د یمن جګړې اووم کال؛ طالبانو پر سعودي د حوثیانو راکټي بریدونه وغندل

د عکس سرچینه، MASHREGHNEWS
په داسې حال کې چې نن (شنبه) یمن کې د جګړې اووه کال پوره کېږي، سعودي عربستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استولي لیک کې د یمن حوثي ملېشه "د ایران له ملاتړه برخمن ترهګر" بللي دي.
ریاض دغه لیک کې غوښتنه کړې چې پر سعودي عربستان دې د حوثیانو توغندیز بریدونه وغندل شي.
یاده دې وي چې حوثیانو د جمعې پر ورځ یو ځل بیا د سعودي د تېلو په تاسیساتو راکټي بریدونه وکړل. تر دغو بریدونو څو ساعته وروسته د تهران د ازادۍ پر څلي د حوثي مشرانو تصویرونه راڅرګند شول.
دغو تصویرونو یو ځل بیا حوثیانو سره د ایران د ملاتړ په اړه تاوده بحثونه راپورته کړې دي.
تازه افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان جده ښار کې د تېلو پر تاسیساتو او ملکي اهدافو د یمن د حوثي ملېشې راکټي بریدونه غندلي دي.
طالبانو ویلي چې "دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي".
د حوثیانو د جمعې ورځې بریدونو کې د ارامکو د تېلو دوو تاسیساتو کې اور لګېدلی و. ارامکو نړۍ کې د تېلو تر ټولو ستر تولېدونکی دی.
تر دغه برید وروسته نړیوال بازار کې د یوه بېرل تېلو بیه له ۱۲۰ ډالرو واوښته.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اېتلاف اووه کاله وړاندې په همدې ورځ (مارچ ۲۶مه) یمن کې پر حوثي ملېشې بریدونه پیل کړل.
دا جګړه تر هغې وروسته پیل شوه چې حوثي وسله والو پلازمېنه صنعا ونیوه او د عبدربه منصور هادي حکومت یې راوپرځاوه.
دې جګړه کې تر دې دمه زرګونه ملکي یمنیان وژل شوي او میلیونونه نور له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
























