تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هوا تودوخه پر وچکالۍ، ځنګلونو سوځېدو، سېلابونو او تودو څپو څه اغېز لري؟
وروستۍ څېړنې ښیي چې په دوبۍ کې وروستي سخت بارانونه د ځمکې پر سر د اقلیمي بدلون څرګندې نښې دي.
د دې څېړنې له مخې، د هوا حالاتو سره تړلې پېښې ښايي له څلورو لارو د اقلیمي بدلون سره تړاو ولري.
۱ ـ درانه ورښتونه
د ځمکې په منځنۍ تودوخه کې د سانتي ګراد هر یوې درجې لوړوالي سره، اتموسفیر کولای شي شاوخوا ۷ سلنه نور رطوبت وساتي.
دا بدلون کولای شي ځینې وختونه په لنډ وخت او په کوچنۍ سیمه کې د بارانونو د ډېرېدو او ډېرو سختو بارانونو لامل شي.
د طبیعي او انساني عواملو په پام کې نیولو سره، کارپوهانو دا پوښتنه ارزولې چې ایا د هوا حالاتو سره تړلې سختې پیښې له اقلیمي بدلون سره وتړل شي؟
په متحده عربي اماراتو او عمان کې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې سخت بارانونو ته په کتو، دا ستونزمنه ده چې د اقلیمي بدلون د رول په اړه قوي پایلې ترلاسه کړو.
د نړۍ په دې سیمه کې داسې درانه ورښتونه یوه کمسارې پدیده ده او څېړونکو ته د پرتله کولو لپاره ډېر معلومات او ریکارډونه نه وړاندې کوي.
خو دا ډول بارانونه له ۱۰ څخه تر ۴۰ سلنې درانه شوي دي. د هوا د اړیکو (WWA) ډلې په وینا، د دې لپاره تر ټولو احتمالي لامل د ځمکې پر سر د اقلیم بدلون دی.
په همدې میاشت کې د ختیځې افریقا ځینې برخې د سختو سېلابونو شاهدې وې.
دا لا وختي ده چې ووایو په دغو پېښو کې اقلیمي بدلون څه رول لوبولی دی.
د همدې کال په سپټمبر میاشت کې د لېبیا په شمالي سیمو کې سختو سېلابونو مرګ ژوبله واړوله.
د ځمکې پر سر اقلیمي بدلون د درنو بارانونو احتمال ۵۰ ځله زیات کړی او د کلونو سیاسي ناغېړیو له دې پدیدې سره د مبارزې هڅې ګډوډې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د اقلیم سازمان (IPCC) په وینا، په نړیواله کچه، د ځمکې په ډېری سیمو کې د انسانانو د فعالیتونو په پایله کې د اورښت شدت زیات شوی دی.
دغه سازمان په دې باور دی چې دا بهیر به د نړۍ د تودوخې په زیاتېدو سره دوام ومومي.
۲ ـ ډېر سختې او د اوږدې تودوخې څپې
د ځمکې په منځنۍ تودوخه کې ان یو څه زیاتوالی د سختې تودوخې په پېښو کې د پام وړ اغېز لري.
په وروستیو کلونو کې، د ورځنۍ تودوخې منځنۍ کچه د لا زیاتې تودوخې په لور بدله شوې، چې د تودوخې په ډېرېدو سره د ګرمو ورځو شمېر هم زیات شوی.
د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په لومړیو کې، د افریقا په ساحلي سیمو کې د سختې ګرمۍ څپې په جریان کې، په مالي کې د تودوخې درجه ۴۸ اعشاریه ۵ درجې سانتي ګراد ته ورسېده، چې ورسره په روغتونونو کې د بستر ناروغانو او د مړو شمېرې لوړې شوې.
د اقلیم اړیکو ډلې موندلې، دا ډول تودوخه د اقلیمي بدلونونو پرته ممکنه نه وي چې د انسان د فعالیت له امله رامنځته کېږي او د دې ډول پېښو احتمال به ښايي د نړیوالې تودوخې په دوام سره زیات شي.
د ۲۰۲۲ کال په جولای کې، په بریتانیا کې، د تودوخې درجه په لومړي ځل ۴۰ درجې سانتي ګراد ته ورسېده، چې په ټول هېواد کې د پراخې ګډوډۍ لامل شو.
ویل شوي د اقلیم له بدلون پرته دا ډول حالت تر ډېره ناشونی وي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا په ګډون په ډېری ځایونو کې د تودوخې څپې اوږدېږي.
دا حالت د "تودوخې ګنبد" یا د تودوخې ګومبزو پایله کېدای شي.
