تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې اورلګېدنې ۲۳ کسان وژلي او لسګونه ټپیان دي
د جاپان د بېړنیو خدمتونو چارواکو ویلي چې ددې هېواد د انېمیشن جوړونې یوې سټدیو کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي دي.
سیمه ییزو رسنیو د جاپان د پولیسو له قوله لیکلي چې یو شکلاندي کس د کیوټو په نوم انېمیشن فلمونو جوړنې کمپنۍ ته ورغلی، لومړی یې پطرول شیندلي بیا یې اور ورته کړی.
د رپوټونو له مخې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
تورن کس نیول شوی او د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کویټو پولیسو ویاند اې اف پي خبري اژانس ته ویلي: "یو سړي یو ډول مواد شیندلي او بیا یې اور ورته کړی."
تر اوسه د مشکوک کس په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
اور نن (چنګاښ ۲۷) په یو درې پوړیزې ودانۍ کې لګیدلی دی.
سیمې ته نژدې خلکو ویلي چې لومړی یې د څو پرلپسې چاودنو غږونه واورېدل او ورپسې خلک له کمپلو سره له ودانۍ بهر وتل.
د سیمې اوسېدونکې مېرمن کایوډو خبري اژانس ته ویلي، یو سړی یې ولید چې پښې یې په وینو لړلې وې او له ودانۍ بهر شو.
یو بل عیني شاهد ویلي "سرې لمبې ختلې."
کیوټو انمیشن یا د خوځنده فلمونو جوړونکې کمپنۍ مشهوره کارتوني فلمونه جوړوي.
په خواله رسنیو کې ددې کمپنۍ ګڼو مینه والو خواشیني څرګنده کړې او د دې کارتوني جوړونې شرکت لخوا جوړو شویو کارتوني انځورونه خپاره کړي.