د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی

د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی. دا بدلون پر ایران د امریکا او اسرائيل له بریدونو او د دغه هېواد د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته رامنځ ته شوی.

که څه هم په خپله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري خو د ټرانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي چې د افغانستان فضايي حریم خوندي او په ټولو ملکي او نړیوالو ډګرونو یې الوتنې په نورمال ډول روانې دي.