ایران کې لاريونونه: د پلازمېنې ناارامولو په تور زر کسان محکوم شوي

د ایرانۍ پلازمینې تهران چارواکو خبر ورکړی چې د حکومت ضد لاريونيانو شاوخوا زر کسان یې د ناامنۍ خپرولو په تور محکوم کړي دي.

په ایران کې دا مهال مظاهره چیان د ناامنۍ خپرولو ، امنیتي ځواکونو وژلو، اورونو اچولو او سوځولو په تور د ډله ییزې نیونې او محاکمې له ګواښ سره مخ دي.

له هغه مهال راهیسې چې په ایران کې خلک لاریونونو ته راوتلي د حکومتي ځواکونو لخوا د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی معلوم خو حقوقي فعالانو د نیول شویو کسانو شمېر له ۱۴ زرو کسانو لوړ یاد کړی دی.

په دې لړ کې کومار نومي ۱۶ کلن ځوان چې د پولیسو په ډزو لګیدلی و د یکشنبې په شپه په روغتون کې ساه ورکړي، دې پېښې خلک لا غوسه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ ماتم کونکو د هغه جنازه د حکومت ضد شعارونو سره بدرګه او خاورو ته وسپارله.

د هېواد په سوېل کې هم د پولیسو په لاس د یوه بل ۱۶ کلن ځوان وژنې سخت توند غبرګونونه راپارولي .

د ایران د بشري حقونو اړوند خبري ادارې خبر ورکړی چې تر دې دمه په لاریونونو د امنیتي ځواکونو په مخامخ ډزو کې د ۴۵ ماشومانو په ګډون ۲۸۴ کسان وژل شوي.

په دې ترڅ کې د شاوخوا ۳۵ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو راپورونه هم ورکړل شوې دي.

دا لاریونونه د امنیتي ځواکونو لخوا د یوې ښځې مهسا اميني له وژنې وروسته چې ګویا مناسب حجاب یې نه وو اغوستی پیل شول.

۲۲ کلنه مهسا امینی د سپټمبر په ۱۶ د امنیتي ځواکونو لخوا د ایران قوانینو ته د نه درناوي او مناسب حجاب او پړوني نه اغوستو په تور نیول شوې وه چې وروسته یې په بې رحمانه ډول د وژنې راپورونه ورکړل شول له هغې وروسته لومړی لاریون د مهسا امینې د جنازې له مراسمو پیل شو چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی و.

چارواکو دا لاریونونه د بهرنیو دسیسه بللي او ادعا کوي چې د دې لاریونونو رېښه د ایران د بهرنیو دښمنانو په لاس کې ده.

د ایران قضایه قوې مشر غلام حسین محسیني ایجي نن دوشنبه وویل، څارنوالان به د بلواګرو اړوند دوسیې په شفافه او چټکه توګه وڅېړي او په وینا یې د حکومت ضد فعالین به د قانون مطابق جزاګانې وویني.

ایراني نظام ته د وفادارو ځواکونو مشر جنرال حسین سلامي د شنبې په ورځ لاریون کونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل اعتراضونه ژر تر ژره پای ته ورسوي او په وینا یې نور دې خلک کوڅو ته نه راوځي.

خو له دې ټولو خبرداریو، نیونو او ویشتلو سره په ایران کې تاوتریخجنې مظاهرې دوام لري او ګډونوال یې د حکومت ضد رنګا رنګ شعارونه بدرګه کوي.

له ایرانه تازه داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې امنیتي ځواکونه په تهران کې د ازاد پوهنتون په لاریونوالو محصلینو هجوم ور وړي، په دوی اوښلن ګاز استعمالوي او هڅه کوي چې په وهلو ډبولو مظاهره چیان تیت پرک کړي.

په ورته مهال د امنیتي ځواکونو لخوا د کوردستان پوهنتون په محصلینو هم د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.