تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه اوږد او روغ ژوند وکړو؟
د وخت تېرېدو سره موږ ټول زړېږو، خو پوښتنه دا ده چې د ډېر اوږد، خوشال او روغ ژوند لار موندلی شو که نه.
له پوهانو مو وپوښتل چې څه عوامل پر روغتیا، خوشالي او اوږد عمر ډېر اغېز لري. له ځواب وروسته دا عوامل په دریو برخو وېشلی شو.
۱ـ ټولنیز اړیکي
ارواپوه چولین هلټ لونتستاد وايي، ټولنیزتوب د انسان پر روغتیا ډېر ښه اغېز لري.
د هغه په اند، ملګری لرل پر روغتیا دومره اغېز لري لکه سیګرټ پرېښودل.
هغه د ټولنیزتوب لپاره دوه مختلفې لارې چارې وړاندیزوي.
کورنۍ، ملګرو او ګاونډیانو سره اړیکي پیاوړي کول
اړیکي جوړول او پالل وخت او انرژي غواړي، ځکه د اوسنیو اړیکو د ښه والي هڅې مهمې دي.
څومره چې فزیکي فعالیت زموږ روغتیا کې اغېز لري، ټولنیز فعالیت هم زموږ پر روغتیا اغېز کوي.
۲- اړیکو ته لاس په کار شئ
که د اړیکو کړۍ مو پیکه یا کمرنګه وي، نو د نویو اړیکو ډېره هڅه وکړئ. که څه هم نوي اړیکي ساده کار نه دی، خو د دې کار لپاره ښايي، لاس په کار شئ، د خپل ځان په څېر کسان پیدا کړئ.
ښايي له ټولو سره جوړ نه شئ، خو زړه ماتی کېږئ مه، ځکه ژور اړیکي جوړول وخت غواړي او ښايي له ازمېښت او تېروتنې سره مخ شئ.
صبر او حوصله کوئ او په یو وار د هرڅه بدلون تمه مه کوئ.
څه چې خورو
کله چې د ښو خوړو خبره شي، ډېرې لارې چارې مو ذهن ته لار کوي. دلته د دوو کارپوهانو څو ساده لارې په نښه کوو.
یوه د لندن شاهي کالج کې د نسلپوهنې استاده پوهانده لیندا پتریج دی؛ چې د بوډاتوب بهیر او پر بدن د هغه اغېز په هکله تخصص لري او بل کمبریج پوهنتون کې پوهاند کي تي خایو دی؛ چې د اروپايي بوډاګانو پر روغتیا د خوړو اغېز په هکله یې ډېرې څېړنې کړې دي.
۳- د خوړو کنټرولول
مېرمن پتریج وايي، د دې لپاره چې مناسب وزن ولرئ، نو ډېر خواړه مه خورئ او د مناسب وزن لپاره هم ورزش د رژیم یا پرهېز برخه کړئ.
۴- ډېر پروتین مه خورئ
لینډا وايي، که د غضلو له کمزورۍ، نه رنځېږئ، نو په خوړو کې پروتین کم کړئ.
۵- لږ شکره او مالګه وکاروئ
پوهاند تي وايي: مالګه او شکره یا بوره تر ډېره په پروسېس شویو خوړو کې وي. له شکرې ډک خواړه په قلبي، رګونو او میتابولیک ناروغیو د اخته کېدو خطر ډېروي.
۶ـ مېوه او بوټي ډېر خورئ
کي تي وايي: "که شونې وي ورځ کې پنځه ځلې سابه یا سبزي او مېوه وخورئ. دا ډول سالم یا خوندي رژیم کې غلې دانې او ډول ډول وچه مېوه هم ځای لري. "
خوځند اوسئ
برمېنګم پوهنتون کې د بوډاتوب او پړسوب ټولنې مشر پوهاند جنت لرډ د بدني روغتیا لپاره درې وړاندیزونه لري.
۷- پرلپسې هواناک تمرین
هر کار چې ستاسو د زړه ضربان زیاتوي او تاسو ژر ژر سا اېستلو ته اړ کوي.
د جنت په خبره، هغه تمرین پکار دی چې تاسو لږ خولې کوي او زړو مو له دودیز حالت ډېر نېغ نېغ لوېږي.
دا څومره تمرین پکار دی؟ اونۍ کې ۱۵۰ دقیقې او هر ځل لس دقیقې: کله چې د سودا لپاره بېرون ځئ یا هم سپی بېرون چکر ته باسئ، نو دا تمرین وکړئ.
مناسبې چټکتیا سره تمرین وکړئ. دا ډېره مهمه مسله ده. مناسب فشار سره تمرین د زړه او مغزو روغتیا کې ډېر رول ري.
۸ـ غضلاتي ځواک هم مهم دی
پکار ده غضلې مو ځواکمنې پاتې شي. په دې مانا چې اسانه له څوکۍ پورته شئ او پخپله لاسمینځي یا دستشويي ته لاړ شئ یا هم په ساده ژبه بوډاتوب کې خپلواک اوسئ.
وګورئ هرو ۳۰ ثانیو کې څو ځلې له څوکۍ پورته کېدلی شئ. که له دوو یا درې ځلو ډېر نه شئ پورته کېدلی، هره ورځ دا تمرین وکړئ او وګورئ چې د دې کار لپاره مو عضلې پیاوړې کېږي که نه؟
نور تمرینونه هم شته، لکه دوو خلتو یا کڅوړو کې مڼې واچوئ او هڅه وکړئ چې کته او پورته (بره او کوزه) یې یوسئ.
۹ـ ډېر وخت بې حرکته ما پاتېږئ
ټول او هغه کسان چې دفتري کارونه لري باید پام وکړي چې د ورځې په یو ځای څومره کېني.
پوهاند لرډ وايي: که له یوې تر دوو ګړیو یو ځای کېنئ، نو د تمرین زحمت مو په اوبو لاهو کېږي.