د ایران مذهبي مشر د ابراهیم رئیسي د جنازې لمانځه امامت وکړ

د سیمې هېوادونو لسګونو مشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په تهران کې په هوايي پېښه کې د ایران وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي او یو شمېر نورو وژل شویو چارواکو د جنازې په مراسمو ګډون وکړ.

پر چهارشنبه چې په ایران کې عمومي رخصتي اعلان شوې وه، لومړی د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د ابراهیم رئیسي او له ده سره د وژل شویو کسانو د جنازې لمانځه امامت وکړ او بیا په دې مراسمو کې ګډون کوونکو مشرانو د درناوي مراتب وړاندې کړل.

د ایران رسمي خبري اژانسونه وايي، له ''۹۰ډېرو'' بهرنیو مشرانو او لوړپوړو چارواکو ابراهیم رئیسي ته د درناوي وړاندې کولو لپاره تهران ته سفر کړی. د سیمې هېوادونو ځینو مشرانو په همدې ترڅ کې د ایران له مذهبي مشر سره لیدنې هم درلودې.

د قطر امیر، د تونس، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشران، د ارمینیا، عراق، پاکستان، جورجیا، اذربایجان لومړي وزیران، د روسیې، عراق، الجزایر، ازبکستان، قزاقستان او لبنان د پارلمان مشران له هغو مشرانو وو، چې ښاغلي رئیسي ته د درناوي وړاندې کولو لپاره تهران ته تللي وو.

د مصر بهرنیو چارو وزیر هم په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی دی. په دغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ملتیا کوي.

د طالبانو د حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ پر اېکس (پخوانۍ ټوېټر) پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ښاغلي "برادر او متقی د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ایران دولتي چارواکو، د وژل شویو کورنیو او د ایران خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي"

تر دې مخکې د طالبانو حکومت او د افغانستان سیاسي څېرو د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د ملګرو په مړینه خواشیني څرګنده کړې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا په ځانګړي ډول له طالبانو سره د ایران د پخواني ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر رول ارزښتناک وباله.

بل پلو د افغانستان مخکېنیو ولسمشرانو محمد اشرف غني، حامد کرزي او یو شمېر نورو چارواکو هم د ابراهیم رئیسي او یو شمیر نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو د مړینې په مناسبت خپله خواخوږي څرګنده کړې وه.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د جنازې امامت کړی

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې امامت کړی. په دې مراسمو کې د ایران سیاسي او پوځي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د ایران دولتي تلویزیون دغه مراسم په ژوندۍ بڼه خپرول.

په تهران کې د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې ګڼه ګوڼه لیدل کېږي. ایراني خبري رسنۍ وايي، د تهران پوهنتون انګړ له خلکو ډک دی.

تېره شپه د تهران په جامع جومات کې هم د ابراهیم رئیسي مینه والو هغه ته د درناوي مراسم ترسره کړل. د ابراهیم رئيسي او ملګرو د جنازې مراسمو ته یې د ګڼو هېوادونو مشران او لوړ پوړي استازي ورغلي دي.

د ولسمشر رئیسي د الوتنې مسؤله عمله، چې ټول وژل شوي

د یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر د چورلکې غورځېدو پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون نهه تنه وژل شوي چې پنځه پکې لوړ پوړي دولتي چارواکي او درې تنه د هوايي چلن کارکوونکي وو.

په پېښه کې د چورلکې ټول عمله وژل شوې، چې د پوځ د هوايي ځواکونو غړي دي.

د ایران مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې، د درېیو پیلوټانو په اړه تر ټولو مهم معلومات ترلاسه شوي دي.

ایران کې د نظام جوړښت؛ واک د چا په لاس کې دی؟