډون د لږکیو د حقونو په اړه پوښتنې وشوې. د هند پر لومړي وزیر خبریالان تور پورې کوي چې له ډېرو کلونو راهیسې له خبري کنفرانسونو ډډه کوي او له ولسمشر بایدڼ سره یې خبري ناسته له ډېرې مودې وروسته لومړۍ هغه وه.






















