د اسلامي همکارۍ ټولنې افغانستان کې د نجونو د زدکړې او کار پر حقونو ټينګار کړی

د اسلامي همکارۍ ټولنې د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې د نجونو او ښځو د پوهنې او کار د حقونو په ګډون د افغانانو ټول بشري حقونه پر ځای کړي.

د ياد سازمان ۱۵مه سرمشریزه نن یکشنبه (مې پنځمه) د فلسطین او اسلامي نړۍ د ځينو نورو هېوادونو د بد وضعیت په اړه له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته پای ته رسېدلې.

دا ناسته (د مې څلورمه او پنځمه) د لوېدیځې افریقا د ګامبیا په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ ځينو مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډېپلوماټانو ګډون کړی و.

د دغې دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو د طالبانو پر حکومت د افغان نجونو او ښځو د کار او زده کړې د حقونو د خوندي کېدو غږ وکړ. له سرمشریزې وروسته خپره شوې وینا پاڼه کې د طالبانو پر حکومت ټینګار شوی چې د افغانانو انساني حقونو ته بشپړ درناوی وکړي.

اعلامیه وايي، اړتیا ده د طالبانو چارسمبالی حکومت د لږکیو د حقونو د خونديتابه، ترهګرۍ او نشه یې توکو سره د مبارزې او نورو ټولنیزو مسلو د هوارولو په برخه کې لا نورې هڅې وکړې.

لوېدیځوال او سیمه ییزو هېوادونو وار وار داسې اندېښنې څرګندې کړې چې ګواکې د داعش او القاعدې په ګډون ځینو وسلوالو ډلو ټپلو افغانستان کې ځای موندلی او دوی لپاره په یوه بالقوه ګواښ بدلېدای شي. خو د طالبانو حکومت وايي نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارېږي.

د اسلامي همکاریو د ټولنې دې سرمشریزې، افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر اړتیا هم ټینګار کړی، چې ورسره دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ډاډ ترلاسه شي.

له افغانستان څخه په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي ګډون کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، استازی یې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه دغې غونډې ته ورغلی دی، خو د بي‌بي‌سي دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې لکه د نورو هېوادونو خپله د دوی د بهرنیو چارو وزیر (امیر خان متقي) دغه سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی څه نه وايي.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی بلخي به په سرمشریزه کې پر ګډون سربېره د اسلامي همکارۍ سازمان له ځينو استازو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې جلا خبرې هم ولري.

د یاد سازمان سرمنشي غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره پر ښکلتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ د حقیقي کسانو سره د اړیکو له لارې غواړي په تعامل کې ووسي.

نوموړي له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو سازمان لخوا د افغانستان لپاره د بشري مرستو لپاره ځانګړي جوړ شوې صندوق سره صادقانه همکاري وکړي.

طالبان تل په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې پر خپل ګډون ټينګار کوي، خو د نه رسمیت پېژندل کېدو له کبله ډېر کله له پامه غورځول کېږي او یا یې په ټيټه کچه استازي پکې ګډون کوي.

په دې ناسته کې د ایران، پاکستان، سعودي عرب او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او ځينو نورو ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

سږ کال یاده سرمشریزه (د خبرو له لارې د پایداره پراختیا لپاره د یو موټي کېدو تر شعار لاندې جوړه شوې وه.)

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په فلسطین کې د اسرائیلو په لاس ویجاړۍ او وژنې ریکارډ کچې ته رسېدلې او اوس قاهره کې د امریکايي، مصري او قطري چارواکو په منځګړتوب د اوربند خبرې روانې دي.

د دغې ناستې مشري د کوربه هېواد (ګامبیا) ولسمشر اداما بارو کوله، هغه ټینګار وکړ چې د غونډې اصلي سکالو (موضوع) به د مسله وي.

د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د اسرائیلو د تېري غندنې تر څنګ په یوه بل غږ کړی چې د فلسطین د خپلواکۍ پېژندلو او په ملګرو ملتونو کې د خپلواکه فلسطین په اړه غږ بدرګه کړي.