د یوې نظریې پر بنسټ، په شمالي قطب کې د تودوخې زیاتوالی، چې د نړۍ منځنۍ کچې پرتله نژدې څلور برابره تودوخه لري، لامل کېږي چې د جټ سټریم په نوم قوي بادونه ورو کړي او د ګومبزو د تودوخې ډېرېدو احتمال رامنځته کوي.
۳ ـ اوږدمهاله وچکالۍ
دا ستونزمنه ده چې د اقلیم بدلون او د ځانګړې وچکالۍ ترمنځ اړیکه پیدا کړئ.
د اوبو شتون د هوا د تودوخې او باران له عواملو سره تړلي دي او هوايي سیسټمونه په دې کې مهم رول لوبوي. د دغه حالت ښه بېلګه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې په سوېلي افریقا کې د وچکالۍ څرګندونه کوي.
خو د اقلیمي بدلون په پایله کې د تودوخې څپې رامنځته کېدای شي او د ځمکې د سطحې وچېدو لامل کېږي چې ورسره وچکالۍ زیاتېږي.
پایله دا چې د ځمکې سطحي برخه په چټکۍ سره تودېږي او وروسته د سختې ګرمۍ لامل کېږي.
لکه څنګه چې هوا تودېږي، ورسره د اوبو غوښتنه زیاتېږي، په ځانګړې توګه د کرنې لپاره د اوبو پر رسولو ډېر فشار راوړي.
د ختیځې افریقا ځینې برخې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د لږ باران پنځه پرله پسې فصلونه تجربه کړل. دغې سیمې په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو بده وچکالي وګالله. یوازې په سومالیا کې د وچکالۍ له امله یو اعشاریه دوه میلیونه خلک بېځایه شول.
د اقلیم اړیکو ډلې په وینا، د اقلیم بدلون دا ډول وچکالۍ لږترلږه ۱۰۰ ځله ډېرې کړې دي.
د انساني فعالیت له امله رامنځته شوې تودوخه د ۲۰۲۳ کال په دویمه نیمایي کې د امازون په ځنګلونو کې هم د تر ټولو بدې وچکالۍ اصلي لامل دی چې له څه کمې نیمې پېړۍ راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.
۴ ـ د ځنګلو سوځېدو لپاره ډېر مواد
د نړۍ په زیاتره برخو کې اورونه په طبیعي ډول رامنځته کېږي.
دا ستونزمنه ده، معلومه شي چې ایا اقلیمي بدلون د یوه ځانګړي اور لامل شوی یا یې حالت خراب کړی ځکه ځینې نور عوامل هم شته، د بېلګې په توګه له ځمکې د ګټې اخیستو له امله بدلونونه.
د ملګرو ملتونو د اقلیم سازمان په دې باور دی چې اقلیمي بدلون په ځنګلونو کې د اور خپرېدو لپاره ډېر مناسب چاپېریال رامنځته کوي.
سختې او اوږدې تودوخې لامل کېږي چې له خاورې او نباتاتو ډېر رطوبت تبخیر شي او د ورښت لپاره یو وچ چاپېریال رامنځته کړي.
په دې توګه، د اور لپاره مناسب سونګ مواد چمتو کېږي- هغه چې په چټکۍ سره خپرېږي، په ځانګړې توګه که باد هم ورسره وي.
د تودوخې زیاتوالی ښايي د نړۍ په شمالي ځنګلونو کې د تالندې او برېښنا احتمال ډېر کړي، چې په پایله کې په ځنګلونو کې اور رامنځته کېږي.
په ۲۰۲۳ کې، کاناډا په خپل تاریخ کې د اور لګېدلو تر ټولو بد موسم تجربه کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۸ میلیون هکټاره ځنګلونه او څړځایونه وسوځېدل.
د اقلیم اړیکو ډله وايي، اقلیمي بدلون په ختیځه کاناډا کې په لویه پیمانه د ځنګلي اورونو لپاره مناسبو شرایط دوه برابره کړي وو، چې د دې اور د خپرېدو لامل شو.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) د څېړنو پر بنسټ، وړاندوینه کېږي چې په راتلونکي کې به د نړۍ په کچه په ځنګلونو کې اورلګېدنه نوره هم پراخه او شدیده شي، چې لامل یې اقلیمي بدلون او د ځنګلونو ځمکې کارولو بڼې بدلونه دی.
دې ادارې وړاندوینه کړې چې د روان بهیر په دوام سره به ښايي په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خورا شدیدو پېښو احتمال تر ۲۱۰۰ کاله پنځوس سلنه ډېر شي.