امریکا د ایران له نوي ولسمشر د اټومي خبرو د دوام غوښتنه وکړه

د امریکا حکومت د ایران له نوي ولسمشر وغوښتل چې د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره خبرې جاري وساتي.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم د پنجشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، حکومت یې د بندیزونو لرې کېدو لپاره د ډيپلوماسي هرکلی کوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب هم ویلي له ایران سره د خبرو ور نیم کښ(نیم پرانیستی) دی، خو د ایران له خوا باید د سیمې بې ټیکاوولو هڅې ودرېږي.

لندن کې د ایران سفیر د ډومینیک راب ځواب کې ویلي: "د ډیپلوماسۍ ور د متقابل درناوي له مخې او برابرو شرایطو کې پرانیستی دی. "

ابراهیم رییسي په داسې مهال ولسمشر کېږي چې څو امنیتي پېښو د ایران او اسراییل ترمنځ د مخامخ نښتې خطر ډېر کړی او د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره شپږ پړاوه خبرې هم بې پایلې دي.

پخواني ولسمشر حسن روحاني د خپل حکومت پای کې وویل، بندیزونه یې لرې کولی شول، خو "نه پرېښودل شو. "

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي، د جو بایډن په باور د ډيپلوماټیکې لار دوام د امریکا په ګټه دی، ځکه د ایران له نورو هڅو د واشنګټن له اندېښنو سره مهمه ده چې د دغه هېواد پر اټومي پروګرام څار ولري.

مېرمن ساکي دا هم وايي، دا چانس به تل نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرانیس هم د پنجشنبې په ورځ وویل: ''د ولسمشر رییسي لپاره زموږ پیغام هماغه د ایران پخوانيو ولسمشرانو ته پیغام دی. امریکا به د خپلو او ملګرو د ګټو دفاع وکړي. هیله ده ایران د ډيپلوماټیک حل لپاره اوسنی چانس وکاروي. ''

هغه زیاته کړه: ''له ایران غواړو چې ژر خبرو ته ستون شي او له دې لارې پایلې ته د رسېدو هڅه وکړو. ''

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وویل، امریکا د ښاغلي رییسي دا خبرې اورېدلې چې د ډيپلوماسۍ هرکلی کوي او هیله لري چې ایران د مسلو سملاسیتوب یا فوریت ته متوجه وي.

ایران او امریکا ویانا کې د اټومي تړون په هکله نامستقیې خبرې او ژمنې درلودې، خو لا هم دا خبرې پایله نه لري.

د دې خبرو راتلونکي پړاو ته کومه نېټه نه ده اېښودل شوې.