سرګي لاوروف ایران ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Irna
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ایران ته رسېدلی دی. ښاغلي لاوروف چې په دوې ورځني سفر ایران ته تللی، پر چهارشنبه تهران ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره لیدلي دي.
ویل کېږي، چې نوموړی به د پنجشبې پر ورځ د ایران له بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان سره مهمه ناسته ولري. د یادونې ده، چې د ایران ولسمشر په توګه د ابراهیم رئیسي له ټاکل کېدو وروسته ښاغلی لاوروف دغه هېواد ته لومړنی سفر کوي.
د روسي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په پام کې ده، چې نوموړی به دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د اوږدمهاله همکاریو پر هوکړو او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو په هکله خبرې وکړي.
ایران د خپل اتومي پروګرام او روسیه پر اوکرایین د پوځي یرغل له کبله د لوېدیځو هېوادونو له سختو بندیزونو سره مخامخ دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي: ''په پام کې ده، دواړه لوري به د نړیوالو مسائلو، ایران اتومي پروګرام هوکړې، اوکرایین جګړې، سوریې او افغانستان موضوعاتو په هکله خبرې وکړي. ''
له دې مخکې د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ښاغلي لاوروف له قوله ویل شوي، روسیه '' ځان د لویدیځوالو له یرغلګرانه سیاست '' سره چمتو کوي.
په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي لاوروف له ایراني ولسمشر سره د لیدو پر مهال ویلي، ''هغه ټول هېوادونه چې د امریکا او متحدینو د ځان غوښتنې تګلارو له منفي اغېز سره مخامخ دي له یوه بل سره د اقتصادي اړیکو بیا تعریف ته اړتیا لري، چې وکولای شي د لوېدیځوالو متحدینو پر هوس پرستۍ له تکیې کولو ځان وژغوري. ''
تېره میاشت روسي چارواکو وویل، مسکو او تهران چې دواړه د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره مخامخ دي او په ورته مهال د نړۍ سترو انرژي زېرمو څښتنان دي، له یوه بل سره یې د دې ستونزې هواري لړ کې خبرې کړې دي.






















