تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د شوي اتومي تړون په اړه خبرې بیا پیلېږي
د ایران او شپږو نورو هېوادونو ترمنځ له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اتومي تړون په اړه خبرې به روانه میاشت کې بیا پیل شي.
د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقر کاني ویلي د ایران حکومت موافقه کړې چې د روان نومبر میاشتې په ۲۹ نېټه به د اطریش په ویانا کې له شپږو هېوادونو سره د شوي اتومي تړون په اړه خبرې له سره پیل کړي.
له ایران سره د شوي اتومي تړون په اړه خبرې وروسته له هغه وځنډول شوې چې د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې چې د تېر جون په میاشت کې وشوې یو سخت دریځه د ایران ولسمشر وټاکل شو.
امریکا له ایران سره له شوې اتومي تړونه د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ پرمهال ووته خو د جوبایډن له واکمنیدو راهیسې واشنګټن وايي غواړي بېرته دې خبرو کې ورګډ شي.
د ولسمشر بایډن ادارې ویلي چې په وینا کې به د نومبر په ۲۹مه د ایران د اتومي تړون په اړه خبرو کې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې ترڅنګ برخه واخلي.
د ایران مشر مرکچي په یوه ټویټ کې ویلي ''ایران د نومبر په ۲۹مه په ویانا کې د خبرو له بیا پیلولو سره په دې هدف موافقه کړې چې پر ایران لګول شوي غیرقانوني او غیرانساني بندیزونه لري شي. ''
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي ''که ایراني استازي په خبرو کې جدي ووسي نو ژر به یوې معاملې ته سره ورسېږو. ''
ښاغلی پرایس وايي امریکا تمه لري چې خبرې له هماغه ځایه بیا پیل شي چې د جون په میاشت کې پرېښودل شوې وې.
تمه کېده چې د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رييسي به له لویدیځو هېوادونو سره د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو په برخه کې یو سخت دریځ غوره کړي .
لویدیځو هېوادونو له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایرانه غوښتنه کوله چې بېرته د خبرو میز ته وروګرځي او خبرداری یې ورکاوه چې د ایران اتومي فعالیتونه له هغې اندازې نه ډېر شوي چې هوکړه پرې شوې ده.
په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره د شوي اتومي تړون له مخې ایران موافقه کړې چې د سوله ییزو مقاصدو لپاره به تر یوې ټاکلې اندازې به یورانیم غني کوي.
خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له شوي تړون نه ووت او یو ځل بیا یې پر ایران بندیزونه ولګول.
له هغه مهال راهیسې چې دغه بندیزونه لګول شوي ایران خپل ملیاردونه ډالر هغې پانګې ته لاسرسی نه لري چې په بهرنیو بانکو کې ده.