ورک شوي اټومي بمونه چې هېچا نه دي موندلي

اتومي بمونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحده ایالاتونو لږ تر لږه درې اټومي بمونه ورک کړي چې بیا یې هېڅکله ونه موندل. ایا دا بمونه اوس هم شته، چېرته دي؟ او ایا کله به هم پیدا شي؟

د سړې جګړې په بهیر کې د ژمي یو ارام او ښکلی سهار و.

د ۱۹۶۶ کال د جنورۍ په ۱۷ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو یو هسپانوي کب نیونکی له اسمانه د سپینو کڅوړو د راغورځیدو شاهد وو. تر کڅوړې لاندې یو څه ځېړېدل ، که څه هم هغه نشو کولای معلومه کړي چې دا څه دي او وروسته بیا هغه کڅوړه په څپو کې ډوبه شوه.

په هماغه وخت کې، پالوماریس ته نژدې د کب نیونکو کلي کې، ځایي خلکو اسمان ته کتل او د یوې ډیرې مختلفې پېښې شاهدان وو. دوه لویې ګولۍ د دوی په لور ګړندۍ ور روانې وې، چې په څو ثانیو کې یې د کلي چوپتیا ماته کړه، ودانۍ ولړزېدې، ځمکه درز درز شوه او د خلکو د بدنونو ټوټې پر ځمکه وشیندل شوې.

په ټوله نړۍ کې ورځپاڼو د یوې وېرونکې پیښې په اړه اوازې خپرولې. د امریکا دوو پوځي الوتکو په هوا کې ټکر کړی وو او په پالوماریس کې یې څلور بمونه غورځولي وو. له دوی څخه درې یې په چټکۍ سره په ځمکه وموندل شول، خو یو یې د نیل سمندر سویل ختیځ په اوږدو کې ورک شو او د موندلو لپاره یې پلټنې پیل شوې.

ناڅرګنده شمیرې

اتومي بمونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په حقیقت کې، د پالوماریس پیښه د ورک شوي اټومي وسلو یوازېنۍ پېښه نه ده. د ۱۹۵۰ کال راهیسې، لږ تر لږه ۳۲ "مات شويو غشو" پیښې رامنځ ته شوې دي، چې ویجاړونکې پېښې پکې شاملې دي. خو د امریکا درې بمونه بیخي ورک دي. دا بمونه لا هم یو ځای شته، چې ښايي د دې سیارې په دلدلونو ، کروندو او سمندرونو کې یو ځای پټ او په کمین کې وي.

په کالفورنیا کې د اتومي وسلو د اتومي وسلو د خپراوي د مخنیوي مرکز مشر جفري لویس وايي

"موږ د امریکا د قضیې په اړه په ډیر څه پوهیږو"، هغه څرګنده کړه چې بشپړ لست هغه وخت روښانه شو، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لخوا چمتو شوی لنډیز په ۱۹۸۰ لسیزه کې افشا شو.

ډیرې پېښې یې د سړې جګړې په وخت کې پیښې شوي. لویس وايي "موږ د نورو هېوادونو په اړه ډیر نه پوهېږو،". موږ د انګلستان یا فرانسې یا روسیې یا چین په اړه هېڅ نه پوهیږو. نو زه فکر نه کوم چې له موږ سره به کره شمېرې موجودې وي."

د شوروي اتحاد اټومي مخینه هم ګونګه ده. دغه هېواد تر ۱۹۸۶ کاله ۴۵ زره اټومي وسلو زېرمه درلوده. په دغه هېواد کې د اټومي بمونو ورکېدو پېښې شته چې هغه بمونه بیا هېڅکله نه دي موندل شوي، خو د امریکا د پېښو برعکس، د شوروي ټولې پېښې تر سمندر لاندې پېښې شوي. ان که د پېښو سیمې یې لېرې هم دي خو څرګندې دي.

په ۱۹۹۸ کال کې، یو متقاعد پوځي افسر او د هغه ملګري پرېکړه وکړه، هغه بم ومومي چې په ۱۹۵۸ کې د جورجیا د تایبي ټاپو ته نژدې غورځول شوی وو. دوی له هغه پیلوټ سره مرکه وکړه چې بم یې له لاسه ورکړی وو، دوی کلونه د کیښتۍ په وسیلې سیمه وڅېړله.

باالاخره دوی یوه ورځ، په هغه ځای کې داسې وړانګې ولیدلې چې پیلوټ یې ځای ورښودلی وو. هلته د نورو ځایونو پرتله وړانګې لس برابره ډېرې وې. خو وروسته څرګنده شوه چې هغه اټومي وسلې نه وې او په سمندر کې د معدني موادو د طبیعي وړانګو له امله رامنځته شوې.

نو اوسمهال د امریکا درې ورک شوي هایدروجني بمونه او د شوروي وخت یو شمېر بمونه په سمندر کې شته، که څه هم تر یوه حده له یاده وتلي، خو خبر دا ده چې ولې تر اوسه دغه خطرناکې وسلې نه دي موندل شوي، ایا د چاودنې خطر یې شته؟ او ایا کله به وموندل شي؟