تایوان په تاریخي ټاکنو کې وېلیم لای د ولسمشر په توګه ټاکلی

د تایوان په ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکوونکو وېلیم لای د خپل ولسمشر په توګه غوره کړ چې دا له چین څخه د بېلتون لاره په ډاګه کوي.

د تایوانیانو دې ګام بېجینګ په غوسه کړ او سملاسي یې بیان خپور کړ، چې "تایوان د چین برخه ده".

دا ښکاره ده، چې بېجینک په سوله‌ییز ډول د بیا یو ځای کېدو غوښتنه کړې ده، خو د زور کارول یې هم نه دي رد کړي.

دې چلن د تایوان ټاکنې د سولې او جګړې ترمنځ غوراوي ته راوښکلې.

چین په وروستیو میاشتو کې د یاد ټاپو په شاوخوا کې خپل پوځي حضور زیات کړی او دې د احتمالي شخړې وېره زیاته کړې ده.

د بېجینګ کمونیست حکومت د ښاغلي لای په مشرۍ د پرمختللي دیموکراتیک ګوند (DPP) ته -چې له اتو کلونو راهیسې په تایوان حکومت کوي- د انتقاد ګوته نیولې ده.

ښاغلي لای د خپل ګوند په مټ پرله پسې دریم ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو په ګټلو سره نوې لار پرانیستله.

ښاغلي لای په سلو کې ۴۰ رایې وګټلې او خپلو دوو مخالفانو ته یې په اسانۍ ماتې ورکړه

د تایوان نوي ولسمشر وروسته له هغه چې مخالفینو یې ورسره ومنله په خپله لومړۍ وینا کې وویل، دا هغه لار ده، چې بېرته ترې راګرځېدل نه شته.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې وویل: " هېواد به یې پر روانې سمې لارې خپل یون ته دوام ورکړي. موږ به شاته نه شو او نه به شا ته وګورو."

وروسته یې د تایپي په سرګونو زرګونه پلایانو ته چې د بریا خوښي یې لمانځله وویل، دا بریا د دیموکراسي بریا ده.

نوموړي وويل: "موږ دا کار وکړ. موږ اجازه ورنه کړه، چې بهرنی ځواک زموږ په ټاکنو کې نفوذ وکړي. ځکه موږ پرېکړه کړې وه، چې يوازې موږ خپل ولسمشر ټاکلی شو."

تایوان له ټاکنو مخکې چین تورن کړی و، چې په دې بهیر کې د لاسوهنې هڅه کوي.

ښاغلي لای د چین لپاره یو پیغام هم درلود.

نوموړي خبريالانو ته وويل، چې دی د ستونزو او خنډونو پر ځای خبرو او بحث ته لېواله دي او غواړي چې له بیجینک سره په سوله او ټیکاو کې مخ ته لاړ شي.

په ورته وخت کې، هغه زیاته کړه، هغه به "د پولې اوږدو کې د تنګي وضعیت وساتي" - نه به د خپلواکۍ په لټه کې وي او نه له چین سره یو ځای شي - او ژمنه یې وکړه چې "تایوان به د چین له ګواښونو څخه ساتي".

بیجینګ ښاغلي لای د هغه څرګندونو په اړه چې په تېرو وختونو کې یې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کړی و، د "بېلتون غوښتونکي" او "مشکل جوړوونکي" په توګه بللې دي او دې ته د سرې کرښې په توګه ګوري.

د شنبې په ورځ، د چین د دولتي شورا د تایوان د چارو دفتر په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د تایوان ټاکنې نشي کولی "د مورنۍ خاورې د بیا یوځای کېدو د نه ستړي کېدونکي تمایل مخه به ونیسي" او DPP "په تایوان کې د عامه افکارو استازیتوب نشي کولی".

د امریکا متحده ایالات چې د تایوان ترټولو لوی متحد دی، په چټکۍ سره ښاغلي لای ته د هغه د بریا مبارکي ورکړه.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د جزیرې د "پیاوړي ډیموکراتیک سیسټم او ټاکنیز بهیر" ستاینه وکړه.

په یوه بیان کې، هغه وویل چې واشنګټن "د پولې د اوږدو سولې او ثبات ساتلو ته ژمن دی".

مخکې ولسمشر جو بایډن خبریالانو ته وویل چې امریکا د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي.

د شنبې په ورځ په تایپي کې د DPP د مرکزي دفتر څخه بهر پلویانو پایلې ولمانځلې.

چینګ یو-سای وویل: "زه اوس ډېر خوشحاله یم. د تایوان ډېری خلک غواړي زموږ د ډیموکراتیک ژوند تګلاره وساتي."

"زه پروا نه لرم چې [چین څنګه غبرګون ښيي]. موږ باید خپل ارزښتونه وساتو او پر هغه څه ټینګار وکړو چې موږ فکر کوو سم دي او پرمخ ځو."