تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلېنکن: اوسنیو شرایطو کې ایران سره اټومي هوکړې ته د ګرځېدو خبرو ته دوام نه ورکوو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، په اوسنیو شرایطو کې له ایران سره اټومي هوکړې ته ګرځېدل د واشنګټن په ایجنډا کې نشته.
ښاغلي بلېنکن یکشنبه له سياېناېن تلویزیون سره خبرو کې وویل، تهران "یا نه غواړي یا نشي کولی" چې اټومي تړون ته پر ورګرځېدو هوکړه وکړي.
هغه همدا راز زیاته کړه چې سپینه ماڼۍ د ایران لخوا د کړکېچونو د کمېدو غوښتونکې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ډونلډ ټرمپ حکومت لخوا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې د وتلو پرېکړه تېروتنه وبلله.
هغه وویل "له هغه وخته چې امریکا د ایران له اټومي هوکړې وتلې، تر هغه مهاله چې موږ هڅه وکړه بېرته ور وګرځو، ځینې تحولات راغلي. هغه څه چې موږ یې د ترسره کولو په لټه کې یو، له یو څه اصلاحاتو سره اټومي تړون ته بېرته ورګرځېدل دي."
هغه همدا راز تېر کال د مذاکراتو په لړ کې رامنځته شویو تحولاتو ته په اشارې وویل "موږ له ښه نیته هڅه وکړه چې اټومي هوکړې ته وګرځو. خو هغوی نه شوای کولی یا یې نه غوښتل. اوس په داسې وضعیت کې یو چې نور (له ایران سره) د یوې اټومې هوکړې په اړه خبرې نه کوو."
ښاغلي بلېنکن زیاته کړه چې په راتلونکې کې ښايي ایران سره په دې تړاو خبرو ته شرایط برابر شي، خو دمګړۍ دا امکان نشته.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر دې هم ټینګار وکړ چې دیپلوماسي د ایران پر وړاندې غوره انتخاب دی.
خو هغه دا هم وویل چې "دا په دې مانا نه ده چې نور غوراوي نشته او د اړتیا پر مهال به هغو ته نه لاس کوو."
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا د کانګرس جمهوریپالو استازو تېرو ورځو کې د جو بایډن حکومت ته خبرداری ورکړ چې د کانګرس له تصویب پرته باید ایران سره د بندیزونو د کمېدو په اړه هوکړه ونه کړي.